Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د احصایې او مالوماتو ملي اداره: تېره میاشت د نږدې ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي بهر صادر شوي

د احصایې او مالوماتو ملي اداره: تېره میاشت د نږدې ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي بهر صادر شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/11

د حکومت رسمي شمېرې د روان کال په وږي میاشت کې د صادراتو په پرتله د وارداتو کچه څو برابره لوړه ښيي.

د احصايې او مالوماتو ملي اداره وایي، د روان کال د وږي په مياشت کې د هېواد پر کچه د صادراتو ټول ارزښت ۱۹۹.۸ میلیونه ډالر او د وارداتو ټول ارزښت بيا ۷۷۲.۵  ميليونه ډالره ښودل شوی دی.

یاده اداره زیاتوي:« د روان کال د وږي په مياشت کې د هېواد پر کچه د صادراتو ټول ۱۹۹.۸ ميليونه ډالر او د وارداتو ټول ارزښت  ۷۷۲.۵ ميليونه ډالره ښودل شوی دی.»

په ورته مهال د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وایي، یادو صادارتو ډېره برخه  هند، پاکستان او متحده عرب اماراتو ته شوې ده.

 د صنعت اوسوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: « د ۱۴۰۲ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان صادرات نږدې ۷۵۹ میلیونه ډالر او واردات ۳ میلیارده او ۸۷۴ میلیونه ډالر وو. هغه هېوادونه چې ډېر صادرات ورته شوې پاکستان، هند، قزاقستان، متحده عرب امارات، تاجکستان، چین، ترکیه، ازبکستان، ایران او عراق دي او مهم صادراتي توکي د ډبرو سکاره، شنه زیره، ممیز، انګور، رومیان، زاعفران، تازه او وچ زردالو دي.»

 د اقتصادي چارو کارپوهان د صادراتو لوړوالی په هېواد کې  د اقتصادي ځان بساینې ته  د نږدې کېدو او د کاري فرصتونو زياتېدو لپاره ګټور یادوي او په یاده برخه کې پر لا ډېرو هڅو ټینګار کوي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالجبار ساپی وايي: « په اقتصادي لحاظ د یوه هېواد لپاره د صادراتو او وراداتو بیلانس ډېر اړین دی، څو وکولی شو چې د خپل هېواد د اقتصاد د ملاتړ په موخه باید صادرات لوړ شي او د وارداتو کچه کمه شي، د دې لپاره مهم پلانونه دي چې پر دې باید کار وشي. افغاستان په تېرو ۲۰ کلونو که څه هم ډېرې مرستې وې او ډېره اړینه وه چې په دې کار شوی وای خو له بده مرغه زموږ سوداګري یو طرفه وه، ۹۷سلنه موږ واردات کول او ۳ سلنه صادرات درلودل. اوس الحمدالله زموږ د صادراتو کچه لوړه شوې.»

که څه هم د سرپرست حکومت له لوري د صادراتو د ډېروالي هڅې روانې دي، خو د احصایي او  معلوماتو ملي ادارې تازه راپور ښيي، چې د تېر کال همدې مودې پرتله د صادراتو په کچه کې کموالی راغلی دی.

کارپوهان وایي، که د صادارتو پرتله په وارداتو کې ډېروالی راځي، اقتصادي پرمختګ ته به منفي پایلې ولري.

اقتصادي چارو کارپوه سېد مسعود وايي: « زموږ د سوداګرۍ په برخه کې د بهرني هېواد سوداګري یو استازی یا بیلانس دی. په دې مانا چې زموږ واردات زیات دي او صادرات مو په زیاتیدو دي؛ نو زما نظر دا دی چې دا موضوع د دې لامل ګرځي چې باید دولت یو ډول حرکتونه په پام کې ونیسي او دا د دې ښکارندوی کوي چې موږ ښه تولیدات نه لرو او صادرات مو  ورو ورو کمېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د وږي په مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۲۲۸.۴ میلیونه ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۷۴۴.۴ ميليونه ډالرو ته رسېده.

یاده اداره وایي، د روان کال د وږي مياشتې د صادراتو د ارقامو تحليل د تېر کال د همدې مياشتې د صادراتو پرتله ۲۸.۶ ميليونه ډالر کمښت ښيي په داسې حال کې چې د روان کال د وږي مياشتې د وارداتو په ارزښت کې د تېر کال د همدې مياشتې پرتله ۲۸.۱ ميلیون ډالر زیاتوالی راغلی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي
اقتصاد

اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي

مې 19, 2026
اورچوک: د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۲.۶ سلنه ډېره شوې
اقتصاد

اورچوک: د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۲.۶ سلنه ډېره شوې

مې 19, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي
اقتصاد

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
د افغانستان او اوزبېکستان خصوصي سکټور ترمنځ ۱۰ هوکړه لیکونه لاسلیک شول
اقتصاد

د افغانستان او اوزبېکستان خصوصي سکټور ترمنځ ۱۰ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

مې 12, 2026
په لومړي ځل له هراته عراق ته د افغانستان جوړې جامې صادرې شوې
اقتصاد

په لومړي ځل له هراته عراق ته د افغانستان جوړې جامې صادرې شوې

مې 11, 2026
کانونو وزارت کندز کې د سرو زور استخراج تړون لاسلیک کړ
اقتصاد

کانونو وزارت کندز کې د سرو زور استخراج تړون لاسلیک کړ

مې 11, 2026

وروستي خبرونه

هرات ښاریان: د کثافاتو زیاتوالي او کثافات دانیو کمښت روغتیايي ستونزې پيدا کړې

هرات ښاریان: د کثافاتو زیاتوالي او کثافات دانیو کمښت روغتیايي ستونزې پيدا کړې

مې 21, 2026
بلخ کې په۱۵۰ میلیون ډالرو ستر استوګنیز کمپلېکس جوړېږي

بلخ کې په۱۵۰ میلیون ډالرو ستر استوګنیز کمپلېکس جوړېږي

مې 21, 2026
ملګري ملتونه: افغان راستنېدونکو کډوالو ته مو ۵۲۹ میلیون ډالره ځانګړي کړي

ملګري ملتونه: افغان راستنېدونکو کډوالو ته مو ۵۲۹ میلیون ډالره ځانګړي کړي

مې 21, 2026
کرېکټ: هند د افغانستان پر وړاندې ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه

کرېکټ: هند د افغانستان پر وړاندې ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه

مې 21, 2026
شهباز شريف له افغانستان سره د ښو او سوله‌ییزو اړیکو غوښتنه کړې

شهباز شريف له افغانستان سره د ښو او سوله‌ییزو اړیکو غوښتنه کړې

مې 21, 2026
کابل، اسلام اباد او تاشکند عرب سمندر ته پر نوې ټرانزیټي لاره موافقه کړې

کابل، اسلام اباد او تاشکند عرب سمندر ته پر نوې ټرانزیټي لاره موافقه کړې

مې 21, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist