Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د صنعت او سوداګرۍ وزارت: له ايران سره د سوداګرۍ کچه زياته شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت: له ايران سره د سوداګرۍ کچه زياته شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/23

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، روان لمریز کال د تېر کال پرتله ایران ته د افغانستان په صادراتو او دغه راز له ایران څخه هېواد ته په وارداتو کې زیاتوالی راغلی.

دوی زیاتوي، په تېرو اوو میاشتو کې ایران ته د۳۰  ميليونو ډالرو په ارزښت توکی صادر شوي او برعکس په همدې موده کې له ایرانه د يو مېليارد ډالرو په ارزښت واردات شوي.

 د دوی په خبره، سږ کال د دې ترڅنګ چې ايران ته د افغانستان صادرات زيات شوي، ترڅنګ یې له دې هېواد د وارداتو اندازه هم زياته شوې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: « د ایران له اسلامي جمهوریت سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه د ۱۴۰۳ کال په لومړیو ۷ میاشتو کې ۱ میلیارد او ۸۲۷ میلیونه ډالره وه چې له دې ډلې ۳۰ میلیونه ډالره صادرات او ۱ میلیارده ۷۹۷ میلیونه ډالره واردات دي. په لویو صادراتي توکو کې معدني ډبرې، ممیز، د سربو خښتې، د څښاکو مختلف ډولونه او د کنجدو دانې شامل دي او په وارداتو کې هم ډیزل، پټرول، د فابریکو خام مواد، اوبلن ګاز او سمنټ شامل دي.»

له دې سره ایراني چارواکو ویلي، روان کال ایران يوازې د دوغارون بندر له لارې افغانستان ته د ۱۶۷ میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات کړي.

د دې بندر مدير ایراني رسنیو ته ويلي، د دوغارون بندر له لارې د ۱۶۷ ميلیونه ۷۱۳ زره ډالرو په ارزښت افغانستان ته صادرات شوي چې په خبره یې دا شمېرې د تېر کال پرتله افغانستان ته د ایران په صادراتو کې د شاوخوا ۵۰ سلنې زیاتوالي څرګندونه کوي.

دې ته په کتو، د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، سرپرست حکومت دې د اقتصادي بحران د مخنيوي لپاره د ایران تر څنګ له نورو هېوادونو سره هم سوداګري پراخه کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه نورالله عزیز وايي: « په هره اندازه چې دا اړیکې پياوړتیا پیدا کوي، کولی شي چې د نورو بدیلونو یا هم له نورو هېوادونو سره د اړیکو د پياوړتیا په برخه کې فرصتونه آماده کړي. د ایران توکي د افغانستان په داخل کې ښه بازار لري او ترڅنګ یې کولی شي چې افغان تجاران د ایران له لارې خپل توکي نورو هېوادونو ته انتقال کړي. د ټرانزیټ قیمت هم د افغانستان په تجارت باندې اغېز کولی شي.»  

ځېنې نور بیا وايي، سرپرست حکومت ته په کار ده چې د بېروزګارۍ کمولو لپاره دې له هېوادونو سره اقتصادې اړیکې پیاوړې کړي.

د اقتصادي چارو  کارپوه محمد یونس ځدراڼ وايي: « د کار په برخه کې زموږ افغانان چې په غیر قانوني توګه ایران ته ځي او هلته کار کوي، هغوی ته خپل امتیازونه او اجوره په خپل وخت نه ورکول کېږي یا بیخي ورکول کېږي نه، له کاري اصولو سره سم ورسره چلن نه کېږي. نو که چېرې دولت داسې یو مکانیزم د خپلو کارګرانو لپاره جوړ کړي چې هغوی ایران ته د کار لپاره په رسمي توګه ولاړ شي او د دولت له خوا معرفي شي، دا به ښه کار شوی وي.»

په ټوله کې  د شنونکو غوښتنې دا دي چې سرپرست حکومت دې په کور دننه د بې روزګارۍ کچې کمولو لپاره په لویو او وړو پروژو کار پیل کړي، ترڅو بهر ته په قاچاقي او سختو لارو د ځوانانو د تګ مخه ونیول شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي
اقتصاد

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي
اقتصاد

د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي

جون 16, 2026
پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول
اقتصاد

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جون 11, 2026
بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي
اقتصاد

بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

جون 11, 2026
د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي
اقتصاد

د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي

جون 1, 2026
اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي
اقتصاد

اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي

مې 19, 2026

وروستي خبرونه

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist