Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ کې د اوړو او غنمو کاروبار لوی بازار پرانیستل شو

بلخ کې د اوړو او غنمو کاروبار لوی بازار پرانیستل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/06

د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د مزار هوټل لوی سوداګریز مرکز په نوم د هېواد پر کچه د اوړو او غنمو د کاروبار لوی بازار پرانیستل شو.

د پرانيستې په مراسمو کې محلي چارواکو وویل، د دې بازار له فعالیت سره به سوداګرو ته د اوړو او غنمو په پېر او پلور کې اسانتیاوې رامنځته شي او دغه راز به په بازارونو کې ورسره د احتکار مخه هم ونیول شي.

د مزار هوټل سوداګریز مرکز مسوول مصطفی مومند وايي: « دغه بازار زموږ ولس ته ډېره ګټه لري، په دې کې د اوړو او غنمو کیفیت، نرخونه او مشخص ځای ټاکل کېږي. له دې وړاندې سوداګرو هرځای په پرچون ډول د اوړو او غنمو کاروبار کاوه. اوس د ټولو لپاره یو مشخص آدرس وجود لري او هرڅوک کولی شي دلته پېر او پلور ورکړي.»

په ورته مهال، د افغانستان د اوړو او غنمو د کاروباريانو ټولنې مسوولین د صنعتي ودې لپاره د دې بازار پرانیستنه مهمه ګڼي او زیاتوي چې د دې سوداګریز مرکز له لارې به په بازارونو کې د احتکار مخنیوی هم وشي.

د افغانستان اوړو او غنمو کاروباريانو ټولنې استازی محمد یاسین وهاب زاده وايي: « دغه ګام به د سیمې په اقتصادي وده کې د پام وړ رول ولري. همدارنګه د دې بازار پرانیستل د بلخ د نورو سوداګرو او پانګوالو لپاره د هڅونې یوه بېلګه ګڼل کېږي.»

همدارنګه یو شمېر سوداګر د یاد بازار پرانیستنه د کاروبار په برخه کې ښه ګام بولي او له سوداګرو د حکومت پر ملاتړ د ټينګار ترڅنګ غوښتنه کوي چې پانګوال دې په کور دننه پانګونې ته لومړيتوب ورکړي.

سوداګر حاجي محمد افضل وايي: « دا بازار به ډېر رقابت جوړ کړي او د غنمو په نرخ کې به کموالی راولي. دا بازار زموږ سوداګرو، هېوادوالو او کروندګرو ته ډېر سهولت دی. موږ په نورو کسانو هم غږ کوو چې ورته ګامونه پورته کړي.»

سوداګر ذبیح الله وايي: « دا بازار به د غلې په نرخونو ډېر اغېز ولري. له دې وروسته به په دې بازار کې د غنمو د نرخ له بولۍ په ټولو شمالي ولایتونو کې د غنمو نرخ ټاکل کېږي.»

له بلې خوا، د بلخ ولایتي چارواکي سوداګرو ته د نورو اسانتیاوو برابرولو لپاره د خپلو هڅو د دوام ډاډ ورکوي او زیاتوي، د نوي بازار پرانیستل د سوداګرو لپاره ښه زيری دی.

د بلخ مرستیال والي نورالهادي ابو ادریس وايي: « زموږ ملي سوداګر چې د نړۍ په هرځای کې وي، را دې شي او دلته دې پانګونه وکړي او دا ډول ځایونه دې جوړ کړي. هرڅومره چې ستندرد او معیاري ځایونه ډېر جوړ شي، لاهم کفایت نه کوي او باید زیات شي.»

د بلخ صنعت او سوداګرۍ رئیس امیر محمد متقي وايي: « تاسو ته بهتر مالومه ده چې د اسلامي امارت مسوولین او په ځانګړې توګه د صنعت او تجارت وزارت هڅه کوي چې څنګه کولی شي خپل تجارت په خارجي سطحه او داخلي کچه شفافیت ته ورسوي.»

ټاکل شوې مزار هوټل لوی سوداګریز مرکز کې د اسعارو د تبادلې او نفتي توکو بازارونه هم په نږدې راتلونکي کې پرانیستل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist