Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ختیځ زون میوزیم کې ‍له زر قلمه زیات نوي تاریخي اثار راټول شوي

ختیځ زون میوزیم کې ‍له زر قلمه زیات نوي تاریخي اثار راټول شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/11

په تېرو څلورو کالونو کې د ختیځ زون میوزیم آمریت ته له زرو ډېر تاریخي آثار سپارل شوي چې د اسلامي، باختري، ساساني او کوشاني دورو اړوند دي.
مسوولین وايي،، د دغو آثارو شمېر ۱ زر ۳۸۷ قلمو ته رسیږي چې یو شمېر يې نورو هېوادونو ته د قچاق کېدو پر مهال نیول شوي او ځینې دې آمریت ته د  عامو خلکو له خوا سپارل شوي دي.
په ختیځ زون کې د میوزیم آمر ضیا الحق شاهین شېرزاد وايي: « دا آثار د مختلفو دورو دي چې زیات یې په اسلامي دورې پورې تړلي آثار دي، دغه راز د کوشاني دورې، د ساساني دورې او باختري دورو آثار هم دي. تر ډېره دا آثار د قاچاق د مخنیوي له لارې راټول شوي دي.»

په همدې حال کې فرهنګیان تاریخي آثار د هېواد تاریخي او فرهنګي پانګه بولي او پرساتنې سربېره يې د نندارې لپاره د زمینې پر برابرولو ټینګار کوي.
د جلال اباد ښار اوسېدونکی سلمان وايي: « د تاریخي آثارو ساتل ډېر ښه اقدام دی، باید د قاچاق مخه یې ونیول شي. د دغو آثارو لپاره باید داسې ځای جوړ شي چې خلک یې ننداره وکړي او افغانستان خلک یې وګوري.»

د  جلال اباد یو بل اوسېدونکی احمد الله وايي: « د تاریخي آثارو لپاره وړ او مناسب ځای یا میوزیم نه شته. له اطلاعاتو او کلتور ریاست او اسلامي امارت غوښتنه کوو چې دلته مناسب میوزیم جوړ کړي، دا آثار په کې نندارې ته کېږدي، ترڅو خلک له خپل تاریخ څخه خبر شي.»

مسوولین ډاډ ورکوي چې د تاریخي آثارو څخه د لیدنې لپاره په سراج العمارات بڼ کې د تاریخي آثارو د اېښودولو په موخه دوی ته ودانۍ جوړه شوې، خو لا هم دا ودانۍ په رسمي توګه نه ده ورسپارل شوې.

 د دوی په خبره، د دې ودانۍ تر تسلیمېدو وروسته به دوی په کې تاریخي آثار د عامو خلکو په وړاندې نندارې ته کېږدي.

د ختیځ زون میوزیم آمر ضیا الحق شاهین شېرزاد په دې اړه وايي: « یو څه کارونه یې پاتې دي، ځکه له یوې ادارې بلې ادارې ته د ملکیت اړول وخت غواړي. د دې کار مراحل هم رانږدې شوي او ډېر ژر به د میوزیم لپاره ځانګړې ودانۍ ولرو او بیا به میوزیم ور انتقال کړو.»

سره له دې چې  د ننګرهار کې ډېرو سیمو ته اوس مهال سیلانیان د سیاحت په موخه ځي، خو که دغه ډول بېلابېل ځایونه او تاریخي آثارو او لرغونو سیمو ته پاملرنه ډېره شي، د خلکو په خبره د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو په شمېر کې به د پام وړ زیاتوالی راشي.


شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
لښکرګاه کې د سلطان مسعود غزنوي تاریخي ماڼۍ بیارغونې ته اړتیا لري
فرهنگ او هنر

لښکرګاه کې د سلطان مسعود غزنوي تاریخي ماڼۍ بیارغونې ته اړتیا لري

جون 30, 2026
د سلطان محمدخان طلايي مقبره له منځه تللو په حال کې ده
فرهنگ او هنر

د سلطان محمدخان طلايي مقبره له منځه تللو په حال کې ده

جون 1, 2026
ننګرهار کې د لیکوالو ملاتړ په موخه د کتابونو ملي نندارتون جوړېږي
فرهنگ او هنر

ننګرهار کې د لیکوالو ملاتړ په موخه د کتابونو ملي نندارتون جوړېږي

مې 20, 2026
د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
د هرات جامع جومات د پارک بیارغولو چارې بشپړې شوې
فرهنگ او هنر

د هرات لوی جامع جومات بیارغنیزې چاری ۷۰ سلنه بشپړې شوې

اپریل 21, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist