Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

امریکايي پانګوال افغانستان کې پانګونه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/02/26

امریکايي پانګوال لیواله دي، چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

امریکايي پانګوال افغانستان کې د نوري فایبر او کان کیندنې برخو کې پانګونه کوي.

دا خبرې کابل کې د افغان- امریکا د ګډې سوداګرۍ خونې مسوولینو په واشنګټن کې د اپریل میاشتې نړیوال نندارتون لپاره د چمتووالي ناسته کې وکړې.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې اجرایوي مشر وایي ، له امریکا سره ورځ تر بلې سوداګري د پراختیا په حال کې ده.

د افغانستان او امریکا د ګډي سوداګرۍ خونې مشر وایي امریکايي پانګوال لیواله دي چې افغانستان کې د کانونو، نوري فایبر او نورو برخو کې پانګونه وکړي.

د افغان- امریکایي سوداګرۍ خونې عامل مشر جیفري ګریکو داسې وویل (( امریکايي پانګوال به تر راتلونکو دولسو میاشتو کې د نوري فایبر د پراختیا په برخه کې په ځانګړي ډول هغه ولایتونو کې سل میلیونه ډالر پانګونه وکړي، چې خلک یې مخابراتي خدمتونو ته لاس رسی نلري.امریکا يي پانګوال لیواله دي چې افغانستان کې په بیلابیلو برخو کې پانګونه وکړي.))

د ګډې خونې مسوولین وايي هڅه کوي،چې د دواړه هیوادونو ترمنځ د شته فرصتونو لمخې د سوداګرۍ پراختیا کار موندنې لپاره کار وکړي.

کلپ،،، د افغان ـ امریکایي سوداګرۍ خونې مشر : سلیمان لطفي

د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، د افغانستان او امریکا  هیوادونو ترمنځ سوداګري  د پراختیا لپا ره هڅې چټکې شوي او د هوایي  کارګو فعالیدو سره  به د هیواد محصولات تر امریکا هم ورسیږي.

باور دادی چې له کارګو، چابهاراو لاجوردو لارو پرانستې سره نړیوال افغانستان کې پانګونې ته لیواله شوي.

د سوداګرۍ خوني مسولین وایي، افغانستان کې د کانونو، انرژۍ د تولید او د کرنې برخو کې د پانګونې لپآره ښه فرصتونه شته چې پانګونه پرې وشي. 

دا ناسته کې واشنګټن کې د اپریل میاشت نړیوال څوارلسم نندارتون جوړیدو د چمتووالي او مالوماتو شریکولو په موخه جوړه شوې وه.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist