Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ایراني چارواکي: د افغانستان ګرانبیه ډبرو لومړۍ جوپه د چابهاربندرله لارې چين ته صادره شوه

ایراني چارواکي: د افغانستان ګرانبیه ډبرو لومړۍ جوپه د چابهاربندرله لارې چين ته صادره شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/17

د پاکستان له ګوادر بندر سره نږدې د ایران ستراتیژیک بندر چابهار چې د هند سمندر اوبو سره نښتی دی، د سوداګرۍ، ټرانسپورټ او ټرانزیټ لپاره مناسب موقعیت لري، د منځنۍ آسیا له هېوادونو وروسته د افغانستان د تجارت او ټرانزیت لپاره تر ټولو ښه او ارزانه سوداګریزه لار ده.

تازه د ایران د سیستان او بلوچستان د بندرونو او سمندري چارو ادارې خبر ورکړی، چې د افغانستان د قيمتي ډبرو لومړۍ جوپه د چابهار بندر له لارې چين ته صادر شوه.

د دغې ادارې مرستيال حسین شهدادي ویلي:« نن د افغانستان په قیمتي ډبرو بار ۱۲ لارۍ توکي د کانټینرونو په وسیله چین ته واستول شول. دغه توکي د افغانستان له نیمروز ولایت څخه د چابهار بندر له لارې مستقیماً چین ته ولیږدول شو.»

شهدادي دغه راز ویلي، له افغانستان څخه چابهار ته په مخامخ توګه د ټرانسپورټي خدمتونو په پيل کېدو سره د چابهار بندر له لارې د مالونو د لیږد وخت او لګښت کم شوی او ورسره د ټرانزیټي مالونو د لېږد رالېږد کچه لوړه شوې.

سوداګر دغه بندر د افغانستان لپاره مهم او ګټور بولي او ټینګار کوي، چې سرپرست حکومت باید کراچۍ او ګوادر بندرونو پر ځای د دغه مثبت بدیل لپاره منظم ټرانسپورټ برابر کړي تر څو افغاني توکي په کم وخت او لږ لګښت تر چابهاراو له هغه ځایه نړیوالو بازارونو ته ورسېږي.

سوداګر نبي افغان وايي: «د چابهار فعال ساتلو لپاره باید موږ تخصصي او سټراتیژیک فکر وکړو. موږ کولی شو له دې لارې ایران، هند، چین، بنګله دېش او سریلانکا سره راکړه ورکړه وکړو. دغه هېوادونه زموږ د توکو او په ځانګړې توګه مېوو او ترکاریو لپاره ښه بازارونه لري. حکومت باید  د لومړۍ درجې مسوول په توګه د دې لارې په اوږدو کې شته خنډونه لرې کړي.»

پانګوال او  د اقتصادي چارو شنونکي له دغې لارې چین ته د صادراتو پيل د تجارت برخه کې یوه لاسته راوړنه ګڼي او زیاتوي، چابهار له کراچۍ بندر وروسته د افغانستان لپاره مهم دی او دغه لار افغانستان له نړۍ سره نښلولی شي.

د اقتصادي چارو کارپوه او پانګوال عبدالجبار ساپي وايي: « د لومړي ځل لپاره د افغانستان قېمتي ډبرې د چابهار له لارې چین ته صادرې شوې. دغه بندر له کراچۍ وروسته زموږ لپاره ډېر مهم دی او موږ کولی شو، چې له  دې لارې د هند او چین په ګډون له نورې نړۍ سره سوداګري وکړو. په اقتصادي لحاظ هم دغه بندر د افغانستان د صادراتو لپاره یوه لاسته راوړنه ده او کولی شي د افغانستان تجارت ته وده ورکړي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چین ته د دغو صادراتو د مالي ارزښت په تړاو څه نه دي ویلي، خو ایراني چارواکو تمه ښودلې، چې له چابهار بندر څخه د مالونو د لېږد په زیاتېدو سره به هره ورځ له دغې لارې سلګونه لارۍ مالونه افغانستان او منخۍ آسیا ته انتقال شي.

 ایراني چارواکو هیله څرګنده کړې، چې له چابهار سره د ازبکستان هېواد د رېل پټلیو نښلول به د ټرانسپورټ لګښت را کم کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي
اقتصاد

عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي

جون 22, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي
اقتصاد

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي
اقتصاد

د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي

جون 16, 2026
پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول
اقتصاد

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جون 11, 2026
بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي
اقتصاد

بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

جون 11, 2026
د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي
اقتصاد

د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي

جون 1, 2026

وروستي خبرونه

افغان او اروپايي ټولنې چارواکو پر دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې کړې

افغان او اروپايي ټولنې چارواکو پر دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې کړې

جون 25, 2026
کابل کې د او.آی.سي دفتر مشر د سعودي عربستان له سفیر سره کتلي

کابل کې د او.آی.سي دفتر مشر د سعودي عربستان له سفیر سره کتلي

جون 25, 2026
د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

جون 24, 2026
ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

جون 24, 2026
د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist