Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستان مرکزي بانک: افغانستان ته د پاکستان صادرات زیات شوي

د پاکستان مرکزي بانک: افغانستان ته د پاکستان صادرات زیات شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/15

د پاکستان چاپ « ده نېشن» ورځپاڼې د دې هېواد مرکزي بانک د مالوماتو پر بنسټ راپور ورکړی چې د ۲۰۲۴ مالي کال په وروستيو او د ۲۰۲۵ هغه په لومړيو څو میاشتو کې، افغانستان ته د پاکستان صادرات د پخوا پرتله زیات شوي دي.

په راپور کې راغلي، د ۲۰۲۴ زېږدیز کال له جولای د ۲۰۲۵ کال تر فبرورۍ پورې افغانستان ته د پاکستان د صادراتو ټول ارزښت ۵۹۲ میلیونه ډالر اټکل شوی و چې د وړم کال د همدې مودې پرتله څه باندې ۸۴ سلنه زیاتوالی ښيي.

د پاکستان مرکزي بانک د ۲۰۲۳ کال وروستیو او ۲۰۲۴ کال لومړیو څو میاشتو کې افغانستان ته د شويو صادارتو ارزښت ۳۲۱ ميليونه ډالره ياد کړی دی.

د پاکستان مرکزي بانک په خپل راپور کې زیاته کړې: « پاکستان له خپلو ګاونډيو هېوادونو سریلانکا، هند، نيپال او مالدیف سره خپله سوداګري زیاته کړې ده. خو له چین سره د پاکستان سوداګري د ۱۰.۵۴ سلنې کموالي سره مخ ده او له ۱.۸۹۵ میليارد ډالرو څخه ۱.۶۹۵ میليارد ډالرو ته ټيټه شوې ده. افغانستان ته د صادراتو کچه ۵۹۲.۸۴۰ ميليونو ډالرو ته رسېدلې چې تېر کال دغه اندازه ۳۲۱.۷۵۴ ميليونه ډالر وه.»

د پاکستان مرکزي بانک د راپور له مخې، د پاکستان صادرات ګاونډيو او د سیمې یو شمېر هېوادونو ته په وروستیو اتو میاشتو کې ۶.۶۴ سلنه زيات شوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وايي، په ۱۴۰۳ لمریز کال د پاکستان او افغانستان ترمنځ ۲.۳۴۴ میليارد ډالرو په ارزښت  سوداګري شوې.

د دوی په خبره، تېر کال پاکستان ته د ۷۴۴ میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات او ترې د ۱.۶ میليارد ډالرو په ارزښت واردات شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: « د افغانستان اسلامي امارت او د پاکستان اسلامي جمهوریت د ۱۴۰۳ کال په اوږدو کې ټولټال ۲ میلیارده ۳۴۴ میلیونو ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه لرله چې له ډلې یې ۷۴۴ میلیونه ډالره صادرات او له ۱ میلیارد ۶۰۰ میلیونو ډالرو زیات یې واردات وو. پاکستان ته د افغانستان په سترو صادراتي توکو کې د ډبرو سکاره، پیاز، پنبه، رومي بانجان او انار شامل دي. همدارنګه د پاکستان له خوا په وارداتو کې تر ډېره تولیدي او مصرفي مواد لکه وریجې، درمل، سمنټ، بوره، د کتان منسوجات او تازه مېوې شامل دي.»

له بلې خوا، د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي وايي، افغانستان اوس مهال د سوداګرۍ لپاره بدیلې لارې لري او له پاکستان د صادراتو او وارداتو کموالی به د هېواد اقتصادي ثبات ونه ګواښي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وايي: « دا مهال د ایران له اسلامي جمهوریت او د مرکزي آسیا له هېوادونو او په  ځانګړې توګه ازبېکستان سره د افغانستان سوداګري ډېره پراخه شوې ده. له بده مرغه باید ووایم چې پاکستانیانو افغان سوداګرو ته د سهولتونو ایجادولو په برخه کې همکاري ونه کړه او له همدې امله افغان سوداګر هڅه کوي چې له نورو هېوادونو سره سوداګري وکړي او د افغانستان د اړتیا وړ توکي وارد او د افغانستان توکي صادر کړي. زما په اند، له پاکستان سره سوداګري له جدي ستونزو سره مخ ده او د هر کال په تېرېدو سره یې کچه ټیټېږي. افغانستان اوس د پاکستان لارو ته اړتیا نه لري، بلکې ګڼې بدیلې لارې په واک کې لري چې کولی شي خپل توکي ترې وارد او صادر کړي.»

په ورته مهال، ځينو نورو پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې پاکستان به د ترینګلي اقتصادي وضعیت ترڅنګ د امریکا له لوري د دې هېواد په سوداګریزو توکو د تعرفو وضع کېدو له امله هر کال څه باندې ۲ میلیارد ډالرو زیان هم تجربه کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي
اقتصاد

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي
اقتصاد

د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي

جون 16, 2026
پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول
اقتصاد

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جون 11, 2026
بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي
اقتصاد

بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

جون 11, 2026
د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي
اقتصاد

د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي

جون 1, 2026
اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي
اقتصاد

اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي

مې 19, 2026

وروستي خبرونه

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist