Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کرنې وزارت د مشارکت او مضاربت صندوق پرانیست

د کرنې وزارت د مشارکت او مضاربت صندوق پرانیست

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/02

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د یکشنبې پر ورځ د (۱۴۰۳ کال د وږي پر ۱۱ مه) په هېواد کې د کرنې او مالدارۍ سکټور د ودې په موخه د کرنې پرمختیا صندوق پرانیست.

چارواکي وايي، د اسلامي مالي محصولاتو په رڼا کې به د مشارکت او مضاربت له لارې د بزګرانو، مالدارو او کوچنیو صنعتکارو لاسنیوی وشي، څو دغه سکټورونه پر پښو ودرېږي.

دوی د کرنې پراختیايي صندوق د اسلامي مالي محصولاتو (مشارکت او مضاربت) ترعنوان لاندې جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، هڅه کېږي، چې په هېواد کې د کرنې او مالدارۍ سکټور د مشارکت او مضاربت له لارې پر پښو ودرول شي.

د کرنیزې پرمختیا صندوق د عامل پلاوي رییس عبدالغفور غفاري وايي: « دا چې د کرنیزې پرمختیا صندوق اوس د مشارکت او مضاربت محصول تایید شوی او عملي کېدو ته یې ژمن دی، نو ټول خصوصي شرکتونه، هغه صنعت کاران چې د کرنیزو توکو په پروسېس، بسته بندۍ او ساتنه کې او هغه سوداګر چې د کرنیزو توکو او مالدارۍ محصولاتو په صادراتو کې مصروف وي او په دې برخه کې هغه امکانات چې موږ یې په لاس کې لرو، کولی شي د کرنیزې پرمختیا صندوق له مرکزي او ولایتي څانګو سره اړیکه ونیسي او خپل د مشارکت او مضاربت جوړ کړی پلان زموږ له همکارانو سره شریک کړي. وروسته له غور او کره کتنې که مناسب وګڼل شي، په ګډه به له ټولو زیربط ادارو سره په همغږۍ لازم اجراأت ترسره کړي.»

غفاري وايي، هر بزګر او مالدار ته به د مشارکت او مضاربت له لارې په یو کال کې له ۱۰ زرو تر ۱۰۰ زره افغانيو مالي مرسته ورکړل شي.

د هغه په خبره، د کرنې او مالدارۍ وزارت ۷.۵ میلیارده افغانۍ د مشارکت او مضاربت په رڼا کې د‎ هېواد کرنې او مالدارۍ سکټور د ودې په موخه ځانګړې کړې دي.

غفاري زیاتوي: «په دې اړه ډېرې سروې ګانې ترسره شوې دي، د مشارکت موضوع زموږ لپاره ډېره مهمه ده، دا چې روسیې، د ختیځې اروپا هېوادونو، ترکیې او نورو هېوادونو د خپل خصوصي سکټور په مرسته په زېربنايي برخو کې زیات پرمختګ کړی. په دې کې شک نه شته او تجربو ثابته کړې چې کله خصوصي سکټور وړتیا، تخصص او پانګه ولري او په شفافه توګه د قواینو او مقرراتو په رڼا کې د دولتي سکټور پر مشرۍ سره په زیربنايي پروژو کې پانګونه وکړي، د هېواد د آبادۍ لپاره پانګه مدیریت او عموي وړتیا څو ځله زیاتېږي. د دولتي عامه سکټور او خصوصي سکټور ګډ کار په افغانستان کې ډېر مهم دی، ځکه چې موږ د پانګې له کمښت سره مخ یو او د مدیریت په پروژو کې د خطرونو د وېش او اغېزمنتوب په ټولو ساحو کې ستونزې لرو.»

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت شمېرې ښيې، چې په هېواد کې نږدې ۸۰سلنه وګړي د کرنې او مالدارۍ په سکټور کې پر کار بوخت دي.

د وزارت په خبر، هڅه کېږي، چې یاد سکټور په عصري وسایلو سمبال او خلکو ته لا ډېر کاري فرصتونه برابر شي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو په تېر کې د مشارکت او مضاربت اصول د شریعت له مخې په سود ولاړ وګڼل، خو وايي، دوی په تېرو درېیو کالو کې هڅه وکړه، چې مشارکت او مضاربت له شرعي اصولو سره سم کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي
اقتصاد

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

جولای 1, 2026
کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې
اقتصاد

کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

جولای 1, 2026
عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي
اقتصاد

عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي

جون 22, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي
اقتصاد

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي
اقتصاد

د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي

جون 16, 2026
پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول
اقتصاد

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جون 11, 2026

وروستي خبرونه

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

جولای 1, 2026
د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist