Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د صنعت او سوداګرۍ وزارت: آذربایجان کې د افغاني تولیداتو نندارتون جوړېږي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت: آذربایجان کې د افغاني تولیداتو نندارتون جوړېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/23

د صنايعو او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، د دې وزارت سرپرست په افغانستان کې د آذربايجان له سفير سره کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي او سوداګریزو مسایلو خبرې کړې. 

د دغه وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي، په دې کتنه کې دواړو لورو خپلې ژمنې بیا تازه کړې او د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ د لیدنو پر زیاتوالي یې ټینګار وکړ.

جواد دغه راز وايي، په دې کتنه کې د وارداتو او صادراتو پر زیاتوالي خبرې وشوې او دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصاد پر ودې او په آذربایجان کې د افغاني محصولاتو د نندارتونونو پر جوړېدو هم هوکړه وشوه.

جواد په دې اړه وايي:« د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم نورالدین عزیزي په افغانستان کې د آزربایجان جمهوریت له سفیر محترم الهام محمدوف سره لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د دواړو هېوادو د چارواکو ترمنځ د شویو ژمنو د عملي کولو، د دواړو هېوادو ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې د زیاتوالي، په آذربایجان او افغانستان کې د دواړو هېوادو د تولیداتو او محصولاتو د نندارتونونو جوړولو، په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو په اړه له آذربایجاني پانګوالو او سوداګرو سره د مالوماتو شریکولو او د لاجورد لارې د فعاله ساتلو په اړه خبرې وشوې. د لیدنې په پای کې د دواړو هېوادو ترمنځ د راکړې ورکړې حجم د زیاتوالي او اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه د صادراتي توکو د لېست پر شریکولو، په آذربایجان جمهوریت کې د افغانستان د تولیداتو او محصولاتو د نندارتون پر جوړولو او د لا زیاتې همغږۍ او اړیکو په موخه د څلور کسیز ټیم پر معرفي کولو هوکړه وشوه.»

د اقتصادي چارو کارپوهان د افغانستان او آذربایجان ترمنځ د اقتصادي اړیکو ټینګښت او پراختیا د دواړو هېوادونو د اقتصادي ودې لپاره مهم ګڼي او زیاتوي، له دې سره به افغانستان وکولی شي خپل تولیدات نړیوالو او اروپايي بازارونو ته صادر کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رښتیا وايي: « د هغو نندارتونونو له امله چې د منځنۍ آسیا په هېوادونو کې جوړ شول، د افغانستان له داخلي شرکتونو سره لسګونه قراردادونه لاسلیک شول. موږ کولی شو په افغانستان کې تولید شوي توکي د مرکزي آسیا هېوادونو ته صادر کړو. که چېرې موږ وکولی شو له آزربایجان هېواد سره ښې اقتصادي اړیکې ولرو، بېله شکه کولی شو د دوی له لارې د اروپا له بازارونو سره وصل شو؛ په ځانګړې توګه هغه نندارتون چې ټاکل شوې په آزربایجان هېواد کې جوړ شي، خپله د دې زمینه برابروي چې د منځنۍ اسیا هېوادونه او نور د افغانستان له تولید کړیو توکو سره وپېژني او په دغو هېوادونو کې ښه بازار ترلاسه کړو.»

ځینې نور بیا د افغانستان او آذربایجان ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا یو مثبت ګام بولي او زیاتوي، له نورو هېوادونو سره د سوداګرۍ پراختیا او د بهرنۍ پانګونې له جذب سره به د افغانستان اقتصاد وده وکړي او خلکو ته به د کار زمینه هم برابره شي.

د اقتصادي چارو کارپوه نور الله عزیز وايي: « دا چې په دې وروستیو کې له آزربایجان سره په اقتصادي برخه کې یا هم د اقتصادي فرصتونو په ترلاسه کولو کې بحثونه روان دي او په هغو امکاناتو خبرې کېږي چې کولی شي د افغانستان پر اقتصاد او تجارت مثبت اغېز ولري، دا کار د افغانستان پر ګټه دی. که دا تجارتي وي یا د سوداګریزو خونو په برخه کې وي، که د راکړه ورکړې په برخه کې وي یا هم په آزربایجان کې د افغان تولیداتو لپاره د بازار موندنې په اړه، ټول د افغانستان او آزربایجان پر تجارتي اړیکو مثبت اغېز لري.» 

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، آذربایجان یو له هغو هېوادونو دی چې له افغانستان سره نسبتاً ښې اقتصادي او سیاسي اړیکې لري او تل یې د سرپرست حکومت استازو ته په سیمه ییزو او نړیوالو غونډو کې بلنه ورکړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist