Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د صنعت او سوداګرۍ وزارت: روان کال د افغانستان صادرات ۱۰ سلنه کم شوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت: روان کال د افغانستان صادرات ۱۰ سلنه کم شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/10

د صنعت او سوداګرۍ وزارت تازه موندنې ښيي چې د تېر کال پرتله بهرنیو هېوادونو ته د افغانستان په صادراتو کې د پام وړ کموالی راغلی.

دې وزارت د تېر کال له لومړيو ۵ مياشتو سره د روان کال د لومړيو ۵ مياشتو صادرات پرتله کړي او په پايله کې جوته شوې چې روان کال بهر ته د صادراتو کچه ۱۰ سلنه کمه شوې.

د دغه وزارت مسوولین وایي، د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د سوداګرۍ کچه ۴.۶ میليارد امریکايي ډالره وه چې له ډلې يې ۵۰۹ میلیونه ډالره صادرات او د ۴.۰۹۱ مېليارده  ډالرو په ارزښت واردات شوي؛ په داسې حال کې د تېر کال په همدې موده کې د صادراتو کچه ۵۶۸ ميليونه ډالره او د وارداتو کچه ۳.۲۱۱ میليارد ډالره وه.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: « افغانستان د روان ۱۴۰۳ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې شاوخوا ۴ میلیارده ۶۰۰ میلیونه ډالره سوداګري لرله چې له منځه یې ۵۰۹ میلیونه ډالره صادرات او شاوخوا ۴ میلیارده ۹۱ میلیونه ډالره واردات تشکیلوي. دا په داسې حال کې ده چې د ۱۴۰۲ لمریز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د هېواد صادرات ۵۶۸ میلیونه ډالره او واردات شاوخوا ۳ میلیارده ۲۱۱ میلیون ډالره وو چې د تېر کال په پرتله په صادراتو کې ۱۰ سلنه کموالی ښيي. د دې کموالي دلیل د پاکستان له خوا د دواړو هېوادونو ترمنځ پر هوکړه لیکونو عمل نه کول دی.»

جواد بهر ته د صادراتو اندازې د کموالي لوی لامل، پر سوداګريزو تړونونو د پاکستان نه درېدل ګڼلي خو وايي، له دې سره روان کال افغانستان د ګاونډيانو په ګډون د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونو ته صادرات درلودل.

جواد زیاتوي: «د افغانستان تر ټولو ډېر صادرات پاکستان، هند، متحده عربي اماراتو، قزاقستان، ازبېکستان، ایران، ترکیې، چین، قرغیزستان، د امریکا متحده ایالاتو، سعودي عربستان، اسپانیا، هالنډ، روسیې، جرمني، بلجیم، انګلستان، کاناډا او ځینو نورو هېوادونو ته شوي. پنبه، انجه او د انجې دانې، د ډبرو سکاره، ممیز، غیر الکولي څښاک، زعفران، قیمتي ډبرې، سرب، د میوې اوبه، بادام، پياز، طبي بوټي، توره ځیزه او وچ انځیر تر ټولو ډېر صادر شوي دي.»

کاروپوهان وایي، تر هغې چې افغانستان په صادراتي هېواد نه وي بدل شوی، اقتصاد يې پر پښو نه شي درېدلی.

د دوی په خبره، سرپرست حکومت باید ستونزې جوړونکو هېوادونو ته د صاداراتو پرځای، د خپلو کورنيو محصلاتو لپاره د پلور بديل مارکېټونه پيدا کړي.

د افغان صنعتکارانو ټولنې ریيس عبدالجبار ساپی وايي: « که وغواړو چې د صادراتو کچه لوړه کړو او د تولیداتو په لور لاړ شو، باید د تولید لپاره اړین امتیازونه او امکانات په واک کې ورکړو او په ډېرو برخو کې د پانګونې لپاره منظم پلانونه جوړ کړو ترڅو په څلور پنځو کالو کې تر ۳۰ سلنو د وارداتو مخه ونیسو.»

د اقتصادي چارو شنوونکی نبي افغان وايي: « حکومت باید د تخصصي برخو او په ځانګړې توګه د صادراتو او وارداتو ترمنځ د بیلانس جوړېدو لپاره له سکټوري وزارتونو سره ناستې ولري او داسې مکانیزم او تګلاره جوړه کړي چې له مخې یې وکولی شو راتلونکو څو کالو کې په تخصصي توګه مخکې لاړ شو. دا کارونه له ګاونډیانو سره په لیدنو او غونډو نه کېږي.»

پاکستان یو له هغو هېوادونو دی چې تل یې د افغانستان تازه میوو او سبزیجاتو د حاصلاتو رسېدو پرمهال د تورخم او سپین بولدک لارې تړلې دي او په دې توګه يې افغان سوداګرو ته ميليونونه ډالر زيان رسولی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي
اقتصاد

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي
اقتصاد

د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي

جون 16, 2026
پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول
اقتصاد

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جون 11, 2026
بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي
اقتصاد

بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

جون 11, 2026
د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي
اقتصاد

د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي

جون 1, 2026
اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي
اقتصاد

اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي

مې 19, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist