Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د صنعت او سوداګرۍ وزارت: روان کال نږدې۳۰۰ زره ټنه تازه مېوه صادره شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت: روان کال نږدې۳۰۰ زره ټنه تازه مېوه صادره شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/03

د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۱۱ میاشتو کې شاوخوا ۳۰۰ زره ټنه تازه مېوه بهرنیو هېوادونو ته صادره شوې ده.

د دې وزارت چارواکي وایي، په روان لمریز کې ۱۲ هېوادونو ته د څه باندې ۱۴۳ میلیونو امریکایي ډالرو په ارزښت تازه مېوه صادره شوې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد وايي، په ۲۹۶ زره ټنه صادر شوې مېوه کې مڼې، خټکي، هندواڼې او نورې تازه میوې شاملې دي.

جواد زیاتوي: « د ۱۴۰۳ کال په تېرو ۱۱ میاشتو کې پاکستان، هند، عربي متحده اماراتو، چین، انګلستان، هالنډ، امریکا، فرانسې، اسټرالیا، عراق، سعودي عربستان او کاناډا هېوادونو ته د افغانستان تازه مېوې صادرې شوې دي. د دغو مېوو وزن ۲۹۶ زره ټنه او مجموعي ارزښت یې شاوخوا ۱۴۳ میلیونه ۱۱۰ زره امریکايي ډالره دی. په دغو تازه مېوو کې مڼې، انار، انګور، تازه انځر، زردآلو، ګیلاس، توت، خټکي، شاه توت، هندواڼې او نورې مېوې شاملې دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د تازه مېوو او سبزیجاتو ځینې سوداګر شکایت کوي چې دوی نه شي کولی له پاکستان پرته نورو هېوادونو ته تازه مېوه او سبزیجات صادر کړي.

یو شمېر سوداګر بیا وایي، اسلامي امارت باید له هغو هېوادونو سره بیا بیا خبرې وکړي چې د افغاني صادراتو پر وړاندې خنډونه جوړوي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصير رشتيا وايي: « تاسو پوهېږئ چې افغانستان یو کرنیز او مالداره هېواد دی او د افغانستان تر ټولو ستر صادراتي توکي هم کرنیز توکي دي. زه فکر کوم هرڅومره چې زموږ صادرات ډېر شي، موږ کولی شو په همدې کچه د کرنې په سکټور کې پانګونه جذب کړو، د کار زمینه برابره کړو او دغه راز وکولی شو د خلکو او کروندګرو په ژوند کې بدلون راولو.»

ځينې نور بیا وايي، له ځينو مشخصو هېوادونو سره د سياسي ستونزو له امله سوداګري زيانمنېږي.

 د دوی په خبره، د دې زيان د جبران لپاره اړتيا ده چې د چابهار بندر په څېر پر بديلو ټرانزيټي لارو تمرکز زيات شي.

سوداګر ميرویس حاجي‌ زاده وايي: « ځینې ستونزې رامنځته کېږي، لکه د تورخم لارې بندېدل یا نورې ستونزې چې د افغانستان د ترکاریو، تازه مېوې او په ټوله کې د سوداګرۍ پر وړاندې جوړېږي. که دا ستونزې جوړې نه شي، زه باور لرم چې د افغانستان کرنه به ډېره وده وکړي، ځکه چې نړۍ کې ډېر ښه بازار لري. د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره هندوستان او پاکستان ښه مارکېټونه دي. خو له بده مرغه د ځینو سیاستونو له امله لارې تړل کېږي او له امله یې نه یوازې سوداګر بلکې کروندګر هم له زیانونو سره مخ کېږي.»

د یادولو ده چې په تېر کې د مالیې وزارت ویلي و چې له هېواده بهر یې د تازه مېوې او سبزیجاتو د صادرولو لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې کړې چې له همدې کبله پاکستان، هندوستان او چین ته د تازه مېوو او دغه راز پاکستان، تاجیکستان او قزاقستان ته د سبزیجاتو صادرات ډېر شوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې

جولای 30, 2026
هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي
اقتصاد

هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي

جولای 28, 2026
د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي
اقتصاد

د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي

جولای 28, 2026
ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی
اقتصاد

ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی

جولای 28, 2026
بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ

جولای 23, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist