Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اقتصاد پوهان: هېواد کې د اقتصادي وضیعت کنټرول لپاره باید کوچنۍ او سترې پروژې پلې شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/16

د اقتصادي چارو یو شمېر پوهان وايي، په هېواد کې  د روان اقتصادي ناورین د مخنیوي لپاره باید اسلامي امارت له نړیوال سره تعامل وکړي او ترڅنګ یې په کوچنیو او سترو پروژو کار پیل کړي.

دوی وايي، کوچنۍ پروژې د لنډ مهال لپاره د خلکو ستونزي حل کولای شي،خو د اوږد مهال لپاره بیا هغو پروژو ته اړتیا ده،چي افغانستان د پردیو له احتیاج وژغوري.

اقتصاد پوه جبار ساپی وايي:« له اقتصادي پلانه بله لاره نه شته دی. اقتصادي پلان کې ترانسپورټ دی،چې اوس ورباندې کار کېږي، د ټاپي پروژه ده، کاسا زر، د رېل سړک دی،چې ازبکستان غواړي،چې خپل ریل له پاکستان سره وصل کړي. د افغانستان له ترانزیټه کار واخلي. دغه مسلې د دې لامل کېږي،چې په افغانستان کې بنیادي بدلون راشي، خو دا اوږدمهاله دي. »

اقتصاد پوه  سلیمان احمدزی وايي:« د افغانستان له اسلامي امارت مو غوښتنه دا ده،چې له نړیوالو سره تعامل وکړي. لنډمهاله او اوږدمهاله پروژې په کار واچوي،چې ورسره به له یوې خوا د افغانستان خلکو ته د کار زمینه برابره شي او له بلې خوا به له فقر او بدبختیو خلاص شو.»

یو شمیر نور بیا وايي، په هېواد کې لاسته رواړنې په ختمیدو دي، سوداګري هم له رکود سره مخ ده او هغه پروګرامونه،چې د پیاوړتیا لامل کیږي، نه شته.

بل خوا اسلامي امارت  د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني بیا وايي،د هېواد اقتصادي حالت د پرمختګ پر لور روان دی او له کورنیو عوایدو بودیجه په چمتو کېدو ده،چې اوږدمهاله پروژې پرې پیل شي.

سمنګاني  زیاته کړه:«   زموږ بودیجه د لومړي ځل لپاره له کورنیو عوایدو ترلاسه کېږي. اقصاد مو د ښه والي پر لور روان دی. د لویو پروژو لکه د قوش تېپې کانال او سرپل د نفتو کانونو چارې له کورنیو عواید پر مخ وړل کېږي. یو لړ ستونزې شته چې لامل یې نړیوال بندیزونه دي.»

افغانستان کې د اقتصادي ناورین اندیښنې وروسته له هغې زیاتیږي،چې نړیوال بانک هم په خپل راپور کې ویلي، د ۲۰۲۱ زېږدیز کال په وروستیو کې د افغانستان سرانه عاید له درېیمې، یوې برخې ته راټيټ شوي او ټول پرمختګونه پر ټپه دریدلي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي
اقتصاد

د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي

جون 16, 2026
پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول
اقتصاد

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جون 11, 2026
بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي
اقتصاد

بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

جون 11, 2026
د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي
اقتصاد

د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي

جون 1, 2026
اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي
اقتصاد

اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي

مې 19, 2026
اورچوک: د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۲.۶ سلنه ډېره شوې
اقتصاد

اورچوک: د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۲.۶ سلنه ډېره شوې

مې 19, 2026

وروستي خبرونه

موټرچلوونکي او مسافر د مزارـ کندوز لویې لارې جوړېدو غوښتنه کوي

موټرچلوونکي او مسافر د مزارـ کندوز لویې لارې جوړېدو غوښتنه کوي

جون 17, 2026
فضل الرحمن:  پاکستان دې افغانستان سره د اړیکو رغولو پالیسي بدله کړي

فضل الرحمن:  پاکستان دې افغانستان سره د اړیکو رغولو پالیسي بدله کړي

جون 17, 2026
د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې

د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې

جون 17, 2026
چین او روسیې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان پر ادغام ټینګار وکړ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید کړ

جون 17, 2026
چین او روسیې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان پر ادغام ټینګار کړی

چین او روسیې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان پر ادغام ټینګار کړی

جون 17, 2026
متقي: افغانستان له لارې د مرکزي او سوېلي اسیا نښلولو لپاره باید له ګډو پروژو ملاتړ وشي

متقي: افغانستان له لارې د مرکزي او سوېلي اسیا نښلولو لپاره باید له ګډو پروژو ملاتړ وشي

جون 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist