Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوست کې د صابون جوړولو کارخونې په فعالیت پيل وکړ

خوست کې د صابون جوړولو کارخونې په فعالیت پيل وکړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/04

په خوست کې ولایت کې په لومړي ځل د صابون جوړولو یوې کارخونې په فعالیت پيل وکړ.

د کارخونې مسوول عبدالله وايي، د خپل کاروبار ترڅنګ به د صابون توليد په برخه کې هم پر ځان بسيا کېدو ته هڅې وکړي.

عبدالله وايي، اوسنی کاروبار يې له درې ميليونه افغانيو پيل کړی او ۲۰ کسانو ته کاري فرصتونو په برابرولو سره بېلابېل ډول صابون توليدوي.

هغه زیاتوي:« موږ تر دې مهاله پنځه ډوله د ځان وېنځلو صابون وړاندې کړی دی. هڅه مو دا ده، چې بازار ته یې هم وړاندې کړو. موږ په دې کارخونه کې شااوخوا ۲۹۰ کسانو ته د کار زمېنه برابره کړې.»  

په ورته مهال په یاده کارخونه کې پر کار بوخت کسان خوښ دي چې په خپل وطن کې ورته د کار زمینه برابره شوې ده.

دوی پر دې سربېره له پانګه والو او حکومت غوښتنه کوي، چې په کورد ننه د پانګونې زمینه برابره کړي تر څو لا ډېرو خلکو ته کاري زمینې برابرې شي.

د کارخونې یو تن کاریګر حمیدالله وايي:« ډېر خوښ یم، چې دلته پر کار مصروف یم. په دې خوشاله چې په کوردننه راته د کار زمېنه برابره شوه. نن سبا په هېواد کې بې کاري ډېره زیاته ده. تجاران باید په خپل هېواد کې پانګونه وکړي.»

د یادونې وړ ده چې په خوست کې دا مهال شاواخوا دوه سوه بېلابېلې صنعتي کارخونې فعالې دي، چې په کې زرګونه خلکو ته د کار زمینه برابره شوې خو مسوولین یې تل د یوه صنعتي پارک او منظمې برېښنا نشتون د کارونو پر وړاندې لوی خنډونه ګڼي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې

جولای 30, 2026
هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي
اقتصاد

هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي

جولای 28, 2026
د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي
اقتصاد

د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي

جولای 28, 2026
ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی
اقتصاد

ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی

جولای 28, 2026
بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ

جولای 23, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist