Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سوداګر: ګمرکونو کې دې د اور وژنې سیسټمونه فعال شي

سوداګر: ګمرکونو کې دې د اور وژنې سیسټمونه فعال شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/17

د هرات ګمرک کې د تېرې چهار شنبې ورځې له اورلګېدنې وروسته سوداګر په ګمرکونو کې د اوروژنې اړوند سیسټمونو له نه شتون شکایت کوي.

دوی وایي، د هرات ګمرک دننه وروستۍ اورلګېدنه کې د اور وژنې یا اطفایې سیسټم نه شتوالي له امله په سوداګریزو توکو بار څه باندې ۴۰ موټر په بشپړ ډول سوځېدلي او میلیونونه افغانۍ زیان یې اړولی دی.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مهمند وايي: «دولت ته مو وړاندیز دی، چې د پېښې څېړلو لپاره مشخص پلاوی وټاکي، ترڅو د هرات او بولدک په څېر پېښو څېړنه وکړي. خصوصي سکټور ته دا پوښتنه ده چې ولې د دغه شان پېښو مخنیوی نه کېږي او ولې په ګمرکونو کې د اور وژنې وسایل نه شته دي.»

همدارنګه د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال احمد سعید صدیقي هم د اور وژنې وسایلو نه شتون تاییدوي او وایي:« کله چې د سوداګرو مالونه د ګمرک په هنګرونو کې تخلیه شي، ګمرک مسوولیت لري چې دغه جنس طی مراحل کړي او بېرته یې سوداګر ته وسپاري. خو له بده مرغه د ځینو ستونزو او د اور وژنې وسایلو د نه شتون له امله درانه زیانونه اوښتي. که چېرې د اور وژنې په پيل کې وسایل وای، د اور د کنټرولو امکانات زیات وو.»

بل پلو، له یو شمېر سوداګرو سره اصلي پوښتنه دا ده، چې د درېیو ورځو له تېرېدو سره ولې لاهم د اور لګېدنې لامل نه دی روښانه شوی.

دوی له سرپرست حکومته غواړي، چې ژر تر ژره د اورلګېدنې لامل پیدا کړي اوله دوی سره یې معلومات شریک کړي.

دغه راز سوداګر له سرپرست حکومت هغو کسانو ته د تاوان ورکولو غوښتنه کوي، چې مالونه یې په ګمرک کې سوځېدلي دي.

سوداګر عبدالله وایي: « موږ دا وایو، چې د ګمرک مسوولین دې تعقیب شي او له دوی څخه دې د اور لګېدنې په تړاو پوښتنې وشي. څنګه کېدای شي چې د رخصتۍ په ورځ دې ګمرک اور واخلي او خلکو ته میلیونونه ډالر تاوان ورسېږي.»

چارواکي د هېواد په ګمرکونو کې د اور وژنې سیسټمونو نه شتون مني او زیاتوي، چې د یادو سیسټمونو د جوړولو لپاره به ګامونه پورته کړي.

ېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت سرپرست نورالدین ترابي وايي: « لومړی مو دا خپل وزارت ته مشوره ده، چې په دې اړه کوټلي ګامونه پورته او اړین تدابیر ونیسي؛ که چېرې ۱۰۰ زره افغانۍ مصرف کړو، د میلیونونه افغانیو تاوان مخه پرې نیولی شو.»

د هرات ګمرک مشر احمد حامد وايي، په وروستۍ اورلګېدنه کې زیات قیمتي توکي لکه غالۍ، بېټرۍ، د موټرو پرزې، ټوکران، د صنعتي کارخونو خام مواد او یو شمېر نور توکي سوځېدلي خو ټولیز ارزښت یې لا نه دی سنجول شوی.

حامد زیاتوي: « دا ټول قېمتي توکي او جنسونه وو، چې په کې موټر سایکلونه، بېټرۍ، پرزه جات، غالۍ، رختونه او نور ګرانه بیه توکي سوځېدلي دي.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د هرات په اسلام کلا بندر او دغه راز د کندهار د سپین بولدک په وېش بازار کې هم ورته اور لګېدنې رامنځ ته شوې او میلیونونه ډالر زیانونه یې واړول، خو نه یې لامل څرګند شو او نه یې په تړاو له چا پوښتنې وشوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي
اقتصاد

عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي

جون 22, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي
اقتصاد

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي
اقتصاد

د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي

جون 16, 2026
پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول
اقتصاد

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جون 11, 2026
بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي
اقتصاد

بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

جون 11, 2026
د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي
اقتصاد

د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي

جون 1, 2026

وروستي خبرونه

افغان او اروپايي ټولنې چارواکو پر دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې کړې

افغان او اروپايي ټولنې چارواکو پر دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې کړې

جون 25, 2026
کابل کې د او.آی.سي دفتر مشر د سعودي عربستان له سفیر سره کتلي

کابل کې د او.آی.سي دفتر مشر د سعودي عربستان له سفیر سره کتلي

جون 25, 2026
د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

جون 24, 2026
ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

جون 24, 2026
د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist