Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوست کې د کبانو دولتي فارم جوړېدو چارې پيل شوي

خوست کې د کبانو دولتي فارم جوړېدو چارې پيل شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/28

په خوست ولایت کې د کبانو دولتي تولیدي فارم چې په شپږ جرېبه ځمکه کې جوړېږي، شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

ځایي چارواکي وایي، د یاد فارم په مرسته به په دغه ولایت کې په کلنۍ توګه د کبانو ۱۸ ټنه غوښې پر تولید سربېره له خصوصي فارم لرونکو سره د نسلي کبانو د تکثیر او روزنې په برخه کې هم همکاري کولی شي.

د خوست کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس شېر محمد ذبیح وايي:« موږ به وکولی شو چې د دې کبانو ۱۸ ټنه غوښه په کال کې تولید کړو. له دې سره کومه هچري چې ده، له دې چې کوم کبان تولید کېږي، هغه به نسلي کبان وي، باکیفیته کبان به وي. موږ به هغه د خوست شخصي سکتور سره همکاري کوو.»

په ورته مهال د کبانو فارم لرونکي او ځایي اوسېدونکي وايي، د یاد فارم جوړیدل به نه یوازې په دغه ولایت کې د یاد روزګار کچه پراخه کړې بلکې ترڅنګ به یې په ځایي کچه د کبانو غوښې ته شته اړتیا هم پوره کړي.

د کبانو فارم لرونکی رحمت الله وايي:« له حکومت او نورو  موسسو مو دا هېله ده چې له موږ خوستوالو سره همکاري وکړي. دا فارمونه چې موږ مخته یوسو. انشا الله خلک به پر پښو ودرېږي. ډېر ښه تولید لري، مرض نه لري. دلته ډېر ښه تولید ورکوي. ما شاوخوا ۱۳ کاله کېږي چې فارم مې جوړ کړی دی.»

د خوست اوسېدونکی مسعود خان وايي:« که ځمکه راته پیدا شي او ډنډ هم وي او نور د خوراکي موادو برخه کې د کرنې ریاست او موسسې مرسته راسره وکړي. دا ډېر ښه کار دی.»

 

که څه هم څو کلونه پخوا په خوست ولایت کې د کبانو ډېر فارمونه موجود وو، خو د اړونده ادارو او مسلکي روزنې نشتون له امله یې ډېری بېرته له منځه ولاړل.

 اوس د یاد تولیدي فارم جوړیدل په خوست کې د اقتصادي پرمختګ لپاره یو بنسټیز ګام بلل کیږي.

د اقتصادي چارو کارپوهان په دې باور دي، که سرپرست حکومت او خلک پر ګډه هڅه وکړي، دا پروژه نه یوازې په خوست کې د کبانو لپاره اړتیا پوره کولی شي، بلکې د افغانستان نورو سیمو ته یې هم د صادرولو لار هوارولی شي.

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې

جولای 30, 2026
هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي
اقتصاد

هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي

جولای 28, 2026
د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي
اقتصاد

د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي

جولای 28, 2026
ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی
اقتصاد

ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی

جولای 28, 2026
بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ

جولای 23, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist