Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کندهار اوسېدونکي د خوراکي او غیر خوراکي توکو بیو له لوړوالي شکایت کوي

د خوست اوسېدونکي د بې کیفیته خوراکي توکو د پلور پر مخنیوي ټېنګار کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/20

په خوست ولایت کې د ښاروالۍ ریاست لخوا نږدې پنځه تڼه هغه تاریخ تېره او بې کیفیته خوارکي توکې، چې د تېرې یوې میاشتې پرمهال په یاده برخه کې د ګډ کمېسیون په هڅو نیول شوي او له منځه یوړل شول.

ځایي مسوولین وایي، هڅه کوي، څو د هغو درملو او خوارکي توکو مخنیوي په تړاو خپل ګامونه لاپراخ کړي، چې انساني روغتیا ته مضر تمامېږي.

د عامې روغتیا ریاست د چاپیریالي روغتیا مدیر ډاکټر عارف تڼی وايي:« انشاء الله په راتلونکې کې د دې لپاره ډېر زیات کارونه روان دي، دا به کنټرول کېږي. همدا اوس هم زموږ یو کمېسیون چې ۱۳ ارګانونه په کې موجود دي، په دې باندې کار کوي. انشا الله دا کارونه په راتلونکې کې منظم شي.»  

د خوست ښاروالۍ د مارکیټونوتنظیم استازی محمد رحیم وايي:« د ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم ریاست له خوا په ښار  کې اجرات ترسره شوي، چې په پایله کې یې ۴.۵ ټنه تاریخ تېر توکي نېول شوي دي، د ګډ پلاوي په لارښوونه وسوځول شول.»

 په ورته مهال د خوست اوسېدونکي له اړونده ادارو غواړي، چې د خوارکي توکو او درملو د کیفیت په برخه کې خپل فعالیتونه لا چټک او پراخ کړي، څو په دې تړاو د دغه ولایت د اوسېدونکو اندېښنې پای ته ورسېږي.

دوی زیاتوي، لا هم په یاده برخه کې جدي اندېښنې شته او پکار ده، چې د هواري لپاره یې جدي ګامونه واخیستل شي.

د خوست یو تن اوسېدونکی عابد وايي:« د درملو په برخه کې باید ډېر کار وشي، ځکه عام خلکو سرو کار له درملو سره ډېر دی. په عادي ډول له روغتونونو، مارکیټونو او ډاکټرانو درمل اخلي. ښاروالۍ دا په کار ده چې دوی خپل قوي ټيم ولري.»

د خوست یو بل اوسېدونکی اصف وايي:« خوراکي توکي، کوم چې زموږ هېوادوال یې اخلي، خوري یې، له دې باید ښاروالۍ او د عامې روغتیا ریاست باید له دې جدي پاملرنه وکړي. د خوست ښاریانو غوښتنه دا ده، چې دا هټۍ وګوري، د کومو توکو کیفیت چې ښه نه دی، باید له منځه یې یوسي.»

خوست کې دا غیرې معیاري او تاریخ تېري خوارکي توکي داسې مهال له منځه وړل کېږي، چې د دغه ولایت ځایي مسوولین ډاډ ورکوي، چې په دې برخه کې یې د تېر او روان کال پرمهال لسګونه ټنه ورته توکې له منځه وړي او د بشپړ مخنیوي لپاره یې جدي هڅې دوام لري.

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي
اقتصاد

عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي

جون 22, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي
اقتصاد

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي
اقتصاد

د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي

جون 16, 2026
پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول
اقتصاد

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جون 11, 2026
بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي
اقتصاد

بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

جون 11, 2026
د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي
اقتصاد

د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي

جون 1, 2026

وروستي خبرونه

افغان او اروپايي ټولنې چارواکو پر دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې کړې

افغان او اروپايي ټولنې چارواکو پر دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې کړې

جون 25, 2026
کابل کې د او.آی.سي دفتر مشر د سعودي عربستان له سفیر سره کتلي

کابل کې د او.آی.سي دفتر مشر د سعودي عربستان له سفیر سره کتلي

جون 25, 2026
د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

جون 24, 2026
ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

جون 24, 2026
د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist