Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي

د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/28

د هلمند ټولګټو چارو ریاست مسوولان وايي، د هلمند – هرات او هلمند- کندهار لویې لارې د دویم لین سړک د نښلولو لپاره د پخواني پله پر ځای د نوي پل جوړولو چارې یې پيل کړې دي چې شاوخوا ۲۷۰ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي.

د هلمند ټولګټو چارو ریاست د کار او ساختمان آمر ګل احمد ویاړ وايي: « د ګرېشک ولسوالۍ په ساحه کې پر هلمند سیند د ۲۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو پل جوړېږي چې چارې به یې په دوه نیمو کالو کې بشپړې شي. دا پل ۳۳۷ متره اوږدوالی او ۱۲ متره سور لري.»

په ورته مهال، د دې پروژې پلي کوونکی شرکت وايي ، دا پل به د نړیوالو معیارونو له مخې د دوه نیمو کلونو په موده کې جوړ کړي  چې په تخمیني توګه یې د استقامت موده له ۷۰ تر۱۰۰ کلونو اټکلېږي.

د پروژې انجینر سید آغا وايي: « دا پل د هلمند – کندهار لویې لارې پرمخ پروت دی. دا پل به دوه لینه وي او د درنو بار لېږدونکو موټرو لپاره ډیزاین شوی دی. دغه پل به له ۷۰ تر ۱۰۰ کالو پورې عمر ولري.»

بله خوا، د سیمې اوسېدونکي او د باروړونکو موټرو چلوونکي بیا  پر اوسني   پله د موټرو زیاته ګڼه ګوڼه  د لارې د تړل کېدو لامل بولي او وايي، پر دې تخریب شوي  پله د مسافرو او موټر چلوونکو ازدحام، ګڼې ستونزې رامنځته کړي  چې د نوي پله له جوړېدو سره به تر ډېره پورې ې حل شي.

موټر چلوونکی عبدالرحمن وايي: « کله چې دا زوړ پل بند شي، موږ له یو تر دوه ساعتونو پورې ځنډیږو. دلته ډېرو کسانو سره ناروغان او حتا مړي وي، خو د پله د تړل کېدو له امله سخت حالت سره مخ وي. اوس چې دویم پل جوړېږي، موږ ډېر ورته خوشاله یو.»

د ګرېشک اوسېدونکی عصمت الله وايي: « دویم پل د ولس لپاره لوی خدمت دی، ځکه دلته خلک او موټر چلوونکي له ستونزو سره مخ دي.»

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ هم د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې د ۹۰ میلیونه  افغانیو په لګښت د یوه بل پله د جوړېدو چارې پیل شوې وې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي
اقتصاد

هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي

جولای 28, 2026
ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی
اقتصاد

ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی

جولای 28, 2026
بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ

جولای 23, 2026
افغانستان بانک: روان کال شاوخوا ۲.۵ میلیارده زاړه بانک نوټونه سوځول شوي
اقتصاد

افغانستان بانک: روان کال شاوخوا ۲.۵ میلیارده زاړه بانک نوټونه سوځول شوي

جولای 20, 2026
د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده
اقتصاد

د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

جولای 16, 2026
افغانستان تېر کال د ۱۴۱ میلیون ډالرو په ارزښت تازه مېوه صادره کړې
اقتصاد

افغانستان تېر کال د ۱۴۱ میلیون ډالرو په ارزښت تازه مېوه صادره کړې

جولای 15, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي

هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي

جولای 28, 2026
د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي

د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي

جولای 28, 2026
د پاکستان پوځي رژیم یوځل بیا د افغانستان هوايي حریم نقض او عام وګړي بمبار کړل

د بشري حقونو سازمان: د پاکستان بریدونو کې نږدې ۱۲۰۰ افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې

جولای 28, 2026
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نندارتون کې ځوانان له عصري ټکنالوژۍ سره پېژني

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نندارتون کې ځوانان له عصري ټکنالوژۍ سره پېژني

جولای 28, 2026
اوچا تېرکال له ۲.۸ میلیونو افغانانو سره مرستې کړې

ملګري ملتونه: د بودیجې کمښت له امله افغانستان کې د تغذیې پروګرام له خطر سره مخ دی

جولای 28, 2026
د پاکستان اټومي وسلو د ناخوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي

د پاکستان اټومي وسلو د ناخوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي

جولای 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist