Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بلخ سوداګرۍ خونه: د حیرتان بندر له لارې د صادراتو کچه لوړه شوې

د بلخ سوداګرۍ خونه: د حیرتان بندر له لارې د صادراتو کچه لوړه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/25

حیرتان سوداګریز بندر چې د هېواد په شمال کې یو له لویو او مهمو بندرونو ګڼل کېږي، افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې له منځنۍ اسیا سربېره له یو شمېر اروپايي هېوادونو سره هم نښلوي.

تېر کال د دې سوداګریز بندر له لارې د ٣٩ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت داخلي تولیدات بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د بلخ ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، تېر کال د سوداګرۍ په برخه کې ګڼې لاسته راوړنې لري او له درکه یې بهرنیو هېوادونو ته په پراخه کچه کورني تولیدات صادر شوي دي. د دوی په خبره، روان کال به د صادراتو کچه د تېر کال په پرتله یو نیم برابر زیاته شي.

د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال هارون رشید وايي: « تېر کال موږ ۳۹ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات لرل، خو سږ کال تر اوسه یانې په لومړیو شپږو میاشتو کې ۴۱.۵ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات لرو؛ د صادراتو دا کچه ښيي چې له ۲۰ تر ۲۵ سلنو زیاتوالی په کې راغلی. موږ تمه لرو چې د کال تر پایه پورې دا کچه یو نیم برابر لوړه شي.»

یو شمېر هغه سوداګر چې له کلونو راهیسې د حیرتان بندر او ګمرک له لارې سوداګري کوي، یاد ګمرک بهرنیو هېوادونو ته د صادراتو او وارداتو په برخه کې له اقتصادي پلوه ګټور بولي او زیاتوي چې اسلامي امارت دې له هېواده بهر کورنیو توکو ته بازار موندنه وکړي، ترڅو له همدې لارې کورني تولیدات تر اروپايي هېوادونو ورسوي.

صنعتکار محمد افضل افضلي وايي: « له اسلامي امارت مو دا خواهش دی لکه څرنګه چې زموږ واردات راځي، د رېل له لارې چین هېواد ته زموږ د صادراتو زمینه هم برابره کړي او دغسې اروپايي ملکونو، قزاقستان او ها خوا ملکونو ته هم زموږ د صادراتو لپاره زمینه برابره شي.»

سوداګر امیر شاه خان شهزاده وايي: « د رېل پټلۍ کارونه اوس ډېر ښه پرمخ روان دي؛ دا چې واردات او صادرات په تجارت کې مهم رول لري، په دې برخه کې کولی شو له اروپا سره راکړه ورکړه ولرو. زموږ سوداګرو دا غوښتنه ده چې د افغانستان کورنیو تولیداتو ته بازار موندنه وشي.»

کارپوهان له اقتصادي نظره په دې باور دي چې که د هېواد کرنیزې، صنعتي او کاني سرچینې په سمه توګه مدیریت او په معیاري بڼه پروسېس شي، د تولیداتو کچه به لوړه او د بهرنیو بازارونو اړتیا به پوره کړي.

دوی زیاتوي، د معیاري بسته ‌بندۍ، د ټرانسپورټي اسانتیاوو برابرولو، له نړیوالو مارکېټونو سره د اړیکو پراختیا او د پانګونې جذب کولی شي د صادراتو کچه د پام وړ لوړه کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالظهر مدبر وايي: « زموږ صادرات هغه وخت لوړېدای شي چې موږ له خپلو بشري او اقتصادي سرچینو په سمه توګه ګټه واخلو. کله چې کاري ځواک په کار وګومارل شي او د اشتغال کچه لوړه شي، نو ښکاره خبره ده چې د تولید کچه هم لوړېږي. په دې سره نه یوازې موږ د خپل داخلي مستهلک اړتیاوې پوره کوو بلکې بهرني متقاضي ته هم جنس چمتو کولی شو. دولت باید سوداګرو ته ځینې سب سایډيګانې ورکړي، مالیاتي معافیتونه په پام کې ونیسي او په ګمرکي تعرفو کې کمښت راولي. دا ټول کارونه سبب کېږي چې د صادرات کچه لوړه شي.»

حیرتان، آقینه او تورغونډۍ هغه ګمرکونه دي چې افغانستان د رېل پټلۍ له لارې بهرنیو هېوادونو سره نښلوي.

د ټولګټو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، تېر اوونۍ د رېل پټلۍ له لارې ٩٥ زره ټنه انتقالات شوي چې ډېره برخه یې واردات تشکیلوي، خو هڅه کېږي چې واردات کم او د صادراتو زیاتوالي ته زمینه برابره شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist