Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سوداګر: پاکستان دې له افغاستان سره د سوداګرۍ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي

د خصوصي سکټوراستازي: سرپرست حکومت دې له هېوادونو سره د سوداګرۍ انډول رامنځته کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/24

افغانستان د اوږدو بې ‌ثباتيو له امله لاهم مصرفي هېواد پاتې شوی او ډېره تکيه يې له نورو هېوادونو پر وارداتو ده.

رسمي شمېرې ښيي چې په تېر۲۰۲۴زېږدیز کال کې افغانستان له نورو هېوادونو سره د ۱۲.۴۲۲ میلیارد ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه کړې چې له ډلې یې ۱.۸۰۳  میلیارده صادرات او پاتې ۱۰.۶۱۹ میلیارد هغه یې واردات وو.

د خصوصي سکټور استازي دا په سوداګرۍ کې لوړه کچه ناانډولي بولي او د افغان- قزاق ګډې جرګه ګۍ پرانیستنې پرمهال ټينګار کوي چې حکومت دې د صادراتو او وارداتو ترمنځ د توازن رامنځته کولو ته جدي پام وکړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مومند وايي: « د سیمې له هېوادونو او په ځانګړې توګه قزاقستان غواړو چې په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان د کنګل شویو پیسو په برخه کې همکاري وکړي او هم د افغانستان رسمیت پېژندلو ته پاملرنه وکړي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه غواړي چې د قزاقستان د سوداګرۍ له خونې سره جدي کار وکړي؛ موږ درې کاله ګډ کار کړی او اوس باید عملي ګامونه پورته کړو، زه فکر کوم کاغذ پراني نوره بس ده او د عمل وخت دی. له هغو سترو پروژو چې د قزاقستان حکومت په افغانستان کې ایجاد کړې دي یا تر کار لاندې دي، ترې حمایت او مننه کوو.»

په ورته وخت کې د افغانستان کرنې او مالدارۍ خونې مشر خان محمد فروتن بيا باور لري چې په ګاونډيو هېوادونو کې د افغانستان توليداتو ته پر لوړه کچه تقاضا موجوده ده او په خبره يې د دې تقاضا پوره کولو لپاره دې په مشخصو برخو کې پانګونه جلب او په دې توګه دې د سوداګرۍ بیلانس يقيني شي.

فروتن زیاتوي: « د غوښې او شیدو تولیدوونکو فارمونو په برخه کې باید ووایم چې دا مهال زموږ ګاونډی هېواد په کلنۍ توګه ۴ میلیارد ډالرو په ارزښت سرې غوښې ته اړتیا لري. هغوی حتا ژوندیو څارویو ته هم اړتیا لري، موږ کولی شو او افغانستان کې دا پوټنشیل شته چې دغه غوښه تأمین کړي. د ترکمنستان، ازبېکستان او تاجیکستان خبره بېله ده، دلته یوه کیلو غوښه ۴۵۰ افغانۍ ده، خو د اسلام کلا له پولې ها خوا په ۱۰۰۰ افغانیو ده.»

له بلې خوا، د صنعتکارانو او کانونو خونه بیا په افغانستان کې د امنیت ښه کېدو ادامه د اقتصادي وضعیت په ښه ‌والي پورې تړلی بولي او له ملګرو ملتونو غواړي چې د افغانستان پر وړاندې د ځينو هېوادونو له لوري د ستونزو جوړولو مخنيوی وکړي.

د صنايعو او کانونو خونې رییس شېرباز کمین‌ زاده وايي: « که د نړۍ هېوادونه او زموږ ګاونډیان دلته امنیت غواړي، د افغانستان له اقتصادي ودې پرته دا امنیت نه شي راتلی. موږ داسې ګاونډیان هم لرو چې زموږ په ټپونو مالګې دوړوي او زموږ مهاجرین ځوروي. دا حالت د درد وړ دی او هر افغان پرې ځورېږي. زه د ملګرو ملتونو له استازو هیله لرم چې د خپل ورسپارل شوي مسوولیت له مخې غږ پورته کړي.»

حکومتي چارواکي د حکومت اقتصاد محوره پالیسۍ له مخې د سوداګرۍ پراختيا او کاري فرصتونو رامنځته کولو ډاډ ورکوي او وايي، له هېوادونو سره د يادې پاليسۍ پر اساس د مثبتو اړيکو غوښتونکي دي.

د کابل والي مولوي عبيدالله امین وايي: « د اسلامي امارت پالیسي هم دا ده چې د ولسونو لپاره د کار زمینه برابره کړي، د سیمې له هېوادونو سره ښې اړیکې ولري او هغه تعاملات تطبیق کړي چې په نړۍ کې مروج دي. نو، له ټولو مو غوښتنه دا ده چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، له ټینګ شوي امنیت په استفادې خپلې شتمنۍ دلته وکاروي او ولسونو ته د کار زمینه برابره کړي.»

د دې ترڅنګ، د افغان- قزاق ګډې جرګه ګۍ په څنډه کې د سوداګرۍ په برخه کې ګډې مشورې او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ په کې خبرې اترې وشوې چې په پایله کې یې د ۱۴۰ میلیونو ډالرو په ارزښت ۲۰ هوکړه لیکونه هم لاسلیک شول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي
اقتصاد

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي
اقتصاد

د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي

جون 16, 2026
پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول
اقتصاد

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جون 11, 2026
بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي
اقتصاد

بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

جون 11, 2026
د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي
اقتصاد

د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي

جون 1, 2026
اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي
اقتصاد

اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي

مې 19, 2026

وروستي خبرونه

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist