افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت( یوناما) سرپرستې په افغانستان کې موجوده بشري وضعیت د نړۍ له لویو بشري ناورینونو څخه وباله.
جورجیت ګانیون د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته د افغانستان په تړاو خپل درې میاشتنی راپور وړاندې کړ.
مېرمن ګانیون ویلي، په روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال کې شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه افغانان چې د ټولو افغان وګړو ۴۵ سلنه جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري.
د هغې په خبره، له ګاونډیو هېوادونو څخه د زیات شمېر افغان کډوالو راستنېدلو هم په دې هېواد کې بشري وضعیت لا خراب کړی.
د یوناما سرپرستې دغه راز ویلي: « له ۲۰۲۳ میلادي کال راهیسې شاوخوا ۵.۹ میلیونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي چې له دې سره په افغانستان کې د وګړو په شمیر کې لس سلنه زیاتوالی راغلی. په روان کال کې ۲.۸میلیونه افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي، حال دا چې موجوده اقتصادي حالت نه شي کولی دوی په خپله ټولنه کې مېشت کړي. نړیوال بانک په یو راپور کې لیکلي چې افغانان پرله پسې بېوزله کیږي.»
دا په داسې حال کې ده چې د مېرمن ګانیون په خبره، افغانستان د موجوده واکمن نظام په سیوري کې له بشپړ ثبات نه برخمن دی، ټول هېواد تر کنټرول لاندې دی او هېڅ راز وسله واله یا سیاسي ننګونه نه شته.
د یوناما سرپرسې دا هم ویلي چې د افغانستان اقتصادي وده په ټولیزه توګه مثبتې خواته روانه ده او د اوږد مهاله پانګونې له لارې، مالي ثبات هم ټینګ دی.
جورجیت ګانیون وړاندې ویلي چې د زیات شمېر کډوالو راستنېدو د افغانستان اقتصادي ثبات له منځه وړي.
په ورته مهال، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې(اوچا) مشرې ایدم ورسن خبرداری ورکړی چې د ورکړل شویو شمېرو له مخې، دا مهال د افغان وګړو نیمایي برخه د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ ده.
مېرمن ورسن په افغانستان کې د خوراکي موادو کمښت ته په اشارې ویلي، ۳.۷ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخامخ دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې مشره په خپلو خبرو کې وايي: « افغانستان د نړۍ یو له پېچلو بشري ناورینونه تجربه کوي. د دې هېواد کابو نیمایي نفوس بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. اوس مهال شاوخوا ۴.۷ میلیونه افغانان دخوراکي موادو له جدي کمښت سره مخ دي. د خوراکي توکو کمښت د تېرو کلونو په پرتله، پنځوس سلنه زیات شوی.»
له بلې خوا، د هند استازي پرواتنني هرېش په خپلو خبرو کې له افغانانو د خپل هېواد د مالي ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ او د پاکستان له لارې یې د سوداګریزو لارو تړل مغرزانه ګام وباله.
هرېش زیاته کړې، هند زیات شمېر افغان سوداګرو ته وېزې صادرې کړې دي، ترڅو وکولی شي د سوداګرۍ له لارې د افغانانو ملاتړ وشي.
د هند استازي د امنیت شورا غونډې ته خبرو کې زیاته کړې: « نوی ډهلی به په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي. دپاکستان له خوا د سوداګریزو لارو تړل له سوداګرۍ نه د سیاسي فشار د وسیلې په توګه کار اخستل دي. نوی ډهلی د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د بیارغونې پروژې پلې کوي او د ورغتیا په برخه کې هم خپلو مرستو ته دوام ورکوي.»
همدارنګه، د اوزبېکستان او ترکمنستان استازو هم امنیت شورا ته خبرو کې ویلي چې دوی کولی شي د افغانستان اقتصادي وضعیت ښه کولو او سوداګرۍ د ودې لپاره مهم رول ولوبوي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غونډه کې دغو اندېښنو ته که څه هم اسلامي امارت تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې دا ډول اندېښنې بې ځایه بللې وې.
د اقتصاد وزارت چارواکو له دې وړاندې ویلي وو چې دوی د داسې حالت د مخنیوي لپاره مهم ګامونه پورته کړي دي.