Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د تورخم لارې تړلي پاتې کېدو پانګوالو ته ميليونونه ډالر زيان اړولی

د تورخم لارې تړلي پاتې کېدو پانګوالو ته ميليونونه ډالر زيان اړولی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/01

شاوخوا یوه اوونۍ کېږي چې د تورخم لاره د خلکو، ټرانزیټي لاریو او سوداګریزې راکړه ورکړې پرمخ تړل شوې ده. چارواکي وايي، د لارې تړلي پاتې کېدو له امله، د دواړو هېوادونو سوداګرۍ ته میلیونونه ډالره زیان اوښتی.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولين وايي، د تورخم لارې له تړل کېدو راهیسې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګرۍ ته له لسو میلیون ډالر ډېر زیان اوښتی او دواړو غاړو ته تر۵۰۰۰ ډېر باروړونکي موټر درول شوي دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی د تورخم لارې د بندېدو لامل د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي نانندرۍ بولي او زياتوي، پاکستان په دې عمل سره ټرانزيټي هوکړې نقضوي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي: « هره ورځ په دې لاره له دواړو خواوو نږدې ۸۰۰ لارۍ تګ راتګ کوي. په تېرو نهو ورځو کې شاوخوا ۵۰۰۰ لارۍ دواړو خواوو ته ولاړې دي. زه فکر کوم دا هم د افغانستان او هم د پاکستان د اقتصاد لپاره لوی زیان دی. زه له اسلامي امارت او د پاکستان له حکومت غوښتنه کوم له نړیوالو قوانینو سره سم، د اپټا تړون بیا له سره نوی کړي.»  

په ورته وخت کې افغان پانګوال له پاکستاني لورې غواړي چې سوداګري دې نه سياسي کوي او شته ستونزې دې له ډېپلوماټيکو لارو حل کړي.

پانګوال زلمی عظیمي وايي: « موږ له دواړو هېوادونو افغانستان او پاکستان څخه غوښتنه کوو چې زموږ تجارت په سیاست مه بدلوئ؛ ځکه چې اوس د روژې مبارکې ورځې دي او خلک دغو اولیه توکو ته اړتیا لري. دا چې د پاکستان حکومت وخت ناوخت د تورخم لاره تړي، دغه کار د افغانستان خصوصي سکټور ته میلیونونه ډالر زیان اړوي.                               

د اقتصادي چارو کارپوهانو په باور، پاکستان تل له دې لارې د افغان پانګوالو د زيانمنولو هڅه کړې او د سياسي وسیلې په توګه ترې کار اخلي.

کارپوهان وړاندیز کوي چې سرپرست حکومت دې د سوداګرۍ او ټرانزيټ لپاره پر نورو بدېلو لارو غور وکړي.

د اقتصادي چارو شنونکی نور الله عزیز وايي: « پاکستان په ټولو برخو کې دا ډول پالیسي لري. هغوی ته افغانستان ته د ستونزو جوړولو په موخه هېڅ ډول فرصت له لاسه نه ورکوي. مهمه دا ده چې حاکم نظام باید بدیلي لارې ولري، که دا د تجارت په برخه کې وي، که د سیاست او اقتصاد. د پاکستان په ځای د بل هر بدیل هېواد پيدا کول زموږ لپاره په اقتصادي او نورو برخو کې مهم دي.»                   

د يادونې ده چې د کب مياشتې له دريمې نېټې راهیسې پاکستان د تورخم لار د هر ډول تګ راتګ پرمخ وتړل. پاکستاني چارواکو ویلي، د دې کار لامل د اسلامي امارت ځواکونو له خوا ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې د پوځي تاسيساتو جوړل دی.

که څه هم د دې لارې د بیا پرانيستو په موخه د دواړو لورو ترمنځ خبرې وشوې، خو تراوسه يې مثبته پايله نه ده ورکړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې

جولای 30, 2026
هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي
اقتصاد

هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي

جولای 28, 2026
د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي
اقتصاد

د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي

جولای 28, 2026
ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی
اقتصاد

ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی

جولای 28, 2026
بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ

جولای 23, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist