Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
زابل کې مالدارۍ صنعت د ودې له امله د فارم لرونکو کاروبار ښه شوی

زابل کې مالدارۍ صنعت د ودې له امله د فارم لرونکو کاروبار ښه شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/24

په زابل کې د غواګانو ۱۷ فارمونه شتون لري، چې د رسمي شمېرو له مخي هره ورځ ۳۳۰۰ کیلو شېدې او په میاشت کې شاوخوا ۱۰۰ زره کیلو شېدې تولیدوي.

د زابل کرنې او مالدارۍ ریاست مشر مولوي عطاالله راشد وایې، د غوګاانو دا ډول فارمونه ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دي.

راشد زیاتوي: « په اوسط ډول په ورځ کې له دې ۱۷ فارمونو څخه موږ ۳۳۰۰ کیلو د شېدو محصولات لرو چې په میاشت کې نږدې ۱۰۰ زره کیلو ته رسېږي او همدلته په زابل کې د دې د پلور لبنیات شته چې نږدې ۱۱ عدده د لبنیاتو مرکزونه لرو او همدلته ترې خلک ګټه اخلي.»

ورته مهال فارم لرونکي وایې، که څه هم دولت او اړونده مرستندویه بنسټونو تر اوسه هېڅ ډول همکاري نه ده ورسره کړې؛ خو بیا یې هم په کاروبار کې ۶۰ سلنه لوړوالی راغلی.

فارم لرونکی سردار محمد وايي: « مالدارۍ ښه پرمختګ کړی او نږدې اووه کاله کېږي زه خپله په همدې فارمونو کې کار کوم، خپل فارم لرم او ښه پرمختګ یې کړی.»

یو بل فارم لرونکی حاجی احمدشاه وايي: « ما له یوې او دوو غواګانو پیل وکړ او اوس ماشاءالله فارم لرم، په همدې کاروبار کې اخته یم، شېدې تولیدوو او پلورو یې.»

 فارم لرونکی ابراهیم وايي: « موږ له ایراني غواګانو سره علاقه لرو او نورې داسې غواګانې غواړو چې دلته یې موږ نسل ونیسو او په دې برخه کې دې موسسې له موږ سره مرسته او همکاري وکړي.»

زابل کې لبنیات لرونکي هټیوال هم خوښ دي چې د بهرنیو لبنياتي توکو پرځای خپل ولایت کې دننه له فارمونو څخه لبنیاتو ته په لوړ کیفیت او ټیټ قیمت لاس رسی لري.

لبنیات پلورونکی اختر محمد وايي: « الحمدالله کاروبار مو ښه دی ښه فعاله دی. مخکې بازار ته رقم‌ رقم مستې، تروې او شیدې راتلې اوس الحمدالله دلته فارمونه لرو، سېسټم ښه فعاله او ښه تولیدات لرو.»

یو بل لبنیات پلورونکی محمد قاسم وايي: « فارم لرونکي موږ ته شېدې، مستې، کوچ، پنېر… ټول په ارزانه بیه راکوي، مخکې ټولې پوډري مستې او شېدې وې اوس خپل ښه تولیدات لرو.»

سوېلي زون کې کندهار او هلمند هم له هغو ولایتونو څخه شمېرل کېږي چې دې وروستو کې په کې د غواګانو فارمونه مخ په ډیرېدو دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې
اقتصاد

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

مې 6, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist