Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د درېیم اقتصادي فورم ناسته ترسره شوه

د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د درېیم اقتصادي فورم ناسته ترسره شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/25

د اوزبېکستان په ترمز ښار کې د اکتید موسسې له خوا  د افغان – اوزبېک متشبثو ترمنځ د درېیم اقتصادي فورم ناسته کې د کوچنیوکاروبارونو ودې او پراختیا په موخه، د ستونزو پر حل لارو دوه اړخیز بحثونه وشول.

مسوولین وايي، هڅه کوي د ورته ناستو له لارې بهرني پانګوال وهڅوي چې په هېواد کې د متشبثینو د ملاتړ او پانګونې په برخه کې ونډه واخلي.

د اکتید موسسې استازی امان الله امین وايي: « موږ زمینه برابره کړې چې د دواړو هېوادونو د پانګوالو ترمنځ افکار تبادله کړو، د سوداګرۍ د ودې لپاره او د دې لپاره ګډ کارکوو چې څنګه کولی شي د دواړو هېوادونو سوداګر د یوبل هېواد ته خپل تولیدات له کوم خنډ پرته صادر کړي.»

د بلخ اقتصاد رییس مولوي سردارمحمد محمدي وايي: « اوزبېکستان د منځنۍ اسیا نورو هېوادونو ته د سوداګرۍ لپاره یوه دروازه ده او باید دغه دروازه لا پراخه شي.»

دلته افغان چارواکو د دواړو لورو ترمنځ د سالمې همغږۍ او ګډو همکاریو له لارې د اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او له اوزبېک لوري یې وغوښتل چې د افغان تولیداتو د صادراتو لپاره لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

په همدې حال اوزبېک مسوولینو هم ډاډ ورکړ چې افغان سوداګرو سره به د اقتصادي پیاوړتیا  لپاره کار کوي.

د بلخ ولایت مقام استازی عبدالهادي بلخوال وايي: « د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د ترجیحي سوداګرۍ تړون، د وېزې او ټرانزیټ اسانتیاوې، د حیرتان بندر د فعالیت پراختیا، د ګمرکي پروسو د چټکتیا هڅې، بانکي اسانتیاوې، د صادراتو په ځنډ کې کمښت راوړل او د سوداګریزو مرکزونو د جوړولو پلانونه هغه څه چې په اړه یې لا زیاتو اسانتیاوو ته اړتیا شته.»

د سرخان دریا سوداګرۍ او صنایعو خونې استازی چولې بېک وايي: « اوزبېک سوداګر چمتو دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا او اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا په موخه، د ګډو پانګونو له لارې له افغان سوداګرو سره اوږه په اوږه کار وکړي.»

په همدې حال کې د افغانستان خصوصي سکټور استازي د متشبثینو ملاتړ د اقتصادي ودې او د کاري فرصتونو رامنځته کېدو لپاره مهم بولي.

دوی ټینګار کوي چې د سوداګرۍ پر وړاندې د شته خنډونو له منځه وړل، د پانګونې لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول او د افغان_اوزبېک پانګوالو ګډې پانګونې کولی شي د خصوصي سکټور فعالیتونه لا پراخ کړي.

د بلخ صنایع او کانونو خونې رییس امام الدین سنايي زاده وايي: « زموږ غوښتنه دا ده چې د اسلامي امارت له خوا چې اوزبېک سوداګرو، پانګوالو او صنعتګرو ته کومه زمینه برابره شوې، باید د دوی حکومت هم ورته زمینې برابرې کړي، باید زموږ خلکو ته هم هماغسې سهولتونه برابر شي لکه څرنګه چې دلته اوزبېکانو ته برابر دي.»

د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونې د رهبرۍ مالي مرستیال معراج الدین پرهېز وايي: « افغانستان او اوزبېکستان یوازې ګاونډيان نه دي بلکې کولی شي ښه اقتصادي او تجارتي شریکان هم و اوسي. بلخ هم چمتو دی چې د افغانستان د یوې تجارتي دروازې په توګه، په دې همکارۍ کې خپل رول ولوبوي.»

دا په داسې حال کې ده چې د اوزبېک چارواکو په وینا، افغانستان د اوزبېکستان د کورنیو تولیداتو لپاره درېیم ستر صادراتي بازار دی.

د اوزبېکستان د چارواکو د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې افغانستان ته د دې هېواد د کورنیو تولیداتو د صادراتو ارزښت له ۹۵۰ میلیونه ډالرو اوښتی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د مخ پر ودې اړیکو څرګند انځور وړاندې کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بلخ کې د تېلو بیو کنټرول په موخه د نفتي توکو د لیلام لړۍ پیل شوه
اقتصاد

بلخ کې د تېلو بیو کنټرول په موخه د نفتي توکو د لیلام لړۍ پیل شوه

اگست 20, 2026
کندهار کې د ګول سیخونو یوې بلې تولیدي فابریکې کار پیل کړ
اقتصاد

کندهار کې د ګول سیخونو یوې بلې تولیدي فابریکې کار پیل کړ

اگست 17, 2026
هرات کې د ۱۴۳ میلیون ډالرو په پانګونې د سمنټو پروژې ساختماني چاري پیل شوې
اقتصاد

هرات کې د ۱۴۳ میلیون ډالرو په پانګونې د سمنټو پروژې ساختماني چاري پیل شوې

اگست 10, 2026
هلمند کې هره ورځ شاوخوا اویا زره لېټره شیدې تولیدیږي
اقتصاد

هلمند کې هره ورځ شاوخوا اویا زره لېټره شیدې تولیدیږي

اگست 9, 2026
کندهار او سوېل زون د ګول سیخونو او کاډرو په تولید کې ځان بسیا شوي
اقتصاد

کندهار او سوېل زون د ګول سیخونو او کاډرو په تولید کې ځان بسیا شوي

اگست 9, 2026
هرات صنعتي پارک کې په ورځنۍکچه  ۱۵ ټنه  صنعتي کورت تولیدېږي
اقتصاد

هرات صنعتي پارک کې په ورځنۍکچه ۱۵ ټنه صنعتي کورت تولیدېږي

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

جرمني یو ځل بیا لسګونه افغان کډوال کابل ته را ستانه کړي

جرمني یو ځل بیا لسګونه افغان کډوال کابل ته را ستانه کړي

اگست 26, 2026
هند افغان شرکتونو ته د دې هېواد په نړیوال سوداګریز نندارتون کې د ګډون بلنه ورکړې

هند افغان شرکتونو ته د دې هېواد په نړیوال سوداګریز نندارتون کې د ګډون بلنه ورکړې

اگست 26, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
زابل کې څه کم ۴ زره له کاره لوېدلي نظامي وسایط بېرته رغول شوي

زابل کې څه کم ۴ زره له کاره لوېدلي نظامي وسایط بېرته رغول شوي

اگست 26, 2026
د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د درېیم اقتصادي فورم ناسته ترسره شوه

د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د درېیم اقتصادي فورم ناسته ترسره شوه

اگست 25, 2026
له چاودنې وروسته د شمع هدایت خصوصي ښوونځي درسونه بېرته پيل شول

له چاودنې وروسته د شمع هدایت خصوصي ښوونځي درسونه بېرته پيل شول

اگست 25, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist