Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اقتصادي کمېسیون ګمرکونو کې د کمپیوټري سکنرونو ځای پر ځای کولو طرحه تائید کړه

اقتصادي کمېسیون ګمرکونو کې د کمپیوټري سکنرونو ځای پر ځای کولو طرحه تائید کړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/02/08

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال  ملا عبدالغني برادر آخوند پر مشرۍ د اقتصادي کمېسیون له خوا د هېواد په ۱۲ ګمرکي بندرونو کې د کمپیوټري سکنرونو ځای پر ځای کولو طرحه تائيد شوه.

د اقتصادي کمېسیون مالوماتو له مخې، د يادې طرحې پر بنسټ به له خصوصي سکټور سره  د عامه مشارکت له لارې د ۸ میلیاردو افغانیو په پانګونې سره، په بېلابېلو ګمرکي بندرونو کې ۲۴ پایې لوی برېښنایي سکنرونه ځای پر ځای شي.

دا سکنرونه به د دوو کلونو په موده کې فعال او کټې اخېستنې ته وسپارل شي، چې هر بندر کې به یو سکنر د صادراتو او یو بل هغه د وارداتو د چېک او پلټنې په  موخه ځای پر ځای  شي.

د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وايي:« د هېواد په ۱۲ ګمرکي بندرونو کې د برېښنايي سکنرونو ځای پر ځای کولو طرحه د اقتصادي کمېسیون له لوري تائید شوه. له دې سره به د هېواد په ۱۲ ګمرکي بندرونو کې له خصوصي سکتور سره د عامه مشارکت له لارې د ۸ میلیارده افغانیو په پانګونې سره ۲۴ پایې لوی برېښنايي سکنرونه د دوو کلونو په موده کې ځای پر ځای او فعاله شي، چې په هر بندر کې به یو سکنرد وارداتو او یو سکنر د صادراتو لپاره وي. په ګمرکي بندرونو کې د دې سکنرونو ځای پر ځای کولو سره به په ګمرکي چارو کې لا روڼتیا او چټکتیا رامنځته شي.»

د  اقتصادي چارو شنونکي د اقتصادي کمېسیون د دې طرحې هرکلی کوي او وایي، له دې سره به ګمرکي خدمات په شفافه، چټکه او اسانه توګه ترسره کېږي.

د اقتصادي چارو شنونکی محب الله شریف وايي:« که د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال له تصویب سره سم دغه کمپیوټري سکنرونه د افغانستان په ۱۲ ګمرکونو کې ځای پر ځای شي، څو ګټې به هېوادوالو ته ولري. یو په اسانه به جنس تشریح کېږي، دویم مناسبه د محصول بیه به ورته ټاکل کېږي، درېیم ډېر زیات اجناس به په لنډ وخت کې تر ګمرک وځي او د خلکو وخت به نه ضایع کېږي، څلورم څورمه چې دغه چارې مسلکي کېږي، کمپیوټري کېږي، په هماغه اندازه به زموږ او تاسو مالیاتي سیسټم به رونټیا ته ځي او په اسانۍ به بیا ملت د سوال او ځواب ورکولو زمېنه برابره شي.»

په ورته وخت کې یو شمېر سوداګر بیا وايي، په کار وه چې له خصوصي سکټور سره د قرارداد او ډېرو لګښتونو پر ځای د هېواد له شته امکاناتو کټه اخېستل شوې وای.

له دې وړاندې حکومت په ګمرکي عايداتو کې د بشپړ رڼوالي خبر ورکړی وه او د نويو سکنرونو پر ځای پر ځای کولو سره چارواکي هېله‌من دي، چې د توکو ښه تشخيص او د قاچاق مخنيوي ترڅنګ به د عايداتو په راټولولو کې شفافيت نور هم زیات شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist