Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي

اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/19

د اوزبېکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په مشرۍ یوه پلاوی بلخ ته د سفر پر مهال ویلي، غواړي په مزار شريف ښار کې د نساجۍ يوه فابرېکه جوړه کړي.

د دوی په خبره، دغه فابریکه به هر کال ۱۵ زره ټنه نساجي توکي تولید کړي او سلګونه افغانانو ته به د کار کولو زمينه هم برابره کړي.

اوزبېک سوداګرو د نساجي فابرېکې پر جوړولو سربېره، افغان سوداګرو ته د کرنې په مکانيزه کولو، د سړو خونو په جوړولو او سمنټو په تولید کې هم د خپلو همکاريو ډاډ ورکړی.

د اوزبېکستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستیال عبدالرحمانوف سهراب وايي: « موږ د بلخ له والي سره د همکاریو، د نساجي فابریکې جوړولو او کرنیزو پروژو په اړه خبرې وکړې. دغه فابریکه به هر کال ۱۵زره ټنه تولید ولري او ګڼو کسانو ته به د کار کولو زمینه برابره کړي. همداراز په بلخ کې به د پنبې نوی تخم وکرل شي او بامیانو ته به د کچالانو اصلاح شوي تخمونه ولېږدول شي.»

اوزبېک سوداګرو دغه راز ویلي، افغانستان په ځانګړي ډول شمالي ولایتونه د کرنې او صنعت لپاره مناسب فرصتونه لري او د ګډو همکاریو له لارې کولی شي دواړو هېوادونو ته اقتصادي ګټې ورسوي.

دوی همداراز زیاته کړې، په بلخ کې پر۱۰۰ هکټاره ځمکو د پنبې د یوه سېرحاصله تخم کرلو پلان لري او په خبره یې، د دې پروژې موخه په افغانستان کې د پنبې حاصلاتو زیاتوالی او د نساجۍ صنعت لپاره د خامو موادو برابرول دي.

اوزبېکستاني سوداګر نادر اوف وايي: « افغانستان او په ځانګړي ډول شمالي ولایتونه د کرنې او صنعت لپاره ښه فرصتونه لري او موږ کولی شو د ګډو همکاریو له لارې دواړو هېوادونو ته ګټه ورسوو. موږ د پرله پسې سفرونو په ترڅ کې دې نتيجې ته ورسېدو چې په افغانستان کې د کرنې مکانيزه کولو او سمنټو تولید په برخو کې کار وکړو. موږ له افغان بزګرانو سره د کرنې په مکانيزه کولو کې همکاري کوو او د سمنټو تولید په برخه کې پانګونه کوو. د جغرافیوي نږديوالي له امله دا برخې د دواړو هېوادونو په ګټه دي.»

د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونې د دارالانشا رییس اسدالله اسدي وايي: « تاسو وینئ چې د تورخم لارې له تړل کېدو وروسته په سیمه کې د افغان سوداګرو لپاره ډېر زیات فرصتونه برابر شول. افغانستان د خپلو ټولو ګاونډیو هېوادونو په پرتله د توکو د مصرف او خریدارۍ زیات پوټنشیل لري.»

بله خوا، افغان سوداګر هم اوزبېکستان د افغانستان لپاره مهم اقتصادي شریک بولي او وایي، د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې په وروستیو کلونو کې پراخې شوې دي او افغان سوداګر باید د اوزبېک سوداګرو له تجربو، ټکنالوژۍ او ګډو پانګونو ګټه واخلي.

د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال نصیر احمد سلطان زاده وايي: « دا هرڅه د دې څرګندونه کوي چې اوسمهال زموږ دولت امنیت ټینګ کړی او د پانګونې لپاره یې فرصتونه برابر کړي. له اوزبېکستاني پانګوالو سره د همکاریو لاسلیک کړي هوکړه لیکونه هم څرګندوي چې افغانستان پر خپلو پښو د درېدو په حال کې دی. موږ د اوزبېکستان پانګوالو او سوداګرو ته بلنه ورکوو چې په ډاډه زړه افغانستان کې پانګونه وکړي. همدارنګه افغان سوداګرو ته هم ګاونډي اوزبېکستان کې له شته فرصتونو ګټه واخلي.»

بلخ د افغانستان له مهمو سوداګریزو ولایتونو ګڼل کېږي او د حیرتان بندر له لارې له اوزبېکستان سره نږدې اقتصادي اړیکې لري؛ هغه اړیکې چې اوس د صنعت او تولید په برخو کې د پراختیا نوي پړاو ته د داخلېدو په حال کې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist