Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ختيځ زون کې د غالیو لپاره د مناسب بازار نه شتون دا صنعت ننګوي

ختيځ زون کې د غالیو لپاره د مناسب بازار نه شتون دا صنعت ننګوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/22

خیتځ زون کې د غالیو تولیدونکو او صادورنکو ټولنې غړو د یوې خبري ناستې پر مهال خپلې ستونزې له سرپرست حکومت سره شریکې کړې.

دوی وايي، د مرکزي حکومت له خوا د ښار په اتمه ناحيه کې ۱۵۰۰ جريبه ځانګړې شوې ځمکه په واک کې نه ده ورکړل شوې او له همدې امله د کار ځای په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د غالۍ اوبدونکو ټولنې د مشرتابه پلاوي غړی عبد القهار خوشخلق وايي: « زموږ ستونزه دا ده چې د ټولنې جایداد لا هم زموږ په واک کې نه دی راکړل شوی.»

 دغالۍ اوبدونکو ټولنې یو بل غړی یوسف افتخار وايي:« موږ د خپلو تولیداتو لپاره مارکېټ نه لرو، بله دا چې په دې برخه کې شته پانګوال او ډونران غیر مسلکي دي، باید دغه کار د مسلکي کسانو له خوا وشي. له اسلامي امارت غوښتنه کوو،چې د غالۍ اوبدونکو لپاره ځانګړې شوې ځمکه دې ژر تر ژره ووېشي.»

د غالۍ تولیدونکو او صادرونکو ټولنې مسوولین د غالیو د پلور لپاره د مناسب بازار نشتون د خپل توليد پر وړاندې جدي ننګونه بولي.

 دوی نورو هېوادونو ته د افغاني غالیو د انتقال لپاره د هوايي دهلېز د خلاصیدو غوښتنه کوي.

سوداګر فرید احمد کریمزاده وايي: « موږ له اسلامي امارته جدي غوښتنه کوو، چې د دې صنعت د بېرته پر پښو درولو او له بهرنیو محصولاتو سره د سیالۍ په موخه زموږ ملاتړ وکړي، چې دغه محصول د هوايي دهلېز له لارې ولېږدوي ځکه چې د ځمکنیو بندرونو له لارې یې لږدول ډېر وخت نیسي.»

د ننګرهار ولایتي چارواکي د ستونزو هوارولو ډاډ ورکوي او وايي، اوس مهال سرپرست حکومت خپله ډېره پاملرنه صنعت کارانو ته اړولې او ډېر ژر به د غالۍ تولیدونکو او صادرونکو ستونزو ته په ولایتي او مرکزي کچه رسېدنه وشي.

د ننګرهار ولایت مالي او تامیناتي رییس مولوي احمد حمزه وايي: « د ننګرهار ولایتي اداره ستاسو په چوپړ کې ده. موږ به ستاسو د ستونزو هوارولو لپاره له مرکزه هم د مرستې غوښتنه وکړو.»

ختیځ زون کې د غالیو تولیدونکو او صادرونکو ټولنې مسوولین په افغانستان کې تولید شوې غالۍ د کیفیت له پلوه لوړې ګڼې او زیاتوي، که د دې صنعت ملاتړ وشي، ښايي افغانستان د غالیو د تولید په برخه کې نړیوال شهرت ته ورسوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي
اقتصاد

عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي

جون 22, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي
اقتصاد

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي
اقتصاد

د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي

جون 16, 2026
پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول
اقتصاد

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جون 11, 2026
بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي
اقتصاد

بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

جون 11, 2026
د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي
اقتصاد

د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي

جون 1, 2026

وروستي خبرونه

افغان او اروپايي ټولنې چارواکو پر دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې کړې

افغان او اروپايي ټولنې چارواکو پر دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې کړې

جون 25, 2026
کابل کې د او.آی.سي دفتر مشر د سعودي عربستان له سفیر سره کتلي

کابل کې د او.آی.سي دفتر مشر د سعودي عربستان له سفیر سره کتلي

جون 25, 2026
د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

جون 24, 2026
ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

جون 24, 2026
د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist