Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کانونو او پټرولیم وزارت: په ۷ ولایتونو کې د سرو زرو ستر کانونه موندل شوي

د کانونو او پټرولیم وزارت: په ۷ ولایتونو کې د سرو زرو ستر کانونه موندل شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/29

افغانستان د سرو زرو د کانونو د پام وړ زېرمې لري او په قانوني ډول یې استخراج د افغانستان په اقتصادي وده کې مهم رول لوبولی شي.

د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۴ زېږدیز کال تر لومړیو درېیو میاشتو پورې، د افغانستان د سرو زرو زېرمې ۲۱.۸۷ ټنه اټکل شوې دي.

مسوولین وايي، د اسلامي امارت له واک ته رسېدو راهیسې په معیاري ډول د سرو زرو د استخراج لپاره ډېرې هڅې شوې.

د کانونو او پټروليم وزارت ویاند همایون افغان وايي، تر اوسه د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د سرو زرو ۱۰۰ کانونه تثبیت شوې چې ډېرى يې په بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، بادغيس، کندهار، غزني او نورو ولايتونو کې دي.

افغان په دې اړه وايي: « د کانونو او پټرولیم وزارت تر اوسه د تخار ولایت سمتي ساحه په لوی مقیاس سره په قرارداد ورکړې ده. د دې ساحې مساحت ۱۲ کیلومټره مربع دی چې تېر کال یې له یوې چینايي کمپنۍ سره د پنځو کالو لپاره قرارداد وشو. دغه کمپنۍ به دلته شاخوا ۳۵۰ میلیونه امریکايي ډالره پانګونه کوي. په دې قرارداد کې د اسلامي امارت ونډه ۵۶ سلنه ده، پاتې نور د هغه چینايي شرکت ده چې له ځان سره افغان شریکان هم لري. همدارنګه بغلان ولایت کې هم په لوی مقیاس د سرو زرو د استخراج قرارداد له یوه افغان شرکت سره شوی.»

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند د خپلسرو او غیر معیاري کان کېندنو د مخنیوي ډاډ ورکوي او وايي، د افغانستان ډېری کانونه د استخراج لپاره په قرارداد ورکړل شوې او هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې په خپل سر یې استخراج کړي.

افغان زیاتوي: « پخوا تر ډېره  دغه کار په غیر مسلکي او خپلسرې بڼه کېده، خو په دې ورستیو کې د کانونو او پټرولیم وزارت په بشپړه توګه د خپلسریو مخه ونیوه. وزارت د تخنیکي پلاوي په ملتیا ساحې ته یو باصلاحیته پلاوی ولېږه او د سرو زرو ساحې یې سکېچ بندي او سروې کړې او خلکو ته یې جوازونه ووېشل. اوس مهال په بدخشان او تخار کې زرګونه کسان په قانوني توګه د سرو زرو ایستلو کارونه کوي.»

په ورته وخت کې، د اقتصادي چارو کارپوهان د کانونو او په ځانګړي ډول د سرو زرو په برخه کې د پانګونې زیاتېدل د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهم بولي او ټینګار کوي چې د قاچاق د مخنیوي لپاره باید دې برخې ته ځانګړې پاملرنه وشي.

د اقتصادي چارو کارپوه نورالله عزیز وايي: « پر کانونو پانګونه او په ځانګړې توګه د سرو زرو په برخه کې پانګونه یو ښه خبر دی او کولی شي په اوږدمهاله توګه د افغانستان پر اقتصاد خپل اغېز ولري. په داخلي قراردادونو یا هم بهرنیو قراردادونو کې ډېره مهمه ده چې تخنیکي ټکي او هغه څه چې د قرارداد په مسلکي توب باندې ډېر تمرکز لري، په پام کې ونیول شي. د استخراج په برخه کې باید واضېح پلانونه او مسوولیتونه توزیع شي.»

د قتصادي چارو کارپوه عبدالجبار ساپی وايي: « د دې لپاره دوه برخې ډېرې مهمې دي، له افغانستانه د طلا د قاچاق مخه باید ونیول شي، یو مکانېزم ورته جوړ شي او د ګمرکونو له خوا نورو هېوادونو ته صادره شي. همدارنګه د هغو شرکتونو نظارت وشي چې دغه کانونه استخراجوي. د استخراج اندازه یې باید روښانه وي او د حکومت حق ورکړل شي.» 

له سرو زرو سربېره افغانستان په پراخه کچه کاني زیرمې لري او کولی شي د هېواد اقتصاد پیاوړی کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د کانونو او پټرولیم وزارت د تخار ولایت چاه آب ولسوالۍ د سرو زرو پر یوه کان د یوه چینايي شرکت له خوا د څه باندې۳۵۰ میلیون ډالره پانګونې خبر ورکړ.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي
اقتصاد

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
د افغانستان او اوزبېکستان خصوصي سکټور ترمنځ ۱۰ هوکړه لیکونه لاسلیک شول
اقتصاد

د افغانستان او اوزبېکستان خصوصي سکټور ترمنځ ۱۰ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

مې 12, 2026
په لومړي ځل له هراته عراق ته د افغانستان جوړې جامې صادرې شوې
اقتصاد

په لومړي ځل له هراته عراق ته د افغانستان جوړې جامې صادرې شوې

مې 11, 2026
کانونو وزارت کندز کې د سرو زور استخراج تړون لاسلیک کړ
اقتصاد

کانونو وزارت کندز کې د سرو زور استخراج تړون لاسلیک کړ

مې 11, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې
اقتصاد

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

مې 6, 2026

وروستي خبرونه

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist