Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بهرنیو چارو وزارت: راتلوونکو څو ورځو کې به  د ټاپي او یو شمېر نورو پروژو عملي کارونه پيل شي

بهرنیو چارو وزارت: راتلوونکو څو ورځو کې به  د ټاپي او یو شمېر نورو پروژو عملي کارونه پيل شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/09

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ګازو نل لیکې (ټاپي)، نوري فایبر، برېښنا لېږدونې (ټاپ) او اوسپنې پټلۍ پروژو د پرانیستې کمېسیون د يادو پروژو د عملي چارو پيلولو په موخه د چمتوالي لومړۍ ناسته وکړه.

په ناسته کې د ټاپي، نوري فايبر، اوسپنۍ پټلۍ او ټاپ پروژو د پرانيستې په تړاو مهمې پرېکړې هم شوي دي.

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي په دې ناسته کې ويلي، د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي، اوسپنې پټلۍ، ټاپ او نوري فایبر پروژو عملي کارونه به په راتلونکو ورځو کې د يو لړ ځانګړو مراسمو پرمهال پرانيستل شي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل: «  د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي، نوري فایبر، ټاپ او اوسپنې پټلۍ د پروژو د پرانېستلو کمېسیون د چمتوالي لومړنۍ ناسته وکړه. د ریاست الوزرا له حکم سره سم، د بهرنیو چارو وزارت پر مشرۍ د امنیتي ارګانونو، کانونو او پټرولیم، ټولګټو چارو، اطلاعاتو او فرهنګ او مخابراتو وزارتونو، د اسلامي امارت مرکزي ویاند او د افغانستان برېښنا شرکت په ګډون نن په بهرنیو چارو وزارت کې د چمتوالي ناسته وکړه. په دې ناسته کې مشرانو د بېلابېلو کمېټو د چمتوالي راپورونه واورېدل او په سمه توګه د مراسمو ترسره کولو لپاره یې پرېکړې وکړې. ټاکل شوې دغه پروژې په راتلونکو څو ورځو کې پرانیستل شي.»

په ورته مهال د اقتصادي چارو کارپوهان د ټاپي پروژې په ګډون د نورو پروژو پیلېدل او د کابل او عشق آباد د اړیکو پراختیا د دواړو هېوادونو د اقتصادي ودې او پیاوړتیا لپاره مهم  ګام بولي.

 د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رشتیا وايي: « په ټولیزه توګه ترکمنستان لېوالتیا لري چې له افغانستان سره ستراتیژيکې تجارتي اړیکې ولري ترڅو وکولی شي خپل نفتي توکي او انرژي د افغانستان له لارې سوېلي آسیا ته ولېږدوي. کله چې دغه پروژې په حرکت پيل وکړي، په سیمه کې به د یو ډول همپالنې سبب شي.»

مخکېني حکومت او اوسنیو چارواکو په ځلونو د ټاپي پروژې کار د پیلېدو خبره کړې، خو تر اوسه دا پروژه نه ده پېل شوې.

د سیاسي چارو کارپوهان وایي، د ټاپي او نورو پروژو د عملي کارونو په پیلېدو سره به په افغانستان کې اقتصادي او سیاسي ثبات لپاره لاره هواره او دغه راز به په هېواد کې د فقر او بې ‌روزګارۍ کچه هم ټيټه او په خبره یې افغانستان به له مادي او معنوي اړخه په سیمه کې خپل ارزښت پېدا کړي.

د سیاسي چارو کارپوه ادریس محمدي ځاځی وايي: «د ټاپي پروژې پيل به په افغانستان کې اقتصادي او سیاسي ثبات ته لاره هواره کړي؛ د بې کارۍ کچه به ټیټه او د افغانستان مادي او معنوي ارزښت به لوړ شي او بهرنیو پانګوالو ته به د پانګونې زمینه برابره شي.»

د سیاسي چارو کارپوه حکمت الله حکمت وايي: « د ټاپي پروژې په بشپړېدو سره افغانستان د منځنۍ او سوېلي آسیا ترمنځ پل جوړیږي. دا به نه یوازې د انرژۍ لېږدولو یوه لیکه وي بلکې د دې ترڅنګ به لویه لار او د اورګاډۍ پټلۍ جوړيږي او د دې سیمې ولسونه به د بدو سیاستو پرځای، اقتصادي سیالیو ته مخه کړي.»

د دغو پروژو د پیل کولو د څرنګوالي په موخه مولوي امير خان متقي تېره اوونۍ د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغانستان ، ترکمنستان پولې ته څېرمه ولیدل او په دې اړه یې خبرې کړې.

د ټاپي نل لیکه له ترکمنستانه پیل او د افغانستان او پاکستان له خاورې په تېرېدو سره هند ته رسېږي.

په افغانستان کې د دغې پروژې په عملي کېدو سره به زرګونه هېوادوالو ته له کار موندلو سربېره، افغانستان ته د کال څه باندې ۴۰۰ میلیون ډالره ټرانزیت فیس هم ورکړل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي
اقتصاد

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

جولای 1, 2026
کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې
اقتصاد

کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

جولای 1, 2026
عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي
اقتصاد

عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي

جون 22, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي
اقتصاد

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي
اقتصاد

د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي

جون 16, 2026
پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول
اقتصاد

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جون 11, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

جولای 1, 2026
د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

جولای 1, 2026
کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist