Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سوداګرې ښځې: لاسي صنایع په کورد ننه بازار نه لري

سوداګرې ښځې: لاسي صنایع په کورد ننه بازار نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/24

د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او بریا په نوم  جوړ نندارتون کې، چې د څلورو ورځو لپاره به په ۴۰۰ غرفو کې وطني توليدات او لاسي صنایع نندارې او بازار موندنې ته وړاندې کړي، ۱۵۰ غرفې ښځو ته ځانګړې شوې دي.

دغه نندارتون ته له پروان او بلخ ولایتونو راغلې سوداګرې او صنعت کارانې شکایت کوي، چې لاسي صنایع يې په کور دننه د خرڅلاو بازار نه لري او لامل یې دا دی، چې خلکو ته کافي عامه پوهاوی نه دی ورکړل شوی.

دوی له سرپرست حکومت او بهرنیو موسسو غوښتنه کوي، چې د لاسي صنایعو لپاره يې په بهر کې بازار موندنه وکړي.

سوداګره لیا راسخ وايي: « زموږ لاسي صنایع په بهر کې ډېر ارزښت لري،خو له دې امله ارزښت نه لري، چې په افغانستان کې د خپلو تولیداتو کارونې لپاره فرهنګ سازي نه ده شوې. دا ډول نندارتونونه مرسته کوي، چې خلک د خپلو تولیداتو کارونې ته وهڅېږي.»

سوداګره حدیثه نوري هم د کورني بازار له سوړوالی شکایت لري او وايي:« زه بلخ ولایت څخه راغلې یم او دا دی لاره هم راباندې بنده او کرایې لوړې شوې. نن دویمه ورځ ده، خو هېڅ مې نه دي پلورلي.»

همدې نندارتون کې د کابل او دایکنډي ولایتونو ګډونوالې وايي، دا ډول نندارتونونه کولی شي د ښځو په کاروبار مثبت اغېز ولري او لاسي صنایعو ته ښه بازار موندنه وکړي.

دوی غوښتنه کوي، چې سرپرست حکومت دې په کور دننه د دا ډول نندارتونونو تر څنګ بهرنیو هېوادونو کې هم افغان سوداګرو او صنعتکارو ښځو ته زمېنه برابره کړي، چې خپل تولیدات او لاسي صنایع د هغوی په نندارتونونو کې نندارې ته وړاندې کړي.

سوداګره انېلا وایي: « خلک باید زموږ غږ واوري او وویني چې ښځې څومره زحمت باسي او کار کوي. زه هڅه کوم د خپلو محصولاتو کچه او کیفیت لوړ کړم.»

بله خوا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، له نندارتون څخه موخه دا ده، چې خلک له داخلي تولیداتو سره وپېژني او ښه بازار موندنه ورته وشي.

دوی وايي، ټاکل شوې ډېر ژر په څلور هېوادونونو کې په نړیواله کچه نندارتونونه جوړ شي او په کې به افغان سوداګرو او صنعتکارو ښځو ته هم برخه ورکړل شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نړیوال تجارت رئیس محمد زبير دین پرور وايي: «موږ خپلې خوندې هېڅکله جلا نه دي ګڼلې. اسلامي امارت غواړي زموږ سوداګرې او صنعتکارې ښځې په ټولو نندارتونونو کې ونډه ولري. لکه څرنګه چې موږ په ازبېکستان، تورکمنستان، قزاقستان او چین کې ښځو ته د ګډون زمینه برابره کړې وه، نږدې راتلونکې کې به د ګاونډیو هېوادونو په جوړېدونکو نندارتونونو کې هم د ګډون زمینه ورته برابره کړو.»

دین پرور له خلکو غوښتنه کوي، چې له دې نندارتون څخه ليدنه وکړي او نور خلک دې ته وهڅوي ترڅو د هېواد د اقتصادي ودې لپاره له وطني تولیداتو ګټه واخلي.

د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او بریا په نوم دغه نندارتون د څلورو ورځو لپاره په پلازمېنه کابل کې جوړ شوی او ۴۰۰ غرفو کې افغاني تولیدات او لاسي صنایع نندارې ته اېښودل شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي
اقتصاد

عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي

جون 22, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي
اقتصاد

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي
اقتصاد

د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي

جون 16, 2026
پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول
اقتصاد

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جون 11, 2026
بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي
اقتصاد

بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

جون 11, 2026
د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي
اقتصاد

د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي

جون 1, 2026

وروستي خبرونه

افغان او اروپايي ټولنې چارواکو پر دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې کړې

افغان او اروپايي ټولنې چارواکو پر دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې کړې

جون 25, 2026
کابل کې د او.آی.سي دفتر مشر د سعودي عربستان له سفیر سره کتلي

کابل کې د او.آی.سي دفتر مشر د سعودي عربستان له سفیر سره کتلي

جون 25, 2026
د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

جون 24, 2026
ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

جون 24, 2026
د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist