Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پکتیا کې اووه رغنیزې پروژې ګټه اخستنې ته وسپارل شوې

پکتیا کې اووه رغنیزې پروژې ګټه اخستنې ته وسپارل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/20

د پکتیا مرکز ګردېز په شمول په زرمت او سیدکرم ولسوالیو کې اووه پروژې چې د پېښو پر وړاندې مبارزې او چمتوالي ملي ادارې په چوکاټ کې د ځینو همکارو ادارو په مرسته پلې شوې دي، ګټه اخستنې ته وسپارل شوې.

په دې پروژو کې ۳۶۱ متره استنادي دېوال،۵۳۰ متره د اوبو کانال او پنځه لوبغالي شامل دي.

د یادو پروژو د پرانستې پرمهال چارواکو ډاډ ورکړ چې د همکارو ادارو او خپله د حکومت په مالي بودیجه به د خلکو اساسي ستونزو ته دوامداره رسېدنه کوي.

د پېښو پر وړاندې مبارزې او چمتوالي ادارې عمومي رییس نورالدین ترابي وايي: « موږ هڅه کوو نورې موسسې هم پکتیا ته را وبولو، ترڅو له متضررو کسانو سره خوراکي او غیر خوراکي مرستې وکړي. همدارنګه دوی ته بلنه ورکوو چې راشي پروژې تطبیق کړي، دلته خراب سړکونه، استنادي دېوالونه، پلونه، پلچکونه او چک ډیمونه جوړولو ته اړتیا لري.»

د پکتیا پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې مشر نثار احمد نجات وايي: « په دې پروژو باندې ۱۱۲ زره ۶۰۰ امریکايي ډالر لګښت راغلی چې نن ګټه اخستنې ته وسپارل شوې. همدارنګه په یوه استنادي دېوال او د سېلابي اوبو پر یوه کانال هم ۱۲۰ زره امریکايي ډالره لګښت راغلی.»

ځایي اوسېدونکي په دې ولایت کې د یادو پروژو تطبیق ته خوښ دي او دا پروژې په سیمه کې د ګڼو ستونزو د مخنیوي لپاره مهم ګام بولي. دوی همدا راز له حکومت په اړوند نورو اساسي برخو کې هم د ورته پروژو پر عملي کېدو ټینګار کوي.

د پکتیا اوسېدونکی حاجي مراد  وايي: « دا چې موږ ته دا استنادي دېوال او کانال جوړ شول، موږ له دې ډېر خوښ یو.»

د پکتیا اوسېدونکی ولي احمد وايي: « له دې وړاندې موږ د سېلاب په خطر کې واقع وو، اوس چې د دې لپاره کانال جوړ شو، ټول له خطر څخه خلاص شول.»

د پکتیا اوسېدونکی شاه محمود وايي: « د پېښو پر وړاندې مبارزې ادارې له دې مرستو خوښ یو او غوښتنه کوو چې راتلونکي کې نورې مرستې هم وشي، ځکه د پکتیا خلک ډېر غریب دي.»

پکتیا کې دا پروژې داسې مهال ګټه اخستنې ته سپارل کېږي چې هممهاله د پېښو پر وړاندې مبارزې ریاست او د سېلاب خیریه بنسټ له لوري له ۳۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته هم ترسره شوه. د دغو مرستو په ترڅ کې هرې کورنۍ ته ۱۲ قلمه خوراکي توکي ووېشل شول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist