Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغانستان او بېلاروس د ګډ کمېسیون دویمه ناسته کې پر اقتصادي او سوداګریزو همکاریو غږېږي

افغانستان او بېلاروس د ګډ کمېسیون دویمه ناسته کې پر اقتصادي او سوداګریزو همکاریو غږېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/20

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارې وزارت د معلوماتو له مخې، د کرنې وزیر په مشرۍ تللی افغان پلاوی به په دې سفر کې له بېلاروسي چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته اړیکو د پیاوړي کولو او د ګډو همکاریو لپاره د نویو فرصتونو پر رامنځته کولو خبرې وکړي.

د مولوي عطاالله عمري په مشرۍ دغه ۱۳ کسیزه پلاوی به د افغانستان او بېلاروس د اقتصادي همکاریو او سواګرۍ د ګډ کمیسون په دویمه غونډه کې هم ګډون وکړي او د دې هېواد د کرنیزو ماشین آلاتو له تولیدوونکو کارخونو به لیدنه وکړي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، دا غونډه به پنځه ورځې دوام وکړي او په کې به دواړه لوري د ګډو اقتصادي او سوداګریزو ګټو په برخو کې  هم د همکاریو پر فرصتونو بحث وکړي.

د کرنې وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره وايي: « افغان پلاوی به د خپل سفر پر مهال له بېلاروسي چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا، د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا او د ګډو همکاریو لپاره د نویو فرصتونو پر رامنځته کولو خبرې وکړي.»

د یاد وزارت د خبر له مخې، افغان پلاوې د بېلاروس په رسمي بلنه دې هېواد ته تللی.  د کرنې وزارت دا نه دي ویلي چې افغان پلاوې دې غونډې ته کومه ځانګړې اجنډا له ځانه سره لري او  که څنګه؟

بله خوا، اقتصادي شنونکي بیا د چم ګاونډ ټولو هېوادونو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا غوښتنه کوي او وايي، ټول هغه هېوادونه د افغانستان لپاره مهم دي چې د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو  په برخه کې تړونونه لري.

بېلاروس هم د سیمې په مهمو هېوادونو کې شمېرل کېږي او کتونکي وايي، د افغانستان اقتصادي بیارغونې په  برخه کې مهم رول لوبولی شي.

د دوی په خبره، دا اوس د افغان پلاوي په مهارتونو تړلی  ده چې په څه ډول د دې هېواد لا پراخه همکاري جلبولی شي.

د اقتصادي چارو شنونکی، محمد عیسی مبارز وايي: « موږ باید د دې سفر پرمهال له بېلاروس څخه په هغو برخو کې همکاري وغواړو چې دوی یې هوارولی شي. په دې اړه بحث کول د افغانستان په ګټه دي؛ خو که له موږ سره داسې غوښتنې او پلانونه وي چې دوی یې د هوارولو توان نه لري، دا سفر به ګټه ونه لري.»

افغانستان له یو شمیر نورو هېوادونو سره هم د ګډو اقتصادي همکاریو او سوداګرۍ ګډ کمېسیونونه لري چې تر ډېره په کې پر دوه اړخیزو سوداګریزو او اقتصادي همکاریو خبرې کېږي.

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، په دې ۱۳ کسیز پلاوي کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند، مالیې او بهرنیو چارو وزارتونو، د دولتي شرکتونو او د اقتصادي چارو لپاره د ریاست‌الوزرا مرستیال د دفتر استازي شامل دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist