Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ

بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/23

مزارشریف کې د نفتي توکو پروسېس دا چاڼ خونه(تصفیه خانه)، په ۲۴ ساعتونو کې تر ۶۰۰ ټنو د هغو خامو نفتو د پروسېس وړتیا لري چې د قشقري، انګوت او زمرود سای له ساحو څخه استخراجېږي.

د چاڼ خونې مسوولین وایي، د دې چاڼ خونې په جوړېدو یې شاوخوا۳۰ میلیونه امریکايي ډالر پانګونه کړې.

دوی له حکومتي چارواکو غواړي چې هېواد کې د کورنیو نفتي زېرمو د استخراج ظرفیت لوړ کړي، تر څو د نفتو اړتیا په کور دننه پوره او پر وارداتو تکیه کمه شي.

د چاڼ خونې ساختماني مدیر حامد باسط وايي: «  پر دې چاڼ خونې شاوخوا ۳۰ میلیونه امریکايي ډالره پانګونه شوې او په ۲۴ ساعتونو کې له ۵ تر ۶ سوو ټنو نفت تصفیه کولی شي.»

د چاڼ خونې مالي مدیر حسیب الله امیرزی وايي: « اوسمهال هېواد کې د نفتي زېرمو استخراج ډېر شوی او په دې برخه کې پرمختګونه شوي، خو موږ لا هم له دولت هیله لرو چې لا ډېرې څاه ګانې وکیندي، ترڅو پر ځان بسیاینې ته ورسېږو.»

په دې چاڼ‌خونه کې۱۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې چې ډېری یې له ګاونډیو هېوادونو څخه تازه راستانه شوي کډوال دي.

دوی په هېواد کې د کاري فرصتونو له رامنځته کېدو خوښي څرګندوي او وایي، د چاڼ شویو نفتي موادو کیفیت لومړی په لابراتوار کې ارزول کېږي او له اړینو ازموینو وروسته بازارونو ته وړاندې کېږي.

د چاڼ خونې تخنیکي انجینر احمد جاوید بیګزاد وايي: « دلته له قشقري، انګوت او زمرود سای څخه نفت راول کېږي او بیا زموږ په لابراتور کې د نورم او ستندرد له مخې پروسېس کېږي.»

د چاڼ خونې کارګر غلام رسول شریفي وايي: « زه له دې وړاندې ایران کې وم، اوس دلته په دې چاڼ خونه کې کار کوم. د خدای شکر اداء کوم چې اوس په خپل هېواد کې کورنۍ ته روزي ګټم.»

په همدې حال کې د بلخ ولایتي د نفتو اتحادیې مسوولین وایي، دا مهال په هېواد کې ۱۴ د نفتو چاڼ‌خونې فعالیت کوي چې په معیاري ډول په کور دننه استخراج شوي نفت پروسېس کوي.

د دوی په خبره، دغه چاڼ‌خونې هره ورځ د امو دریا له نفتي حوزې استخراجېدونکي شاوخوا١٢٠٠ ټنه خام نفت پروسېس کوي او د دولت خزانې ته نږدې یو میلیون ډالر ورځنی عاید برابروي.

شمال زون کې د نفتي توکو اتحادیې رییس مومن ضیایي وايي: « موږ دا مهال افغانستان کې د نفتو د پروسېس ۱۴ فعالې چاڼ خونې لرو. له دې ډلې ځینې چاڼ خونې ښه باکیفیته تېل وباسي . دا مهال له قشقري، زمرود سای او انګوت څخه هره ورځ ۱۲ سوه ټنه استخراج شوي نفت په همدې فابریکو کې پروسېس کېږي او هره ورځ یومیلیون ډالره د دولت خزانې ته سپاري.»

د معلوماتو له مخې، افغانستان هره ورځ لس زره ټنه نفتو ته اړتیا لري خو دا مهال د امو دریا نفتي حوزې اړوند قشقري، انګوت او زمرد سای نفتي سیمو څخه په ورځني ډول ١٣٠٠ ټنه نفت استخراجېږي او پاتې برخه له نورو هېوادونو واردېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist