Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ایران کې د ایکو سازمان غونډه د سرپرست حکومت له ګډون پرته پيل شوه

ایران کې د ایکو سازمان غونډه د سرپرست حکومت له ګډون پرته پيل شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/03

د اقتصادي همکاريو سازمان يا (ایکو) د بهرنیو چارو وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه د دوشنبې په ورځ (د ۱۴۰۳ کال د لیندۍ پر ۱۲ مه) د ايران په مشهد کې پیل شوه.

 په دې غونډه کې د اورګاډو او سړکونو د شبکې له پراختیا سربېره، د سرحدونو د مديريت پر طرزالعملونو او د وېزو پر اسانولو بحث کېږي.

سرپرست حکومت په دې غونډه کې د خپل پلاوي د ګډون یا نه ګډون د لاملونو په اړه څه نه وايي، خو پوښته دا ده چې د ایکو سازمان په روانه غونډه کې د اسلامي امارت استازي ته ولې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوي؟

د نړیوالو اړیکو کارپوه سمیر انګار وايي: « اسلامي امارت په نړیواله سطح رسمیت نه لري او بله مساله هم یو شمېر هغه محدودیتونه دي چې د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار کولو وضع شوي دي.»

خو ځينې نور په دې باور دي چې د ایکو سازمان په روانه غونډه کې د سرپرست حکومت پلاوي نه ګډون ښايي منفي اغېزې ولري.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رشتیا وايي: « په دې ډول ناستو کې د افغانستان حضور ډېر زیات اهمیت لري.»

د نړیوالو اړیکو کارپوه نجیب‌الرحمن شمال وايي: « د سرپرست حکومت استازي ته بلنه نه ده ورکړل شوې، البته دا مساله په داسې حال کې چې د افغانستان په زیان ده او د نړۍ اکثریت هېوادونه او په ځانګړې توګه د ایکو هېوادونه له افغانستان سره سیاسي او اقتصادي تعامل او قراردونه لري؛ دغه مساله کولی شي په سیمه کې د افغانستان دریځ کمزوری کړي.»

د يادونې  وړ ده چې افغانستان، آذربایجان، ایران، قزاقستان، قرغزستان، پاکستان، تاجیکستان، ترکمنستان، ترکیه او ازبېکستان د ايکو سازمان غړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
کشمیر کې د پاکستاني ریاست ضد لاریونونو پرمهال لسګونه کسان وژل شوي
نړۍ

کشمیر کې د پاکستاني ریاست ضد لاریونونو پرمهال لسګونه کسان وژل شوي

جولای 30, 2026
د پاکستان اټومي وسلو د ناخوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي
نړۍ

د پاکستان اټومي وسلو د ناخوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي

جولای 28, 2026
پاکستاني چارواکو کابل کې د علماوو له وروستۍ فتوا هرکلی کړی
نړۍ

اسحاق ډار: پاکستان کې په تېر یوه کال کې له ۲ زرو امنیتي پېښې شوې

جولای 26, 2026
امریکا: د اټومي تأسیساتو تر ویجاړېدو پورې پر ایران بریدونو ته ادامه ورکوو
نړۍ

امریکا: د اټومي تأسیساتو تر ویجاړېدو پورې پر ایران بریدونو ته ادامه ورکوو

جولای 21, 2026
کراچۍ کې د رنجرز ځواکونو پر مرکز برید؛ ګڼو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
نړۍ

کراچۍ کې د رنجرز ځواکونو پر مرکز برید؛ ګڼو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

جون 29, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist