Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/04

د ترکمنستان حکومت د نفت او ګازو په غونډه کې د ټاپي ګازو نل لیکې د پرمختګ اروزنه شوې او د پروژې د چټکتیا پر اړتیا یې ټینګار کړی.

د دې هېواد دولتي شرکت «ترکمن نفت» د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې غونډه کې د سرحد اباد – هرات ترمنځ د نل لیکې غځولو د اصلي برخې جوړېدو بهیر څېړل شوی او ټينګار شوی چې چارې یې باید د نړیوالو معیارونو له مخې تعقیب شي.

د یاد شرکت په خبرپاڼه کې زیاته شوې: « ځانګړې پاملرنه د ترکمنستان –افغانستان –پاکستان –هند د ګاز نل لیکې اصلي برخې ته شوې. دا برخه د ترکمنستان له سرحداباد څخه د افغانستان تر هرات پورې غځېږي.»

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، ټاپي د ګازو نل لیکه  شاوخوا۱۸۰۰ کیلومټره اوږدوالی لري چې هر کال ۳۳ میلیارد مترمکعبه طبعي ګاز د ترکمنستان له لارې افغانستان، پاکستان او هند ته انتقالوي.

د اقتصادي چارو شنونکي د ټاپي پروژه د افغانستان اقتصادي ثبات ته حیاتي بولي او له حکومت غواړي چې د دې پروژې پر ژر بشپړېدو کې کوټلي ګامونه واخلي.

د اقتصادي چارو شنونکی محمد عیسی مبارز وايي: « که دا ډول پروژې په چټکۍ سره عملي شي او پانګه اچوونکي هېوادونه او ادارې دېته په پام کې نیولې بودیجه په ټاکلي وخت تأمین کړي، هم د افغانستان په ګټه ده او هم د هغو هېوادونو چې اړتیا ورته لري.»

افغانستان کې د ټاپي ګازو نل لیکې ټول اوږدوالی څه باندې ۸۱۶ کیلومټره اټکل شوی چې رغنیزې چارې یې شاوخوا ۶۰ سلنه بشپړې شوې او د پاتې چارو کارونه یې په چټکۍ سره روان دي. 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې

جولای 30, 2026
هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي
اقتصاد

هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي

جولای 28, 2026
د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي
اقتصاد

د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي

جولای 28, 2026
ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی
اقتصاد

ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی

جولای 28, 2026
بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ

جولای 23, 2026

وروستي خبرونه

ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026
ملابرادر: حکومت به نورستان کې د سېلاب ځپلو کورنیو ستونزې حل کړي

ملابرادر: حکومت به نورستان کې د سېلاب ځپلو کورنیو ستونزې حل کړي

اگست 4, 2026
پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist