له یوې خوا معلولیت او بله خوا د ژوند مجبوریت هغه څه دي چې د را سپړلو لپاره مو څو کیلومټره لار وهلې، ترڅو د درېيو معلولو اولادونو د پلا او مور د زړه او ژوند حال واخلو.
دوه پنځوس کلن سیدخان چې له تېرو ۱۳ کالونو راهیسې یې سروکار له ډاکټر او درملو سره دی، کڅوړې يې له درملو او د ډاکټرانو له نسخو ډکې دي، خو وايي، ناروغان یې لا هم رنځيږي.
د معلولینو پلار سید خان وايي: « ۱۳ کاله کېږي چې زه په دې ناروغیو اخته یم. یو زوی او یوه لور مې مړه شول او پاتې اولادونه مې هم ناروغان دي. ما افغانستان او پاکستان کې د دوی د درملنې هڅه وکړه، خو درملنه یې ونه شوه.»
پر تن معلول او د پنځه کسیزې کورنۍ سرپرستي یې بیا د ژوند بله ترخه کیسه ده. هغه وايي، کله چې روغ و، خپلې کورنۍ او ناروغانو ته یې رسېدنه کولی شوه، خو اوس چې پر شکر، رواني ناروغیو او فلج اخته دی، توان نه لري چې په يوازې ځان د خپلې کورنۍ ګېډه مړه کړي.
د معلولینو پلار سید خان وايي: « زه په شکر ناروغۍ اخته یم او دغه راز د ملا ډېسک لرم او په یوه لاس او پښه معذور یم. له دې وړاندې مې کاروبار کولی شو، خو اوس له کار او روزګار پاتې یم.»
دا کورنۍ په داسې حال کې خپل راتلونکي برخلیک ته اندېښنه لري چې ګټيالي يې د ناروغۍ پر بستر پراته دي. پر سیدخان سربېره د نوموړي درې اولادونه هم د لیدلو توان نه لري، یانې په سترګو معیوب دي او دغه راز پر وجود هم معذور دي.
د معلولینو مور وايي: « زموږ د ناروغانو درملنه نه کېږي، کله وشي کله ونه شي او هر یو یې معیوبیت لري. زه له خلکو غواړم چې موږ سره مرسته وکړي.»
معلول امېد الله وايي: « د ماښام له ازان وروسته هېڅ نه وینم، حتا نه شم کولی ډوډۍ وخورم. موږ سره د دې دولت او سره میاشت کمک وکړي.»
د دوی له حاله خبرېدو سره سم، د بلخ ولایت شهیدانو او معلولینو ریاست ورسره د همکارۍ ډاډ ورکوي او وایي، په ټوله کې يې څه باندې پنځه زره معلولین ورسره ثبت دي چې پر وخت مالي حقوق ترلاسه کوي او د معلولينو د ثبت لړۍ لا هم دوام لري.
د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو رییس جان محمد حکمت وايي: « موږ هڅه کوو چې د دې کورنۍ مرسته وکړو. موږ د دې ولایت پر خلکو هم غږ کوو چې د دې کورنۍ لاسنیوی وکړي. موږ خپلو ادارو ته امر کړی چې مستحق معلولین ثبت کړي، ترڅو د حکومت له مرستو او لاسنیوي برخمن شي.»
د دې کورنۍ غړو په وینا، تر دې مهاله ورسره هېچا داسې مرسته نه ده کړې چې د دوی ستونزې ورسره حل شوې وي.