Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د نوي کابل ښار لومړي فاز کې د استوګنیزو کورونو جوړولو چارې پيل شوې

د نوي کابل ښار لومړي فاز کې د استوګنیزو کورونو جوړولو چارې پيل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/11

د نوي کابل ښار د پروژې په لومړي فاز کې د ۲.۶ پارسل برخه کې چې شاوخوا ۱۵سوه جرېبه ځمکه کېږي، د استوګن ځایونو جوړونې چارې پیل شوې.

 چاوراکي وايي، دغه چارې به په ټولو نړیوالو معیارونو برابرې وي.

د دې پروژې ټولیز لګښت ۷۰۰ میلیونه ډالره اټکل شوی چې په دوو جلا برخو کې به تطبیق شي.

چارواکي زیاتوي، د دې پروژې په لومړۍ برخه کې به ۲۳ زره وګړو لپاره څه باندې څلور زره کورونه او همدا راز په بلې برخې کې به یې ۱۰ زره وګړو لپاره نږدې دوه زره کورونه جوړ شي.

د ګولډن سیټي شرکت مسوول فواد ساپی په دې اړه وايي: « د دې ملي پروژې په پلي کېدو سره به سلګونه کسانو لپاره شغلي فرصتونه برابر شي. دغه کار به نه یوازې د خلکو په ژوند کې ښه والی راولي بلکې د افغانستان د اقتصادي ودې لامل به هم شي. دغه پروژه چې ارزښت یې له ۷۰۰ میلیونو ډالرو لوړ دی، د اسلامي امارت، خصوصي سکټور او زحمت کشو کارګرانو ترمنځ د کډ کار او همکاریو پایله ده.»

د کور او ښار جوړونې وزارت چارواکي وايي، د نوي کابل ښار د ځمکو استملاک چارې په ښه توګه روانې دي او د یوه ځانګړي مکانیزم له لارې د دغو ځمکو ټولې حقوقي ستونزې هوارې شوې دي.

د کور او ښار جوړونې وزارت سرپرست حمدالله نعماني وايي: « موږ هڅه وکړه چې په دوو کالو کې داسې مکانېزم جوړ کړو چې ټولو حقوقي مسایلو ته ځواب ویونکی وي. زه خلکو ته اعلان کوم، که دلته په نوي کابل کې یوه لوېشت هم لري، ماته دې راشي زه دا زمینه ورته برابروم چې یا خپله کار په کې وکړي او یا د بل پانګواله په وسیله کار وکړي او په راتلونکي کې هېڅ ډول حقوقي ستونزه هم ونه لري. دېته به اړتیا پيدا نه شي چې څوک حوزې یا کوم بل ځای ته عریضه وکړي.»

د کور او ښار جوړونې وزارت مالي او اداري معین محمد ارسلا خروټی وايي: «د خلکو د دغو ځمکو د تصفیې لپاره دولتي کمیسیون په دې کار کوي چې ټولې ستونزې هوارې او د خلکو ځمکې استملاک کړي. دغه کار تر اوسه په ښه توګه روان دی.»

په ورته  وخت کې، د ریاست الوزراء اداري مرستیال  عبدالسلام حنفي وايي، د نوي کابل ښار د پروژې په بشپړېدو سره به افغانستان د سیمې پر کچه په ستر سوداګریز مرکز بدل شي او اقتصاد به یې پرمختګ وکړي.

حنفي زیاتوي: «د کابل نوي ښار پروژه یوه لویه ملي پروژه ده چې پلي کېدل به یې زموږ په ځورېدلې ټولنه کې ستر اقتصادي او ټولنیز تحول راولي. دغه پروژه به د سیمې په یوه تجارتي مرکز د افغانستان له بدلولو سره مرسته وکړي. په دې پروه کې په ټولو سکټورنو او په ځانګړې توګه انرژۍ، اوبو، سړکونو، کرنې او نورو برخو کې د پراخو فعالیتونو درلودونکې ده.»

اخوا د بهرنیو تچارو وزارت سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزی بیا له بهر مېشتو افغان پانګوالو غوښتنه کوي چې د خپل هېواد په بیا روغونه کې ونډه واخلي او خپلې پانګې افغانستان ته انتقال کړي.

ستانکزی په دې اړه وايي: « نورو ملکونو ته تمه مه کوئ چې له هغه ځایه پیسې راشي او افغانستان پرې آباد شي. زه په خپلو هغو افغانانو باندې غږ کوم چې په خارج کې پانګې لري، دا په دوی فرض دی او وظیفه یې ده چې خپلې پانګې افغانستان ته راوړي او دلته پانګونه وکړي. که هرڅوک په دې وخت کې په نورو ملکونو کې پانګونه کوي او هغه ملکونه آبادوي، دا به له دې خاورې سره لویه جفا وي.»

د کابل نوی ښار به په ۳۰ کالو کې پر۷۴۰ کیلومټره مربع ځمکې جوړ شي. دغه ښار به د درې میلیونه وګړو د استوګنې ظرفیت ولري او له اوسني کابل ښار به یو نیم برابر لوی وي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي
اقتصاد

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي
اقتصاد

د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي

جون 16, 2026
پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول
اقتصاد

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جون 11, 2026
بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي
اقتصاد

بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

جون 11, 2026
د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي
اقتصاد

د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي

جون 1, 2026
اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي
اقتصاد

اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي

مې 19, 2026

وروستي خبرونه

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist