Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت له انګریزي استعمار دافغانستان خپلواکۍ بېرته ګټلو ۱۰۷ مه کلیزه ونمانځه

اسلامي امارت له انګریزي استعمار دافغانستان خپلواکۍ بېرته ګټلو ۱۰۷ مه کلیزه ونمانځه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/20

د اسد یا زمري ۲۸ مه له نګریزي ښکیلاکه د افغانستان د خپلواکۍ بېرته اخستلو ورځې سره برابره ده. پوره ۱۰۷ کاله وړاندې په همدې ورځ د شاه امان الله خان په مشرۍ افغانستان د بریټانیا له داسې امپراتورۍ چې لمر په کې نه ډوبېده، خپلواکي بېرته ترلاسه کړه.

د اسلامي امارت دفاع وزارت کې د افغانستان خپلواکۍ د بېرته ګټلو ۱۰۷ مې کلیزې د نمانځنې په موخه غونډه جوړه شوې وه چې لوړ پوړو حکومتي چارواکو هم په کې ګډون درلود.

د افغانستان اسلامي امارت چارواکي وايي، خپلواکي په قربانیو او سرښندونو تر لاسه کېږي او هغه مهال هم افغان ولس د انګریزي ښکېلاک څخه د خلاصون په موخه بې شمېره قربانۍ ورکړې دي.

چارواکي ټینګار کوي چې له بهرنیو یرغلونو د ژغورنې یوازینۍ لار د ولس یووالی دی او دا کولی شي چې  له یوې خوا لاسته راغلې ازادي وساتي او بله خوا افغانستان له بیا ځل بهرنیو تېریو خوندي وساتي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر وايي: « دا یو ښکاره حقیقت دی چې د زمري ۲۸ مې خپلواکي په اسانه نه ده ترلاسه شوې. د خپلواکۍ ورځې له نمانځلو څخه زموږ موخه باید د هغه مهال د سرښندنو او قربانیو یادونه نه وي بلکې مهم پیغام مو باید دا هم وي چې خپلواکي وساتو او په بشپړه مانا د سیاسي، اقتصادي او نظامي استعمار د بیا تکرار مخه ونیسو.»

د ریاست الوزرا اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي وايي: « موږ باید د ازادۍ په قدر پو ه شو، ځکه چې  د دې ازادۍ ګټلو لپاره ډېره قرباني ورکړل شوې. د مجاهدینو او دغه راز د ملت د ټولو وګړو ترمنځ اتحاد ته اشد ضرورت دی. د افغانستان د خلکو ترمنځ د یوالي ټینګول زموږ مسوولیت دی.»

د ملي دفاع وزیر، مولوي محمد یعقوب مجاهد وايي: « که غواړی چې د پردیو له اشغالونو څخه د تل لپاره خلاص شی او که غواړی چې دا استقلال محفوظ وساتی، نو تر ټولو مهم څیز اتحاد دی.»

چارواکي وايي، خپلواکي یوازې د امنیت ټینګښت نه بلکې بېلا بېلو برخو کې ولس ته بنسټیزو خدمتونو د وړاندې کولو په مانا ده.

دوی وايي، د سیاسي خپلواکۍ ترڅنګ باید هڅه وشي چې هېواد په اقتصادي او نورو مهمو برخو کې هم خپلواکۍ ته  ورسېږي.

د کورنیو چارو وزیر، خلیفه سراج الدین حقاني وايي: « خپلواکي هغه مهال بشپړه کېدای شي چې یو هېواد امنیت ولري، خپل اقتصاد پیاوړی کړي، تولید زیات کړي، د خلکو اړتیاوې په خپله پوره کړي او له نورو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې ولري. د افغانستان د خلکو تر ټولو اساسي اړتیا امنیت دی او موږ باید داسې امنیت رامنځته کړو چې د هېواد هر وګړی د ډاډ احساس وکړي. امنیت یوازې د وسلو او امنیتي ځواکونو په زور نه ټینګېږي، بلکې اجتماعي عدالت، د ولس رضایت، د قانون حاکمیت، سالمه اداره، د ولس او نظام ترمنځ باور د تلپاتې امنیت لپاره مهم دي.»

د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي وايي: « دا موږ ته درس راکوي چې په ټولو برخو کې خپلواک و اوسو. په اقتصادي برخه کې د نورو له احتیاج خلاص وو، هم د ټکنالوژۍ په برخه کې پر خپلو پښو ودرېږو او هم په علمي برخه کې د نورو له حتیاج ځان خلاص کړو. موږ باید په دیني او عصري علومو کې خود کفا شو.»

سراج الدین حقاني وایي، حکومت نه باید خپل مزاج پرخلکو تحمیل کړي بلکې د خلکو ارادې  ته درناوی ولري او د دوي مشروع غوښتنې په نظر کې ونیسي.

د کورنیو چارو وزیر، خلیفه سراج الدین حقاني وايي: « افغانستان د بېلابېلو قومونو او ژبو ګډ کور دی، نو زموږ قوت په اختلاف کې نه بلکې په وحدت کې دی. موږ باید داسې افغانستان ولرو چې پښتانه، تاجیک، اوزبېک، هزاره او بل هر قوم ځان د دې وطن شریک وګڼي. موږ باید د خپل ولس ارادې ته احترام ولرو او یوازې خپل مزاج او نظر پر هغوی تحمیل نه کړو او مشروع غوښتنې یې ومنو.»

په ټوله کې باور دا دی چې افغانان باید په تېره یوه پیړۍ کې پرافغانستان د درېیو سترو قدرتونو له تېریو او بیا د هغوی له ماتو درس واخلي او هغه تېروتنې بیا ځل تکرار نه کړي چې د بل یرغل لپاره زمینه برابروي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist