Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
الکوزی: واګه بندر کې د افغان سوداګرو ۲ زره کانټینر درول شوي

الکوزی: واګه بندر کې د افغان سوداګرو ۲ زره کانټینر درول شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/05

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه مسوولین وايي، د پاکستان او هند ترمنځ په کشمیر کې د وروستۍ پېښې له امله را ولاړې شوې ستونزې له کبله د افغان سوداګرو د بېلابېلو توکو بار سلګونه لارۍ په واګه بندر کې اېسارې دي.

دوی زیاتوي، دا مهال هغه ۱۵۰ لارۍ چې د پاکستان له خاورې د تلو اجازه ورکړل شوې، واګه بندر ته تر رسېدو وروسته د هندي چارواکو له لوري دې هېواد ته د اووښتو اجازه نه ده ورکړل شوې.

 د دوی په خبره،  پاکستان د افغان سوداګرو شاوخوا دوه زره کانټینره توکي په واګه بندر کې له دې کبله ایسار کړي چې هندي توکي په کې بار دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی الکوزی زیاتوي: « بله خوا د بدبختۍ خبره دا ده چې پاکستان زموږ شاوخوا ۲ زره کانټینره هغه وارداتي توکي درولي چې د هندوستان تولید دي. حتا ځینې توکي یې په چمن او تورخم کې افغانستان ته د ننوتلو پرمهال هم درولي دي. له یوې خوا هندوستان موږ ته ضرر را رسوي او زموږ وچې مېوې ته اجازه نه ورکوي او له بلې خوا پاکستان له هندوستان زموږ ټرانزیټ ته اجازه نه ورکوي.»  

خان جان الکوزی وايي، هڅې روانې دي چې دې ستونزې ته د حل لارې پیدا شي، خو په خبره یې په نږدې راتلونکي کې یې شونتیا ډېره کمه ده.

د  الکوزي په خبره، د دې ستونزې دوام کولی شي د افغانستان په بازارونو کې د مشخصو توکو بیې خورا لوړې کړي.

هغه زیاتوي: « هره ورځ د افغانستان وارداتو او صادراتو ته میلیونونه ډالره زیان رسېږي. په دې اړه تقریبا ً یوه اوونۍ کېږي چې موږ هڅې کوو او دغه راز د پاک – افغان ګډه سوداګریزه خونه هم په کراچۍ او اسلام اباد او هم په کابل کې هڅه کوي چې دا ستونزه حل کړي.»

بل پلو، د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور وکړی، که څه هم پاکستان په سر کې افغاني توکو ته د واګه بندر له لارې هند ته د اوښتو اجازه ورکړې وه، خو د دې هېواد د ملي امنیت کمېټې د تېرې اپرېل میاشتې پر ۲۴مه د پاکستان له لارې هند ته د درېیمو هېوادونو د توکو پر اووښتو هم بندیز لګولی.

دې ورځپاڼې د افغانستان د يوه چارواکي له قوله ویلي، د هند بهرنیو چارو وزارت د یوه لیک له لارې په سرحد کې له خپلو چارواکو غوښتي چې هند ته د افغاني لاریو د وراووښتو په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابري کړي.

د راپور یوه برخه: « یوه افغان چارواکي ویلي، د هند بهرنیو چارو وزارت د یوه لیک له لارې په سرحد کې له خپلو چارواکو غوښتي چې هند ته د داخلېدو په برخه کې افغان لاریو ته اسانتیاوې برابرې کړي.»

د اقتصادي چارو شنونکي د واګه بندر د بېرته پرانیستل کېدو غوښتنې ترڅنګ وايي، د دې لارې د بندېدلو دوام کولی شي افغانستان ته سلګونه میلیونه ډالر زیان واړوي.

د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « د اوس لپاره دا مهمه ده چې هغه توکي او اجناس چې دواړو غاړو ته پراته دي، داسې چاره وشي چې د ضرر اندازه یې کمه وي. باید داسې لارې ورته پيدا شي چې دغه توکي پرې خپل منزل ته ورسېږي.»    

دا هرڅه داسې مهال دي چې افغانستان له هند سره د واګه بندر له لارې په کلني ډول تر ۵۰۰ میلیونو ډالرو صادرات لري چې په دې صادراتي توکو کې ډېری وچه او تازه مېوه، سابه او طبي توکي شامل دي چې د دې لارې له بندېدو سره یوازې په صادراتي برخه کې هېواد ته ګڼ مالي زیانونه اوړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي
اقتصاد

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي
اقتصاد

د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي

جون 16, 2026
پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول
اقتصاد

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جون 11, 2026
بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي
اقتصاد

بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

جون 11, 2026
د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي
اقتصاد

د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي

جون 1, 2026
اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي
اقتصاد

اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي

مې 19, 2026

وروستي خبرونه

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist