Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سوداګر او موټر چلوونکي د غلام خان بندر له لارې په سوداګرۍ کې اسانتياوې غواړي

سوداګر او موټر چلوونکي د غلام خان بندر له لارې په سوداګرۍ کې اسانتياوې غواړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/02

له هغې وروسته چې پر ډيورنډ فرضي کرښه د سوداګرۍ يو شمېر لارې محدودې او يا هم وتړل شوې، سوداګر د پښتونخوا له لارې له پاکستان سره د سوداګرۍ په نیت، د خوست غلام خان بندر ته ورمات شول.

 خو اوس سوداګرو او موټر چلوونکي وايي، پر دې لار د کافي سوداګریزو اسانتیاوو نه شتون له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

سوداګر فیض محمد وايي: « ما په خپله لارۍ کې انګور بار کړي او۲۸۹ زره افغانۍ مې مصرف کړی. زه چې کله را ورسېدم ومې لیدل چې ۴۰۰ لارۍ له ما مخکې او نوبت ته ولاړې دي. هره ورځ یوازې ۱۰۰ موټر اوړي؛ ترهغو چې ما ته نوبت راځي، انګور مې خرابېږي.»

ورته مهال، یو شمېر نور سوداګر او موټر چلوونکي هم نیوکه کوي چې د لارې بندیدو او په ورځنۍ بڼه د کمو توکو انتقال د دې لامل شوی چې د تازه سبزیو او مېوو ډېره برخه خرابه شي او له امله یې دوی ته میلیونونه افغانۍ تاوان واوړي.

موټر چلوونکی محمد غني وايي:« د سهار له نهو د ورځې تر درېیو بجو موټر پرېږدي چې پاکستان ته واوړي. په دې موده کې ډېر لږ موټر اوښتلی شي. باید ټوله ورځ او د شپې له مخې هم تګ راتګ وشي.»

یو بل موټر چلوونکی سید احمد وايي: «اسلامي امارت باید اسانتیاوې برابرې کړي. باید له پاکستان سره خبرې وشي ترڅو د لاریو تګ راتګ چټک شي. »

اخوا ځایي چارواکي که څه هم په غلام خان بندر کې د عادي تجارت د دوام ډاډ ورکوي، خو ترڅنګ یې زیاتوي چې پر یاده لاره د لا ډېرو اسانتیاوو رامنځته کېدو په موخه، د دواړو حکومتونو ترمنځ خبرې روانې دي.

د خوست د اطلاعاتو او کلتور رییس شبیر احمد عثماني وايي: « لاره همدا اوس هم خلاصه ده او هېڅ ستونزه نه شته. البته د موټرو تعداد زیات دی او نه شي کېدای ټول په یوه ورځ تېر شي. هڅې روانې دي ترڅو دغه ستونزه هم ژر تر ژره هواره شي.»

غلام خان بندر د پښتونخوا له لارې له پاکستان سره د نورو سوداګریزو لارو په پرتله خورا لنډه لار بلل کېږي، خو دغه لاره ستونزې هم لري.

 کالونه کېږي سوداګر او د دې ولایت اوسېدونکي د رسمي ټرانزیټ او په کې د بشپړو سوداګریزو اسانتیاوو غوښتونکي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي
اقتصاد

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

جولای 1, 2026
کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې
اقتصاد

کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

جولای 1, 2026
عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي
اقتصاد

عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي

جون 22, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي
اقتصاد

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي
اقتصاد

د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي

جون 16, 2026
پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول
اقتصاد

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جون 11, 2026

وروستي خبرونه

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

جولای 1, 2026
د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

جولای 1, 2026
کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist