Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د هرات – کندهار اوسپنې پټلۍ غځولو پروژې د سروې او ډیزاین چارې پیل شوې

د هرات – کندهار اوسپنې پټلۍ غځولو پروژې د سروې او ډیزاین چارې پیل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/17

د ۷۳۷ کیلومټرو په اوږودوالي د هرات او کندهار ولایتونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو د سروې او تفصیلي ډیزاین چارې د يکشنبې پر ورځ (د سلواغې ۲۸ مه) رسما ً پيل شوې.

چارواکي وايي، په دې پروژه شاوخوا ۲۶۴ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.

دوی زیاتوي، د امنیت له ټینګښت سره د هرات – کندهار ترمنځ د اورګاډي پټلۍ پروژې پلي کېدلو ته زمينه برابره شوې او په بشپړېدو سره به يې د افغانستان له لارې د توکو لېږد رالېږد اسانه شي او په دې توګه به افغانستان هم په سيمه کې له ټرانزيټي پلوه د پيوستون په مرکز بدل شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: « اوس به اسلامي امارت ګامونه اخلي چې دغه تقاطع بېرته وصل کړي. دا پرېکون چې د ایران، ترکمنستان، ازبېکستان، تاجیکستان او دېخوا پاکستان او کراچۍ له بندر سره له وصل قطع و، دا به بېرته وصل شي. د دې اساسي ګټې به دا وي چې افغانستان به د یوه ټرانزیټي هېواد په شکل، د دې ترڅنګ چې سړک لري جنوبي او مرکزي آسیا یې سره نښلولي، اوس به یو بل آفشن هم زموږ لاس ته راشي او د اوسپنې پټلۍ له لارې به هم دغه هېوادونه له یوبل سره وصل کړو.»

چارواکي دغه پروژه په انتقالاتو کې د چټکتيا او د لګښت سپمولو لپاره ډېره مهمه بولي او زياتوي چې دا پروژه به نږدې ټول افغانستان په نسبي توګه اقتصادي ودې ته ورسوي.

د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ معین اسحاق صاحبزاده وايي: « دغه پروژه نه یوازې په سوداګریزه، ټرانزیټي، اقتصادي او صادراتي برخه کې سیمې سره نښلوي، بلکې له سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو سره د غوره او حسنه دوه اړخیزو اړیکو ساتلو لپاره اغېزمن فرصت ګڼل کېږي او ترڅنګ یې په کور دننه د بشري قوې په کار اچولو، د عوایدو زیاتولو او اقتصادي ثبات ته د هېواد رسولو کې مهم رول لوبوي.»

د خصوصي شرکت استازی جلات خان ابراهیمي وايي: « موږ به دغه پروژه د ټولګټو وزارت له خوا د راکړل شویو مشخصاتو او د نظارت کوونکو ټیمونو تر نظارت لاندې، د نړیوالو ستندردونو په پام کې نیولو سره بشپړه او ګټه اخیستنې ته وسپارو.»

سوداګر هم د دې پروژې سروې او ډيزاين چارو پيل کېدو له امله خوښ دي او هيله ‌مندي ښيي چې د اورګاډي د دې کرښې له جوړېدو سره به سوداګري هم وده وکړي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر صدیق مومند وايي: « د افغانستان یو متر ځمکه او هر جنس چې قېمت شوی، لامل یې د قوشتېپې کانال، رېل ګاډي پټلیو او بندونو په څېر سترې پروژې دي او ورسره به افغانستان ورځ تر بلې پر پښو ودرېږي.»

د کندهار یو تن سوداګر حاجي عبدالاحد وايي: « د رېل ګاډي دغه پروژه به موږ او زموږ تولیدات تر نړۍ ورسوي او موږ به له نړیوالو بازارونو سره وصل کړي. دا یو حقیقت دی چې موږ د رېل ګاډي نه لرلو له امله د نړۍ په وروسته پاتې هېوادونو کې شمېرل کېږو.»

د دې پروژې د پيل کېدو په مراسمو کې چارواکو په نږدي راتلونکي کې د افغان ټرانس پروژې د عملي چارې د پيل کولو خبر هم ورکړ او وویل، د رېل ګاډي د دې پروژو په وسيله به پاکستان د افغانستان له لارې له ترکمنستان او ازبېکستان سره وصل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې

جولای 30, 2026
هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي
اقتصاد

هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي

جولای 28, 2026
د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي
اقتصاد

د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي

جولای 28, 2026
ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی
اقتصاد

ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی

جولای 28, 2026
بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ

جولای 23, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist