Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/14

افغان پانګوالو د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر اخوند سره د لیدنې پرمهال ژمنه کړې چې د حاجي ګک د اوسپنې کان په یوه بلاک کې د اوسپنې د اکتشاف او استخراج په برخه کې تر ۶۵۰ میلیونو ډالرو ګډه پانګوونه کوي.

په دې لیدنه کې پانګوالو ژمنه کړې چې په هېواد کې د اوسپنې د تولید یوه داسې   کارخونه هم جوړوي چې په نړیوالو معیارونو به برابره وي.

 د دوی په خبره، په دې کارخونه کې به د تولید ورځینی ظرفیت تر ۹ زره ټنو پورې وي او له دې سره به زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره او افغانستان به د اوسپنې په برخه کې پر ځان بسیا شي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمد الله فطرت د دې لیدنې په اړه وايي: « د لیدنې پر مهال راغلو پانګوالو وویل، چمتو دي چې د حاجي ګک اوسپنې کان د یو بلاک د اکتشاف او استخراج په موخه په درېیو پړاوونو کې ۶۵۰ میلیونه ډالره ګډه پانګونه وکړي. د یادو پانګوالو د مالوماتو له مخې، دوی به له یوې بهرنۍ کمپنۍ سره په شریکه په مسلکي ډول استخراج ترسره او همدا راز به یې په هېواد کې دننه د پروسېس په موخه پر نړیوالو معیارونو او پرمختللې ټکنالوژۍ مجهزه  کارخونه هم جوړه کړي. دغه کارخونه به په ورځني ډول د ۹ زره ټنه سفنج اوسپنې د پروسېس او په شمش د بدلولو وړتیا ولري چې په مستقیم ډول به ۶۰۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره او د هېواد سل سلنه اړتیا به پوره کړي.»

د اقتصادي مرستیالۍ د مالوماتو له مخې، د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند پانګوالو ته ډاډ ورکړ چې د اوسپنې استخراج په برخه کې یې ملاتړ کوي او همدا راز د کانونو او پټرولیم وزارت ته یې لارښوونه کړې چې په دې برخه کې له افغان پانګوالو سره ګډ کار وکړي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند زیاتوي: « د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د اوسپنې اکتشاف او استخراج په برخه کې د یادو پانګوالو له پانګونې هرکلی وکړ او د اسلامي امارت له لوري یې د بشپړې همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ. محترم ملا صاحب د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو ته هدایت وکړ چې په دې برخه کې له یادو پانګوالو سره په ګډه کار وکړي او د خپلو کړنو راپور شریک کړي.»

د اقتصادي چارو کارپوهان بیا وايي، په ټوله کې د کانونو مسلکي استخراج او په تېره بیا د اوسپنې د کانونو استخراج د هېواد اقتصادي ودې په برخه کې مهم رول لري.

د دوی په خبره، نه یوازې دا چې له دې سره اقتصادي پیاوړتیا رامنځته کېدی شي بلکې زرګونو خلکو ته به د کار زمینه هم برابره شي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر ریښتیا وايي: « له نېکه مرغه موږ افغانستان کې د اوسپنې پرېمانه کانونه لرو او د دې کانونو استخراج کولی شي د افغانستان اقتصاد پر خپلو پښو ودروي. همدارنګه د دغو کانونو استخراج کولی شي خلکو ته د کار زمینه برابره کړي. په ټولیزه توګه موږ په هېواد کې د اوسپنې وېلې کولو ۴۲ کارخونې لرو چې ۵۰۰ میلیونه ډالره پرې پانګونه شوې. کله چې د اوسپنې د استخراج په کانونو پانګونه کېږي، بې له شکه دغو کارخونو ته خام مواد برابروي او دا سبب کېږي چې په دغو کارخونو کې ۲۰ زره تنه کارکوونکي دایمي کار ولري.»

ځینې نور بیا په دې باور دي چې د اوسپنې استخراج چاره نه یوازې دا چې د خلکو اقتصادي ژوند پیاوړی کوي، بلکې د سرپرست حکومت له خزانې سره هم مرسته کوي.

د اقتصادي چارو شنونکی صمیم جاهد وايي: « د کانونو استخراج کولی شي د دولت لپاره د عایده یوه ښه سرچینه اوسي، هغه هم په داسې حال کې چې پر افغانستان اقتصادي بندیزونه وضع شوي، د بودیجې له کمښت سره مخ دی. همدارنګه دغه کانونه خلکو ته د کار زمینه هم برابروي.»

افغانستان د کاني زېرمو له پلو په اسیا کې د شتمنو هېوادونو په قطار کې راځي.

کلونه وړاندې د یوې ترسره شوې سروې له مخې، افغانستان ترځمکې لاندې سلګونه ټرېلیونو ډالرو په ارزښت زېرمې لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist