Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د عاصم منیر پر سفر د بندیز لګولو طرحه د امریکا کانګرېس ته وړاندې شوه

د عاصم منیر پر سفر د بندیز لګولو طرحه د امریکا کانګرېس ته وړاندې شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/27

د امریکا په کانګرېس کې قانون جوړونکو استازو جو وېلسن او جیمي پانیتا هغه مسوده چمتو کړې چې په کې د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر د بشري حقونو پر نقض تورن شوی دی.

په دې مسوده کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته وړاندیز شوی، که پاکستان د بشري حقونو وضعیت ته جدي پام ونه کړي، تر۱۸۰ ورځو یا شپږ میاشتو دې د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر هم د نړیوالو سفرونو د بندیر په لېست کې شامل شي.

دغه لایحه چې «د پاکستان ډيموکراسۍ عمل» په نوم د مسودې په توګه ترتیب شوې، د کتنې او بحث لپاره د کانګرېس بهرنیو چارو او قضا کمېټې ته استول شوې ده.

د امريکا د کانګرېس غړي جو وېلسن ویلي: « خوښ یم چې د پاکستان ډیموکراسۍ د عمل مسوده معرفي کوم. د دې مسودې له مخې به پر هغو کسانو بندیز ولګول شي چې په پاکستان کې د ډیموکراسۍ د کمزوري کولو هڅه کوي.»

د ۲۰۲۴ زېږدیز کال په جون میاشت کې د امریکا په کانګرېس کې ورته یوه پرېکړه وړاندې شوه چې په کې د امریکا له پخواني ولسمشر جوبایډن وغوښتل شول ترڅو د بشري حقونو د رعایت لپاره پر اسلام‌اباد فشار راوړي.

پاکستاني رسنیو په امریکا کې د پاکستان سفارت د سرچینو له قوله راپور ورکړی چې اسلام اباد به پر عاصم منیر د سفر بندیز د مخنیوي لپاره واشنګټن سره خبرې وکړي.

سرچینې زیاته کړې، له زندان د عمران خان د آزادولو لپاره د تحریک انصاف ګوند پلویانو په امریکا کې د واشنګټن د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره جدي هڅې پیل کړې او تر ډېره  بریالي شوي هم دي.

خو د سیاسي چارو کارپوهان وايي، د پاکستان پوځ د خپلو اهدافو لپاره نه یوازې تر حاکمیت لاندې سیمو کې بشري حقونو نقض کړي، بلکې د حکومت اپوزیسيون او یو شمېر چارواکي يې هم د نامالومو لاملونو له امله شکنجه کړي دي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « د پاکستان د وضعیت خرابېدل دوه دلایل لري، یو یې کورنی دی چې ظلم او ستم، زیاتی او بې عدالتي او د پنجابیانو له خوا له نورو قومونو سره تبعیضي چلن دی چې په سر کې یې نظامیان او آی اېس آی دی. دویم هم د غربي نړۍ هڅې دي چې غواړي په پاکستان کې د چین د پانګونې مخه ونیسي. اوس د دې وضعیت د راټوولو او د غربي نړۍ د اقدام لپاره هسې یوه پلمه جوړوي چې ګوندې دا ټول مشکلات عاصم منیر جوړ کړي او په دې توګه یې غواړي له قدرت لرې کړي، ترڅو حالات کنټرول کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی اخترمحمد راسخ وايي: « تاسو ته بهتره مالومه ده چې د پاکستان استخباراتي او نظامي جنرالانو په دې سیمه کې د نا امنیو جوړولو او د خپلو جیبونو او بانکونو ډکولو لپاره، تر مختلفو شعارونو او بیرغونو لاندې ډلې جوړې کړې او د هغوی له لارې یې میلیاردونه ډالر ترلاسه کړل. اوس امریکا د دې پروژې د تړلو لپاره ژمنه کړې او غواړي د پاکستان پر نظامیانو بندیزونه ولګوي.»

د تحریک انصاف ګوند بنسټ اېښودونکی او د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان له توشه ‌خانې د دولتي سوغاتونو په ناقانونه توګه د پلور په قضیه کې بندی شوی چې تېر کال په وروستۍ محکمه کې ورته د ۱۴ کاله بند سزا واورل شوه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist