Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ایران له افغانستان سره د رېل ګاډي له لارې د راکړه ورکړې زیاتولو خبر ورکوي

ایران له افغانستان سره د رېل ګاډي له لارې د راکړه ورکړې زیاتولو خبر ورکوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/05

ځينو ايراني رسنیو ويلي، په کابل کې د ايران شارژدافېر د خپل هېواد د سړکونو او ښاري پراختیا له مرستیال سره د افغانستان، ایران او  چین ترمنځ د ګډې رېل پټلۍ پر اقتصادي ګټو خبرې کړې.

د ایران د سړکونو او ښاري پراختیا وزارت مرستیال وايي، د تلې په میاشت کې د ایران- افغانستان رېل پټلۍ له لارې ۶۳ زره ټنه صادرات او واردات ترسره شوي.

د نوموړي په خبره، دا پروژه د اقتصاد اړیکو پر پراختیا سربېره د سیمه‌ییز ټرانسپورټ او سوداګرۍ حجم لوړولو لپاره هم اغېزناکه ده.

د ایران د سړکونو او ښاري پراختيا وزارت مرستیال جبارعلي ذاکري وايي: « دا پروژه د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا، سیمه‌ییزې پراختیا، له نړیوالو رېل پټليو سره پیوستون او دغه راز سوداګریزو توکو او مسافرو په لېږد کې اسانتیاوې رامنځته کوي.»

نوموړي دا هم ويلي، د افغانستان او ايران اورګاډي پټلۍ شبکې په پراخولو سره هڅه کوي چې په راتلونکي کې د يادې پټلۍ له لارې د دواړو هېوادونو د انتقالاتو کچه ۱۰۰ ټنو ته لوړه کړي.

د ايران او افغانستان ترمنځ د اورګاډي پټلۍ پر انتقالاتو سربېره د مسافرو تګ راتګ مهمه لار هم ګڼل کېږي. شنونکي دې ته په پام چې افغانستان په وچه کې ايسار هېواد دی، له هېوادونو سره يې د اورګاډي پټليو په وسيله نښلېدل مهم بولي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رښتیا وايي: « تاسو پوهېږئ چې افغانستان په وچه پورې تړلی هېواد دی، نړیوالو اوبو ته لاسرسی نه لري او ځینې وختونه له خپلو یو شمېر ګاونډیانو سره سرحدي او ټرانزیټي ستونزې لري، نو هرڅومره چې موږ ډېرې بدیلي لارې ولرو، همدومره ډېر کولی شو د سوداګرۍ په برخه کې د پام وړ پرمختګونه ولرو.»

د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « هره نوې لارې چې کولی شي افغانستان له ګاونډيو هېوادونو او نړۍ سره ونښلوي، د افغانستان په ګټه ده. له ایران سره د اورګاډي پټلۍ نوی خط به نه یوازې د افغانستان او ایران ترمنځ تجارت پیاوړی کړي بلکې دواړو هېوادونو ته به د دې فرصت ورکړي چې نورو هېوادونو ته هم لاسرسی پیدا کړي.»

له دې وړاندې د ایران د بهرنیو  چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب‌ آبادي هم د اکټوبر په ۲۶ په کابل کې له حکومتي چارواکو سره د اړیکو پر پیاوړتیا سربېره، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې سوداګرۍ او ټرانزیټ پراختيا لپاره پر سیمه‌ییز اتصال خبرې کړې وې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist