Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
روسیې پانګه والو افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

روسیې پانګه والو افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/18

د ریاست‌ الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له روسیي پانګوالو سره کتنه کې ډاډ ورکړی چې افغانستان د طبيعي سرچينو له پلوه بډایه هېواد دی او د کورنيو پانګوالو ترڅنګ بهرني پانګوال هم کولی شي په افغانستان کې پانګونه وکړي.

برادر په دې لیدنه کې له روسي پانګوالو سره د اقتصاد، روغتیا او کرنې سکټور کې د روسي پانګوالو پر پانګونې، په يادو سکټورونو کې د شته فرصتونو او پر ګډې همکارۍ خبرې کړې دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په دې اړه وايي: « د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په خپلو خبرو کې وویل، افغانستان دا مهال په مختلفو سکټورونو کې د پانګونې لپاره غوره فرصتونه لري، کورني او بهرني پانګوال کولی شي په یادو برخو کې پانګونه وکړي. ملا برادر زیاته کړه، افغانستان د طبیعي سرچینو له پلوه یو بډایه هېواد دی او د پانګونې لپاره ښه فرصتونه لري.»

له دې سره، روسیي پانګوالو هم د افغانستان په بېلابېلو سکټورونو او په ځانګړي ډول په صنعت، ټرانسپورټ، رېل پټلۍ، روغتیا او کرنې کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په دې اړه وايي: « د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په خبره، دوی تل له بهرنیو او کورنیو پانګوالو غوښتي چې افغانستان ته راشي او په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي. ورپسې روسي پانګوالو په افغانستان کې په بېلابېلو او په ځانګړي ډول صنعت، ټرانسپورټ، رېل پټلۍ، روغتیا او کرنې سکټورونو کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده او وویل، دوی غواړي په دې برخه کې پانګونه وکړي او له اسلامي امارت سره خپلې تجربې شریکې کړي.»

د اقتصادي چارو کارپوهان په کور دننه او بهر افغانستان ته د پانګونې جلبولو په اړه ناستې مهمې بولي او زياتوي، د پانګونې جلبولو له لارې د بې روزګارۍ او بېوزلۍ لوړ شوی ګراف ټيټېدای شي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالجبار ساپی وايي: « همدا لیدنې، ملاقاتونه او کنفرانسونه دي چې متقابل لوری یا بهرني پانګه وال په افغانستان کې پانګونې ته هڅوي، ملاتړ یې کېږي او خوندیتوب ګوري او چمتو کېږي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.»

 د اقتصادي چارو کارپوه یونس ځدراڼ وايي: « په افغانستان کې د نړۍ له نورو هېوادونو سره اقتصادي قراردادونه، راکړې ورکړې او همدارنګه په افغانستان کې د نورو هېوادونو له خوا د کارخونو جوړول خلکو ته د کار زمینه برابروي او په دې سره زموږ په هېواد کې فقر له منځه ځي.»

په دې وروستیو کې یو شمېر بهر مېشتو افغان پانګوالو هم زړه ښه کړی چې خپلې پانګې افغانستان ته را نتقال کړي؛ خو غوښتنې یې دا دي چې سرپرست حکومت دې افغان پانګوالو ته د پانګونې د زمینې پراخولو ترڅنګ، شته خنډونه هم له منځه یوسي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول
اقتصاد

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جون 11, 2026
بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي
اقتصاد

بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

جون 11, 2026
د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي
اقتصاد

د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي

جون 1, 2026
اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي
اقتصاد

اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي

مې 19, 2026
اورچوک: د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۲.۶ سلنه ډېره شوې
اقتصاد

اورچوک: د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۲.۶ سلنه ډېره شوې

مې 19, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي
اقتصاد

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

جون 16, 2026
د مالګې له نا معیاري استخراج شکایتونه: د تخار خلک وايي ځمکې او حاصلات یې زیانمن شوي

د مالګې له نا معیاري استخراج شکایتونه: د تخار خلک وايي ځمکې او حاصلات یې زیانمن شوي

جون 15, 2026
د تاجیکستان بهرنیو چارو وزارت : د منځنۍ اسیا ثبات په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره تړاو لري

د تاجیکستان بهرنیو چارو وزارت : د منځنۍ اسیا ثبات په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره تړاو لري

جون 14, 2026
پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جون 11, 2026
بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

جون 11, 2026
خلیلزاد: پاکستان غواړي له پخوانیو افغان چارواکو تبلیغاتي ګټه واخلي

خلیلزاد: پر ملکي وګړو بریدونه د افغانستان او پاکستان ستونزه نه شي هوارولی

جون 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist