Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سرپرست حکومت د سوداګرۍ لپاره د پاکستان د بدیل پيدا کولو هڅې پيل کړې

سرپرست حکومت د سوداګرۍ لپاره د پاکستان د بدیل پيدا کولو هڅې پيل کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/09

پاکستان د ستونزو ایجاد له امله له افغانستان سره تل د سوداګرۍ پر مخ د ستونزو  پر رامنځته کولو تورن دی او له همدې کبله ده، چې دمګرۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ ۸۵ سلنه ټرانزیټ پر ټپه ولاړ دی.

سرپرست حکومت د سوداګرۍ لپاره د پاکستان د بدیل پيدا کولو هڅې پيل کړې او په همدې موخه د صنعت او سوادګرۍ وزارت رهبرۍ په کچه ناسته هم ترسره شوې.

دغه ناسته کې د تعرفې کمېټې د غړو په شتون کې د سوداګرۍ د کچې د ودې او د سوداګرۍ لپاره د پاکستان پر ځای د مناسب بديل پيدا کولو په اړه بحث شوی.

د صنعت سوداګرۍ وزارت ویاند اخندازه عبداسلام جواد وايي: « د هېواد د سوداګرۍ لپاره د بدیلو لارو د پیدا کولو لپاره د تعرفي محترمې کمېټې غونډه جوړه شوه، په دې غونډه کې الحاج عزیزي په افغانستان کې د صنعت د ودې په پرخه کې د اسانتیاوو په برابرولو ټینګار وکړ او د هېواد د سوداګرۍ د پراختیا او صنعت ته ودې په اړه یې وویل، د افغانستان د سوداګرۍ لپاره د بدیلو لارو پیدا کول د ځېنو لارو او بندرونو تړل نه دي، بلکې موږ په دې هڅه کې یو چې خصوصي سکټور ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړو.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین که څه هم نوې ټرانزيټي لارې د پخوانيو هغو پرتله ډېر لګښته ګڼي خو زیاتوي، چې سربېره پر دې هم سوداګر لېوال دي څو له مرکزي اسیا هېوادونو او ترکیې سره د ایران له لارې راکړه ورکړه وکړي.

د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ مشر خانجان الکوزی وايي: « تاسې ګورئ چې له یوه کال راهیسې له پاکستان سره دا ستونزه رامنځته شوې خو له نېګه مرغه الحمد الله د افغانستان په مارکېټ کوم کمی نه دی راغلی، نه د موادو او نه بل څه کې، له بلې لارې موږ خپلې ستونزې هواروو چې هغه د مرکزي اسیا له لارې یا د ایران له لارې دي. زما په نظر زموږ ټرانزیټ د ایران له لارې، ایران د راپورونو له مخې درې چنده زیات شوی دی، هم له ترکیې د ایران له لارې زموږ کانټنرې راځي او هم د خلیج له لارې.»

د اقتصادي چارو کارپوهان د مسوولینو هڅې ستایي او د سوداګرۍ په برخه کې د افغانستان احتياج د ختمولو د ارزانې سوداګرۍ په موخه د بديلونو پر موندلو ټينګار کوي.

د اقتصادي چارو کارپوه محب الله شریف وايي: « د بدیلو لارو په لټه کې شو او بلاخره بدیلې لارې پیدا کړو؛ نو دا باید اسانه، ارزانه او لنډې وي او زموږ سوداګرو ته په کې اسانتیاوې وي، کله چې د سوداګرۍ وزارت د دغسې پرمختګ خبره کوي او دا ډېره مهمه ده چې زموږ سوداګر په دې ورزل شي چې باید بدیلې لارې وګوري، ان په داسې حالاتو کې چې لا لارې نه وي بندې شوې موږ باید د ارزانه او لنډو لارو په لټه کې اوسو.»

سوداګر نبي افغان وايي:« دا یو څه ګرانه ده او قیمته تمامېږي خو زموږ د سوداګرو د ستونزو هوارولو او دې ناخوالو ته د پای ټکي اېښودلو لپاره موږ بله لار نه درلوده.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مالوماتو له مخې، د تېرکال پرتله له  پاکستان سره په وارداتو کې ۵ سلنه او صادراتو کې ۴۵ سلنه کمښت راغلی، چې په پایله کې يې د یونیم میلیارد ډالرو په ارزښت واردات ۷۰۰ میليونو ته راښکته شوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist