Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شاهین: د ا.ا استازو له ګډون پرته ناستې پایله نه ورکوي

شاهین: د ا.ا استازو له ګډون پرته ناستې پایله نه ورکوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/05/03

د افغانستان په تړاو قطر پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو پر مشرۍ جوړې شوې نړیوالې ناستې ته د افغانستان استازي  نه دي وربلل شوي.

په قطر کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وايي، د افغان حکومت پلاوی له ګډون پرته هېڅ نړیواله ناسته پایله نه ورکوي او ستونزې نه شي حل کولی.

شاهین وايي، دا مهمه ده،چې د افغانستان بېلا بېلو مسایلو په تړاو یې نړیوال نظریات واوري او همداراز په افغانستان کې له عیني واقیعتونو خبر شي.

د شاهین په خبره،د قطر ناستې یوه نمیګړتیا همدا ده،چې اسلامي امارت استازي په کې حضور نه لري،خو بیا یې هم پایلې ته په تمه کیږي.

هغه زیاته کړې:« د افغانستان په هلکه هره نړیواله غونډه د اسلامي امارت د استازو له ګډون پرته مثبته پایله نه شي درلودلی. اړینه ده،چې د هرې موضوع په هلکه نړیوال زموږ نظر واوري او په افغانستان کې ځمکنیو واقیعتونو باندې پوه شي، د دې لپاره د اسلامي امارت پلاوي ګډون ضروري وو، د دوحې ناستې لویه  ستونزه داده،چې د اسلامي امارت پلاوی په کې شتون نه لري،د  غونډې په پایله کې به وګورو،چې د مسایلو حل لپاره په کې کوشش شوی او که یوازې هدف یې فشار اچول دي.»

 د سیاسي چارو  کارپوهان بیا وايي، د نړیوالو قوانینو پر اساس چې د کوم هېواد په تړاو بحث کیږي،باید د هغه هېواد استازي موجود وي او دلته ملګرو ملتونو ته لازمه وه،چې د افغانستان نظام استازي یې د قطر ناستې ته وربللي وی.

دوی وايي، نړۍ اوس دې پایلې ته رسیدلې،چې د افغانستان حکومت د ر سمیت پیژندنې پرته بله لار نه لري او دا لرې نه ده،چې افغانان به له اوسنۍ نړیوالې اقتصادي او سیاسي انزوا ووځي.

 د سیاسي چارو کارپوه مختار هاتف وايي:«  ملګرو ملتونو ته اړینه دا وه،چې د نړیوالو قوانینو تر سیوري لاندې،چې د افغانستان نظام استازی یې هلته غوښتلی وی. ډاډ دادی،چې امریکا ، ملګري ملتونه او روسان دې پایلې ته رسیدلي،چې ور ور د افغانستان نظام په رسمیت وپیژني،چې له دې سره به افغانستان له نړیوالې سیاسي او اقتصادي انزوا ووځي.»

د خلاصون لارې شورا مشر سید اکبر اغا بیا وايي، د قطر ناستې ته د کابل نه وربلل په دې مانا دي،چې  هرڅه یو  اړخیز روان دي او له دغسې کړنو هغه څه لاسته نه راځي،چې تمه یې کیږي .

د اکبر اغا په خبره، ملګرو ملتونو باید دغه ناسته د یو پراخ دید پر اساس جوړه کړې وی او د افغانستان استازی وربلل شوی وی.

هغه زیاته کړې:« دې کې هیڅ شک نشته دی،چې د قطر غونډې ته د افغانستان فعلي واکمنان نه دي غوښتل شوي،ډېره به کمزورې وي او ناسته به مثبتې پایلې ونه لري.»

د قطر په ناسته کې،چې د افغانستان په تړاو جوړه شوې او د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتیریش یې کوربه دی،د دغه سازمان غړو هېوادونو په کې ونډه اخېستې او د افغانستان په تړاو په کې د بندو دروازو ترشا بحثونه روان دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist