Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستاني ځواکونو د بلوڅو د یووالي کمېټې مشره نیولې

د بښنې نړیوال سازمان پاکستان ته؛ ماهرنګ بلوڅ ژر تر ژره خوشې کړئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/25

درې ورځې وړاندې د بلوچستان په مرکز کویټه کې د پاکستاني ځواکونو هغه مهال د بلوڅو د يووالي کمېټې مشره ماهرنګ بلوڅ او د ښځو په ګډون ګڼ شمېر نور معترضان ونیول چې د پاکستان د زور زیاتي پر وړاندې یې سوله ‌ییز لاریون کاوه.

د بښنې نړیوال سازمان د ماهرنګ بلوڅ نیول کېدل غندلي او زیاته کړې يې ده چې باید ژر تر ژره خوشې شي.

دې سازمان ویلي، دغه نیونه غیرقانوني ده او د پاکستان حکومت باید ژر ترژره ماه رنګ بلوڅ او هغه ټول کسان خوشې کړي چې د سوله ییزلاریون د حق کارولو له امله نیول شوي دي.

یاد سازمان زیاته کړې:« پاکستان باید سم ‌لاسي ماهرنګ بلوڅ او هغه نور کسان خوشې کړي چې د سوله ‌ییز لاریون د حق کارولو له امله نیول شوي. له دې غیرقانوني نیونو نږدې ۳۸ ساعته اوړي، خو لاهم له خپلې کورنۍ او وکیل سره د لیدو اجازه نه لري. پاکستاني چارواکي باید  د بلوڅو فعلانو د غیر قانوني توقیف زیاتولو لپاره بې ځایه قضیو ته د پای ټکی کېږدي.»

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، پاکستان هڅه کوي د بلوڅو حق غوښتونکوغږ په جبر او زور کارولو سره خاموش کړي، خو دغه کار د بشري حقونو ضد اقدام دی.

د دوی په خبره، که پاکستان له دې ډول کړنو لاس پر سر نه شي، په دې هېواد کې به لاپسې امنیتي او سیاسي وضعیت پېچلی شي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « په دې وروستیو کې بلوڅ ملت پالي ګوندونه او د دوی مېرمنې او دغه راز بلوڅ کړېدلی ولس په کوټه کې راټول شوي، ترڅو وکولی شي د خپلو ورکو عزیزانو، ورڼو او خویندو پوښتنه وکړي، خو موږ وینو چې د دوی دغه غږ هم د ټوپک په شپېلۍ، په جبر، وحشت او دهشت د خاموشه کولو کوښښ کېږي. که پاکستان د بشري حقونو د ملاتړ په برخه کې خپله پالیسي بدله نه کړي او د بشر حقونو احترام ونه کړي، ماته ښکاري چې دا به د پاکستان لپاره په کوردننه سیاسي، اقتصادي او امنیتي ستونزې لا زیاتې کړي.»

ځینې نور بیا وايي، پاکستان باید د بشري حقونو ضد کړنې پرېږدي او د خلکو هغه حقونه ورکړي چې په سوله ییزه توګه یې غواړي.

د دوی باور که د ولس د سوله ییزو حرکتونو پر وړاندې حکومتونه له تشدد کار واخلي، پایله به منفي وي او د ستونزو د لا زیاتېدو سبب کېږي.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي:« هیله ده د پاکستان حکومت هغه حقونه ورکړي چې خلک یې په سوله ییز ډول غواړي، ځکه دا د ټولنې یو اصل دی. که چېرې په دې اړه له تشدد کار اخیستل کېږي، نو ولس هم په نظریاتي لحاظ زیانمن کېږي، قهرېږي او کله چې د قهر لاره ونیسي، بیا د دې تفکیک نه شي کولی چې ښه کوي که بد.»

د بلوڅانو د همغږۍ کمېټې مشره ډاکټره ماهرنګ بلوڅ درې ورځې وړاندې د پاکستاني پولیسو له لوري د ښځو په ګډون له یوشمیر نورو اعتراض کوونکو سره یوځای ونیول شوه او لا تراوسه د حکومت په قید کې ده.

د ماهرنګ بلوڅ نیولو ته ګڼو نړیوالو سازمانو غبرګون ښودلی او د پاکستان دغه کار یې غندلی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
کشمیر کې د پاکستاني ریاست ضد لاریونونو پرمهال لسګونه کسان وژل شوي
نړۍ

کشمیر کې د پاکستاني ریاست ضد لاریونونو پرمهال لسګونه کسان وژل شوي

جولای 30, 2026
د پاکستان اټومي وسلو د ناخوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي
نړۍ

د پاکستان اټومي وسلو د ناخوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي

جولای 28, 2026
پاکستاني چارواکو کابل کې د علماوو له وروستۍ فتوا هرکلی کړی
نړۍ

اسحاق ډار: پاکستان کې په تېر یوه کال کې له ۲ زرو امنیتي پېښې شوې

جولای 26, 2026

وروستي خبرونه

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist