Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د هرات په صنعت کې د ښځمنو ونډه: د ښځو یو کارځای هره ورځ ۲۰۰ څراغونه تولیدوي

د هرات په صنعت کې د ښځمنو ونډه: د ښځو یو کارځای هره ورځ ۲۰۰ څراغونه تولیدوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/12

هرات کې د برېښنايي څراغونو(ګروپونه) د تولید کوچنۍ کارخونه د یوې مېرمنې په نوښت او هڅو جوړه شوې او د پنځوس زره افغانیو په لومړنۍ پانګونه یې خپل فعالیت پیل کړی.

په دې کارځای کې د مېرمنو په لاس د څراغونو جوړولو کار پيل شوې، هغه کار چې په پیل کې ساده او محدود و، خو د وخت په تېرېدو سره یې د پام وړ پرمختګ کړی.

که څه هم د دې کارځای بنسټ له لږو امکاناتو سره اېښودل شوی، خو د پرله ‌پسې هڅو حوصلې او ښه مدیریت له برکته، اوس د څراغونو جوړولو دا کاروبار دومره غوړېدلی چې شاوخوا له ۶۰ زیاتې نجونې په کې په کار بوختې دي.

پانګواله لیلا جامي وايي: « ما په خپلو هغو پیسو چې د خیاطۍ او غالۍ اوبدلو له لارې مې پيدا کړې وې، دلته مې پانګونه وکړه او دا دی اوس یو کال کېږي چې په خپل کارځای کې کار کوم. دلته کار کوونکو نجونو ته ۶میاشتې وړیا روزنه ورکول کېږي او کله چې کار زده کړي، بیا ورته معاش ورکوم. هره ورځ له سل تر یوسل شلو پورې څراغونه جوړوو او بیا یې بازار ته وړاندې کوو.»

په دې کار ځای کې په ورځني ډول ۱۵۰ تر ۲۰۰ بېلابېل ډول څراغونه جوړېږي او بازار ته وړاندې کېږي.

د چارواکو په خبره، د دې کارځای موخه یوازې سوداګریزه ګټه نه بلکې مېرمنو ته د کار، زده ‌کړې او ځان ‌بساينې زمینه برابرول هم ده. د دوی په وینا، دا ډول نوښتونه کولی شي د ټولنې په اقتصادي پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي او مېرمنې له اقتصادي پلوه پیاوړې کړي.

د څراغ جوړولو کارځای ښوونکې فرزانه محمدي وايي: « زموږ د تولیدي څراغونو بازار ښه ګرم دی؛ ځکه چې دا څراغونه لږ برېښنا مصرفوي او ښایسته ډیزاینونه لري. همدارنګه ښه روښنايي لري او له ماورا بنفش وړانګو خوندي دي.»

دلته په کار بوختې نجونې نه یوازې د کار له لارې عاید ترلاسه کوي بلکې د لامپونو د جوړولو مسلکي زده‌کړه هم ترلاسه کوي، ترڅو په راتلونکي کې وکولی شي پر خپلو پښو ودریږي او خپلو موخو ته ورسېږي.

د هرات اوسېدونکې شریفه محمدي وايي: « یو کال کېږي چې دلته کار کوم او ډېره خوشاله یم چې د دې ټیم غړې یم.»

د هرات اوسېدونکې آلینا توخي وايي: « دا ډول کارځایونه باید ډېر شي، ځکه ښځې هم کولی شي د نرانو په څېر هر ډول کار ترسره کړي.»

د هرات اوسېدونکې الهام محمدي وايي: « په پيل کې مې له دې کار سره لېوالتیا نه وه، خو اوس راضي یم؛ ځکه کولی شي له ځان او کورنۍ سره مرسته وکړم.»

بله خوا، لوېدیځ زون کې د مېرمنو سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولان وایي، په پام کې ده هرات کې ښځو ته د کارموندنې او د هغوی اقتصادي ودې په موخه د مېرمنو اړوند سل کارځایونه هغوی ته د کسبونو زده کړې زمینه برابره کړې.

لوېدیځ زون کې د مېرمنو سوداګرۍ او صنایعو خونې رییسه بهناز سلجوقي وايي: « موږ چمتو یو چې دوی ته وړیا روزنه ورکړو. که د دوی مالي ملاتړ وشي او ښه امکانات په واک کې ورکړل شي، دوی کولی شي نور ډېر کارکوونکي هم جذب کړي. اسلامي امارت او دغه راز بهرني بنسټونه باید دغه شان امکانات د دوی په واک کې ورکړي.»

لوېدیځ زون کې د مېرمنو سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولانو د معلوماتو له مخې، په دې زون کې شاوخوا ۱۱۰۰ ښځې د صنعت او سوداګرۍ برخو کې فعالیت لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist