Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د احصایې او معلوماتو ملي اداره: تېر کال واردات د صادراتو ۱۰ برابره زیات وو

د احصایې او معلوماتو ملي اداره: تېر کال واردات د صادراتو ۱۰ برابره زیات وو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/30

د حکومتي ادارو د تېرکال لاسته راوړنو د تشرېح په لړ کې، د سې ‌شنبې په ورځ د احصایې او معلوماتو ملي ادارې خپل راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د دې ادارې چارواکو تېر کال د صادراتو او وارداتو په برخه کې د لوی توپير پخلی وکړ او وویل، په دې موده کې د صادراتو ارزښت ۱.۷ میليارد ډالره و حال دا چې د وارداتو ارزښت ۱۱.۷ میليارد ډالره حساب شوی.

چارواکي وايي، تر ټولو زیات صادر شوي توکي وچ انځر، پنبه، ممیز، اینجه او د ډبرو سکاره وو چې د هېواد د ټولو صادراتو نږدې ۴۰.۷ سلنه جوړوي.

دوی زیاتوي، تر ټولو ډېر صادرات پاکستان، هندوستان، متحده عربي اماراتو، اوزبېکستان او ایران ته شوي چې د افغانستان د ټولو صادراتو ۸۹.۴ سلنه جوړوي.

د دوی په خبره، د ۱۱.۷ میليارد ډالرو په ارزښت ډېری واردات له ایران، پاکستان، چین، متحده عربي اماراتو او اوزبېکستان هېوادونو شوي چې د ټولو وارداتو ۷۲ سلنه جوړوي.

د احصایي او معلوماتو ملي ادارې مسلکي مرستیال عصمت الله حکیمي وايي: « په ۱۴۰۳ کال د افغانستان د صادراتو ارزښت شاوخوا ۱.۷ میلیارد ډالره و. په ډېری صادراتي اجناسو کې وچ انځر، پنبه، ممیز، اینجه او د ډبرو سکاره شامل دي چې د هېواد د ټولو صادراتو ۴۱ سلنه جوړوي. په مقابل کې په ۱۴۰۳ کال د وارداتو کچه له ۱۱.۷ میلیارد ډالرو لوړه وه.»

همدارنګه د دې ادارې موندنې ښیې چې د پړسوب يا انفلاسيون کچه هم تېر کال ۴.۲ سلنه ټيټه شوې او له يادې مجموعې کچې ۷.۷ سلنه د خوراکي توکو او ۰.۷ سلنه د غیرخوارکي توکو د بیو د ټیټوالي له امله وه.

چارواکي زياتوي، په همدې کال کې ۲ میلیونه ۴۵۴ زره کسانو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي چې له دې ډلې یو میلیون ۷۷۸ زره نارینه او نږدې ۶۰۰ زره یې ښځو ته وېشل شوې دي.

د دوی په خبره، د سرپرست حکومت له واکمنېدو راهيسې تر دې مهاله نږدې ۱۰ میلیونه برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې چې په دې توګه د ټولو وېشل شویو برېښنايي پېژندپاڼو شمېر ۱۶ ميليونو ته رسېږي.

د احصایي او معلوماتو ملي ادارې سرپرست عبدالقاهر حاجي ادریس: « د خپلو منظمو پلانونو پر مټ وتوانېدو چې په دې کال کې د کابل په شهرنو او دغه راز په بلخ، هرات، هلمند او ننګرهار ولایتونو کې د اسان خدمت نوي مرکزونه پرانیزو. د متحده عربي اماراتو د مرکز ترڅنګ، اوس د هېواد په مختلفو برخو کې د دغو مرکزونو شمېر ۱۱ ته رسېدلی دی.»

د احصایي او معلوماتو ملي ادارې ویاند محمد حلیم رافېع وايي: « ومو ویل چې تېر کال۲.۴ میلیونه الکټرونیکي تذکرې وېشل شوې دي او ۳.۲ میلیونه نورې په پلان کې نیول شوې دي. البته ځینې وختونه متني اشتباهات رامنځته کېږي، خو موږ هر وخت په دې اړه وضاحت ورکړی که دا تېروتنې د غوښتونکو یا هم زموږ د کارکوونکو له خوا رامنځته کېږي، په دې اړه زموږ معلومات ښايي چې ډېری تېروتنې د غوښتونکو له خوا کېږي.»

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې تېر کال په کابل، هلمند، کندوز، پروان، نورستان، دایکنډي، فاریاب، فراه، خوست او ځینو نورو ولایتونو کې د ۳۷ میلیونو افغانیو په ارزښت ۴۲ لویې او کوچنۍ ساختماني پروژې هم بشپړې کړې دي.   

د چارواکو په خبره، دغې ادارې د خدمتونو وړاندې کولو بهیر د لا ښه‌ والي او د اړینو اسانتیاوو رامنځته‌ کولو په موخه، تېر کال د کابل په شهرنو کې د اسان خدمت یو مرکز رامنځته کړی او د اسان خدمت ۴ نور مرکزونه په بلخ، هرات، هلمند او ننګرهار ولایتونو کې فعال شوي دي.

دوی دغه راز وايي، په متحده عربي اماراتو کې هم د اسان خدمت مرکز په ګډون اوس ‌مهال د اسان خدمت ۱۱ مرکزونه فعال او تر یوه چتر لاندې په لنډ وخت کې خلکو ته اړوند خدمتونه وړاندې کوي.

د احصایي او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو مرستیال محمد نبي نصرت وايي: « موږ بریالي شوو چې د برېښنايي تذکرو د وېش څانګو او آسان خدمت مرکزونو له لارې شاوخوا ۲ میلیونه ۴۵۴ زره هېوادوالو ته برېښنايي پېژندپاڼې ووېشو. په خوښۍ سره باید ووایم چې د دې کال له وېش سره د ټولو وېشل شویو برېښنايي پېژند پاڼو شمېر له ۱۶ میلیونو واوښت چې له ډلې یې نږدې ۱۰ میلیونه د اسلامي امارت له راتګ سره وېشل شوې دي.» 

د احصایي او معلوماتو ملي ادارې چارواکي وایي، تېر کال ټول هېواد کې پر ۲.۱۲ میلیونه هکټاره ځمکو غنم کرل شوي چې ۱.۳۸ میلیونه هکټاره یې اوبیز او ۷۳۶ زره هکټاره یې للمي دي.

 د دوی په خبره دا شمېرې ښيي چې د ۱۴۰۲ کال پرتله شاوخوا ۲.۸ سلنه د اوبیزو غنمو او ۸.۲ سلنه د للمي غنمو په کښت کې زیاتوالی راغلی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې
اقتصاد

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

مې 6, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري

مې 10, 2026
د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist