Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سوداګر د پاکستان بدیلو لارو د لوړو تعرفو له امله اندېښنه لري

سوداګر د پاکستان بدیلو لارو د لوړو تعرفو له امله اندېښنه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/17

وروسته له هغې چې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال تېره اوونۍ د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې له افغان سوداګرو وغوښتل چې له پاکستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه تر درېیو میاشتو راټوله کړې، دلته په مزار شریف کې د یادې پرېکړې هرکلی وشو.
بلخ کې افغان سوداګر بدیلې لارې مهمې ګڼي، خو زیاتوي چې بدیلې لارې يې لوړ لګښت لري او د تعرفو برخه کې دې ورسره حکومت همکاري وکړي.
سوداګر محمد افضل افضلي وايي: « بدیلې لارې ډېرې اوږدې دي او د ټرانزیټ بېه لوړه لوېږدي. موږ له اسلامي امارت غوښتنه کوو چې په ځای یې په ګمرکي تعرفو کې ټیټوالی راولي. دا مهال حیرتان بندر کې د اورګاډي له یوه واګن څخه ۸۰ تر ۹۰ زره افغانیو اخیستل کېږي، که دا معاف یا ټیټې شي، موږ به وکولی شو خلکو ته ارزانه توکي ورسوو.»

سوداګر محمد اسماعیل ملازاده وايي: « موږ د منځنۍ آسیا له هېوادونو او دغه راز ایران سره وصل یو. موږ کولی شو د چابهار بندر له لارې هند سره هم تجارت وکړو. زه تمه لرم چې په ډېر لږ وخت کې د اسلامي امارت په ملاتړ، وکولی شو د قېمتونو لوړېدو ستونزه جبران کړو.»

په ورته مهال، یو شمېر اقتصادي کارپوهان ایران، هند، تاجیکستان، ازبېکستان او منځنۍ آسیا سره اړیکې جوړول د بدیلو لارو برخه کې مهمې بولي، خو یو شمېر نور سوداګر وایي، که کورني تولیدات وده وکړي، په کور دننه به ګڼ ځوانان په کار او اقتصادي پرمختګ به رامنځته شي.

اقتصادي کارپوه سید محمود نوري وايي: « د بدیلو لارو په توګه ایران زموږ لپاره ښه انتخاب دی، ځکه چې موږ د اوبو له لارې نړۍ او هند سره نښلوي. همدارنګه د ورېښمو لاره ده چې موږ د ترکمنستان له لارې ترکیې او اروپا سره نښلوي. دا لاره د قېمتي ډبرو او وچو مېوو د انتقال لپاره ډېره اغېزناکه ده. همدارنګه منځنۍ اسیا ته د ننوتلو لپاره ازبېکستان ښه انتخاب دی او موږ کولی شو تر روسیې پورې ځان ورسوو.»

سوداګر محمد افضل افضلي وايي: « دا کومه پرېکړه چې چارواکو کړې، موږ د دې هرکلی کوو، خو ترڅنګ یې غواړو چې بدیلې لارې په واک کې راکړل شي. د ریاست الوزرا له اقتصادي معاونیت غواړو چې د کورنیو فابریکو لپاره د خامو موادو برابرولو لپاره موږ ته ځمکې ووېشي، ترڅو فابریکو ته جوار، سویابین، زغر، لمرګلی او نور چمتو کړو؛ ځکه په دې فابریکو کې زرګونه کسان کار کوي.»

چارواکي سوداګرو ته ډاډ ورکوي چې د بدیلو لارو په اړه له ځینو هېوادونو سره هوکړې نهايي شوې او په دې لټه کې دي چې د افغان سوداګرو او صنعت کارانو لپاره سهولتونه رامنځته شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د افغان او ازبېک چارواکو ترمنځ د هوایي دهلېز له لارې د صادراتو او وارداتو په اړه قرارداد هم لاسلیک شو چې له مخې یې د افغانستان لسګونه ټنه تازه مېوې او سبزیجات هغه هېواد ته صادر شول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist